د منځني ختیځ رسنیو د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې د سوریې په دیرالزور کې د داعشیانو یو ځايي مشر له خپل یوه ملګري سره یوځای په هوايي برید کې وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د ابو یوسف په نوم دا کس د داعشیانو په لیکو کې په محمود مشهور و او په دیرالزور ولایت کې یې فعالیت درلود.
د سوریې د بشري حقونو د څار تنظیم ویلي چې ابو یوسف د شام تر چتر لاندې د الخیر فرعي ولایت لپاره د داعشي خوارجو د والي وظیفه ترسره کوله. تراوسه داعشیانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، دیرالزور د سوریې هغه ښار دی چې داعشیان پټ حضور پکې لري او وخت ناوخت پر ځايي شتمنو خلکو د پیسو نه ورکولو له امله هم بریدونه کوي.