ألمرصاد له یوې امنیتي سرچینې څخه تازه معلومات ترلاسه کړي چې د کندهار برید د (مادیاروف اسدبیک) له لوري سرته رسېدلی او نوموړی د منځنۍ آسیا د یو هیواد له اتباعو څخه وو.
ویل کېږي نوموړی له یو بل ملګري سره دوه میاشتې د مخه د پاکستان د بلوچستان ایالت کې د داعشیانو له خراسان څانګې سره یو ځای شوی وو.
دوی دواړه په تېرو دوو میاشتو کې په بلوچستان کې تر فکري او عقیدوي روزنې لاندې وو.
(مادیاروف اسدبیک) له برید څخه څو ورځې د مخه کندهار ته داخل شوی وو او د کندهار برید یې ترسره کړ.
د سرچینو له قوله د بلوچستان ایالت اوس د داعشیانو د خراسان څانګې یو له مهمو مرکزونو څخه دی.
په دې ایالت کې داعشیان پټنځایونه، د روزنې مراکز او د بم جوړونې ورکشاپونه لري.
ویل کیږي پخپله د خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د نوموړي نږدې همکاران هم په بلوچستان ایالت کې مېشت دي او له همغه ځایه څخه په افغانستان او نوره نړۍ کې بریدونه تنظیموي.
د ایران د کرمان برید هم د پاکستان د بلوچستان ایالت څخه د (طارق او عبدالله) په مستعار نومونو د یوه تاجکستاني تبعه له لوري تنظیم شوی وو او نوموړی د یاد برید له مهمو طراحانو څخه وو.
د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې هم داعشیان د پوځ سیاسي مخالفین، د غرب مخالف دیني علماء کرام او پاکستاني بلوڅ ملتپال په نښه کوي.