د یوه فکري او تاریخي انحراف لنډیز
د دې لیکنو د لړۍ په پای کې، اوس کولای شو د علمي او مستندو تحلیلونو پر بنسټ، دې بنسټیزې پوښتنې ته په ډاډ سره ځواب ووایو چې داعش له اسلام سره څه تړاو لري؟ ځواب روښانه دی: داعش نه یوازې اسلامي نه دی، بلکې له اسلام سره په بشپړ ټکر کې ولاړ دی. هغه څه چې دې ډلې د «اسلامي خلافت» په نوم وړاندې کړل، په حقیقت کې یوه سیاسي او ایډیالوژیکه پروژه وه چې د دین له سپېڅلي نوم څخه یې د تاوتریخوالي، واکغوښتنې او واکپالنې د توجیه لپاره ګټه پورته کړه.
دغه ځاناعلان شوی خلافت له هر ډول شرعي، اخلاقي او انساني مشروعیت څخه بېبرخې و او د اسلام له بنسټیزو اصولو سره یې ښکاره او ژور تضاد درلود. د «له اسلام پرته خلافت» د مقالو دې ټولګې وښودله چې دغه شومه پدیده بېریښې نه ده، بلکې خپلې فکري ریښې په هغو منحرفو نظریاتو کې لري چې د اسلام د لومړیو او د خوارجو فرقې ته ورګرځي.
خوارج هغه لومړنۍ ډله وه چې د مسلمانانو په تکفیر سره یې تاوتریخوالي ته د دین رنګ ورکړ او دین یې د خپلو مخالفانو د له منځه وړلو په وسیله بدل کړ. داعش هم په همدې منحرف فکري منهج روان شو؛ خو د عصري وسایلو په کارولو او لا خونړي او وحشیانه تاوتریخوالي سره یې دغه لاره نوره هم پراخه کړه. دوی ځانونه د اسلام یوازیني رښتیني استازي ګڼل او هر هغه څوک چې له دوی سره په فکر کې اختلاف درلود، کافر او مرتد باله او وینه تویول یې روا ګڼل. همدا د خوارجو هغه تکفیري منطق و چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم خپل امت ترې د یوې سترې فتنې په توګه خبر کړی و.
د داعش د دیني منهج د څېړنې له لارې څرګنده شوه چې دې ډلې د خپلو جنایتونو د توجیې لپاره دیني نصوص په منظم ډول تحریف کړي وو. هغوی د قرآن عظیمالشان آیتونه او د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم احادیث له تاریخي سیاق او د شریعت له رحماني مقاصدو بېل کړل او د متنونو په انتخابي او ناسم تفسیر سره یې د رحمت دین د تاوتریخوالي پر ایډیالوژۍ بدل کړ.
د آیتونو سیاق، د شریعت مقاصد او د امت د علماوو اجماع هغه مسلم اصول دي چې داعش په ښکاره له پامه غورځولي وو. همدا حقیقت ښيي چې د داعش فقه یوه جوړه شوې او جعلي فقه وه؛ داسې فقه چې د خلکو د هدایت لپاره نه، بلکې د هغوی د غولولو او د ترهګرۍ د توجیه لپاره رامنځته شوې وه. د پراخ تکفیر، د غلامۍ د بیا راژوندي کولو، ډلهییزو سزاوو او د فرهنګي میراثونو د ویجاړولو په څېر کړنې په سپېڅلي اسلامي فقه کې هېڅ بنسټ نه لري، بلکې یوازې د مخالفانو د ځپلو او د وېرې د واکمنۍ د ټینګولو وسیلې وې.
له اخلاقي پلوه هم داعش د اسلام په بشپړ مقابل کې ولاړ و. اسلام د رحمت، عدالت او عقلانیت پر بنسټ ولاړ دین دی، خو داعش خپله تګلاره پر قساوت، فریب او تکفیر جوړه کړې وه. رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د خپل بعثت موخه د ښو اخلاقو بشپړول وبلل، خو داعش تاوتریخوالی فضیلت او رحمت کمزوري باله. قرآن عظیمالشان د یوه بېګناه انسان وژنه د ټول بشریت له وژنې سره برابره ګڼي، خو داعش په جوماتونو، بازارونو او عامه ځایونو کې د چاودنو، د بېګناه خلکو د ډلهییزو وژنو او قتلعامونو له لارې دغه ستر الهي حرام د جهاد تر نوم لاندې توجیه کاوه.
د داعش قضايي نظام هم د عدالت وسیله نه، بلکې د وژنې ماشین و. په اسلام کې قضا د حق د تأمین او د انسان د کرامت د ساتنې لپاره ده او اصل دا دی چې تر هغه چې جرم یې ثابت شوی نه وي، تورن بېګناه ګڼل کېږي؛ خو د داعش په خونړیو محکمو کې حکم له محاکمې مخکې صادرېده او قاضي د عادل فقیه پر ځای هغه جلاد و چې یوازې د پوځي مشرانو امرونه یې عملي کول. هغوی د ارتداد، نفاق او فساد مفاهیم دومره پراخ تعبیر کړل چې هر مخالف یې پکې شامل کړ او بیا یې د ډلهییزو اعدامونو له لارې د اسلام یو وېروونکی او ناسم انځور نړۍ ته وړاندې کړ.
د داعش اقتصاد هم پر تولید او عدالت نه، بلکې پر لوټ، غصب او باجاخیستنې ولاړ و. دوی خپلې مالي سرچینې د خلکو د شتمنیو په غصب، د قاچاقي تېلو په پلور، د تاریخي آثارو په قاچاق او له خلکو څخه په زور د پیسو په اخیستلو برابرولې او دغه ناپاکه شتمني یې د وسلو په پېرلو او د ترهګرۍ په پراختیا لګوله. په اسلامي اقتصاد کې مشروع مالکیت او حلال کسب بنسټیز اصل دی، خو داعش اقتصاد د خپلې وژونکې جګړهییزې دستګاه د تمویل په وسیله بدل کړی و.
د داعش رسنیز جنایت ښايي د هغوی له پوځي جنایتونو هم خطرناک و. دوی د مسلکي تبلیغاتي محتواوو په پراخ تولید سره تاوتریخوالی سپېڅلی باله او د ځوانانو ذهنونه یې مسمومول. د خپل تش په نوم خلافت د ارماني ژوند جعلي انځورونه، د اعدامونو او شکنجو ویډیوګانې او د دین تحریف شوي روایتونه، ټول د دې لپاره جوړ شوي وو چې عامه افکار وغولوي او نوي کسان خپلو لیکو ته جذب کړي. همدې تبلیغاتي ماشین اسلام نړۍ ته د یوه تاوتریخجن او وینېتویوونکي دین په توګه وروپېژاند او د دې رحمتمحوره دین سپېڅلې څېره یې تر ټولو ډېره زیانمنه کړه.
په پایله کې، د دې مقالو د لړۍ اساسي حقیقت دا دی چې داعش یو «له اسلام پرته خلافت» و؛ داسې یوه پروژه چې د اسلام له نومه یې ګټه واخیسته، خو د اسلام له روح، ارزښتونو او بنسټیزو اصولو سره یې هېڅ تړاو نه درلود. دا ډله نه د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم رښتینې وارثه وه، نه د خلفای راشدینو د لارې دوامکوونکې او نه هم د اسلامي مذاهبو د کوم معتبر مذهب استازې وه. دوی د کرکې، تاریخي عقدو، دیني ناپوهۍ او د قدرتپالو موخو د ګډو اغېزو تولید وو.
هغه نظام چې د وینو پر تویولو، دروغو پر خپرولو او وېرې پر خورولو ولاړ وي، د خلافت نوم نه شي خپلولای؛ بلکې د مرګ او تباهۍ یوه ناوړه څېره ده. رښتینی اسلامي نظام د عدالت، رحمت، اخلاقو او د انسان د کرامت پر بنسټ ولاړ وي او هغه خلافت چې له اخلاقو تش وي، له اسلامه هم تش دی، که څه هم زر ځله د اسلام نوم پر ژبه راوړي.












































