لیکوال: صلاح الدین (ثاني)
لومړی باید ووایم چې د بوکوحرام
ډله د داعش (خوارجو) هم فکره او خارجي ډله ده او د اسلام له رښتینو مؤمنو مجاهدینو سره کوم تعلق نه لري.
که داعش دی، هم د جهاد او خلافت له نوم څخه په استفادې امریکا او یهودو ته کار او د واک لپاره جګړه کوي. همداسې د بوکوحرام ډله هم چې د واک او قدرت تږې ده، جګړه کوي، چې د دې حرص له امله یې د ناموس په عزت او حیا د بغدادي ملیشې لوبې کوي.
اوس راځو اصلي موضوع ته. هغه دا چې د بغدادي پاتې شونې داعش خوارج د خلافت د راوستلو او قائمولو کوکې وهي، آیا خلافت د دعوت، تورې، او ټوپک په واسطه راوستل کیږي او که د ښځو ماشومانو په برمته کولو او وژلو؟ آیا د بوکوحرام د ډلې دغه ښځې او ماشومان چې داعشو وژلي او برمته کړي، د دوي دا معصومې وینې تویول به د خلافت د راوستو سبب وګرځي؟
هېچکله هم نه!
آیا داعش خوارج خپله باطله جګړه او داړه ماري د ښځو او ماشومانو په وینو ګټي؟
آیا پخوانیو خلافتونو هم د واک لپاره د ښځو او ماشومانو ویني تویولې؟
دا چې د داعشو (خوارجو) جګړه د بوکوحرام له ډلې او یا هم جنګیالیو سره د سیمې او واک په سر ده، نو د دې جګړې د ګټلو لپاره دې ښځې او ماشومان قربانیان شي.
دا نه اسلام، نه قرآن، نه ایمان او نه وجدان مني.
کېدایشي دا د بغدادي په کتاب کې راغلې وي.
دلته به تاسې ته سوال پیدا شي چې همداسې ورته برید په (۲۰۲۲) ز کال د ډسمبر په (۲۲) مه نېټه د بوکوحرام ډلې په داعشیانو ترسره کړ او همداسې د داعشیانو ښځې او ماشومان یي ووژل. زموږ او ستاسې په ژبه کې یو متل دی، وایي:
چې اوسې، په خو به د هغو شې.
کله چې د بوکوحرام ډلې مشر ابوبکر شیکاو له داعش سره بیعت وکړ، وروسته یې د داعش خوارجو په ملاتړ ډېرې جګړې وکړي او ځان یې د داعش یوه څانګه اعلان کړه خو دا چې داعش له اول څخه د بهرنیو غربي استخباراتو یوه یهودي پروژه وه او تل یې د غرب د ګټو لپاره وسله په لاس ګرځوله او د محمدي اُمت له وینو څخه یې سیلابونه روان کړي وو، نو همدا وو چې د بوکوحرام له واک فرستې ډلې سره مخ او د فساد لپاره یې صف منظم کړ، چې د دې ملګرتیا یې لا څه وخت تیر نه وو، چې رب لایزال په خپل منځ کي سره اخته کړل، دا چې دا دواړه جاهلې ډلې نه ایمان او نه وجدان لري او د واک په سر له یو او بل سره خوري او جګړه کوي، دا لا بس نه وه چې اوس دواړو بې دینو ډلو خپله جګړه د ښځو او ماشومانو په وژلو او برمته کولو سره شروع کړې ده.
داعشي خوارجو ته بیا هم یو پیغام لرم.
اې د ابوبکر ملیشو! قسم په رب چې تاسي د دُنیا تر ټولو بد او فاسق خلک یئ، تاسې له اسلام او مُسلمه اُمت سره له حد زیات خیانت وکړ.
که چېرته له نن څخه بیا هم
(۱۴۰۰) کاله تېر شي، ستاسې دا خیانت او رزالت به د اُمت آینده نسلونه هېر نکړي .