کله چې په ۳۷ هجري قمري کال کې خوارج د نهروان په لور روان وو، له دوو کسانو «یو مسلمان او بل عيسوي» سره مخامخ شول، نو په بيړه سره یې مسلمان ووژلو؛ ځکه چې هغه د دوی د افکارو پیروي ونه کړه او عیسوی کس ته یې ځکه خونديتوب ورکړ چې نبي کریم( صلی الله علیه وسلم) د اسلام په حاکمیت کې د غير محاربوي کفارو ساتنه ښه بللې وه. خوارجو هميشه د اسلام په اړه سرچپه تحلیل کړى، د مسلمانانو په وړاندې يې په ظلم کې تيرى کړى، او د کفارو پر ځاى يې غشي د مسلمانانو پر سينو وار کړي دي