ليکنه: څارګر
له پېړیو راهیسې مسلمه امت اسلامي خلافت دراتلو په انتظار شېبې شماري، هغه امت چې ټوټې ټوټې او په برخو برخو سره وېشل شوی، اعتقادي ،مذهبي او فرهنګی اختلافاتو په څو ډلو، مذهبو او لارو تقسیم کړی، دا امت یوازې اسلامي خلافت سره راغونډولی شي او بل قانون او نظام يې نشي سره متحد کولی.
داعش په عراق او سوریې کې ظهور وکړ، د تور بیرغ تر سیوري لاندې یې داسلامي خلافت د اعلان تر څنګ ټول مسلمانان تکفیر او یوازې د وهابیت د عقیدې خاوندان یې مسلمانان وبلل .
خو لکه څنګه چې اوبه له سره خړې وې او داعش دخلافت دتأسیس لپاره نه بلکې ددې لپاره يې ظهور کړی و چې اسلامي خلافت، اسلامي نظام او اسلامي آیډیا په نړۍ کې بدنامه کړي.
داعشیانو د مسلمه امت له احساساتو سره لوبې وکړې، داروپا مېشته ځوانانو له ژوند او غیرت نه یې ناوړه ګټه پورته کړه
کله چې داعش ظهور وکړ او په چټکۍ سره یې شهرت وموند، ټول مسلمه امت ورته لاس په دعا وو، هغه که سپین سرې مور وه او یا که پېغله جلکۍ، په هر لمانځه کې همدا دعا بدرګه کوله: یاربه! ته مو د دولت اسلامي حفاظت وکړې، لویه ربه! مسلمه امت ته دداعش په مټو عزت وروبښې.
داعش څه وکړل؟
کله چې پوه شول چې دنړۍ په کچه یې شهرت موندلی او اوس د ټولې نړۍ پام د اسلامي خلافت ممثلینو خواته جلب ده ،په دې حساس پړاو کې یې خپل ورکړل شوی میشن شروع کړ.
د مسلمانانو او غیر مسلمانانو ډلیزه وژنه ،تر ټانګ لاندې نیول، ذبح کول، په اور کې سوځول، ژوندي په اوبو کې لاهو کول ….
هغه غیر انساني او غیر اخلاقي کړنې یې سرته ورسولې چې هالیوډ یې هم له صحنه سازۍ عاجزه ده
له دې کار وروسته یې جهادي ډلو سره جګړه شروع کړه او په اسلامي امت کې یې بل درز پیدا کړ .
داعش او د اروپا لپاره یې میشن:
کله چې په غرب کې داسلام پلویان زیات شول، غیر مسلمانانو داسلام دین منلو ته مخه کړه، پاپان او د کلیسا مشران د دې په لټه کې شول چې څنګه کولی شي داسلام د چټک سرعت مخه ډب کړي.
داعش یې رامنځ ته کړ او دا میشن یې ورکړ چې اسلام، اسلامي تهذیبات او مسلمانان نړیوالو ته په وحشي او غیر انساني څېره کې تمثیل کړي چې بدبختانه په دې میشن کې داعش بریالی شو.
داعش او د مسلمه امت اتحاد!
کله چې داعش په سوریه او عراق کې ظهور وکړ اکثره جهادي ډلو ورسره بیعت وکړ الی ماشاءالله امارت اسلامي او القائدې ډلې چې دخلافت پر سره هوکړه ورسره ونکړه ځکه دوی پوهېدل چې داعش د مسلمه امت د تباهي لپاره جوړه شوې ده نه د نجات لپاره یې.
داعش په ټولنیزه توګه ټول مسلمانان تکفیر کړل، یوازې هغه خلګ یې منل چې د وهابیت په تګلاره برابر وه، سیوا له وهابیته بل هیڅ مذهب ته یې جواز نه ورکولو، لومړي بریدونه یې په القائدې او طالبانو شروع کړل، په ویډیویي اصدارو کې یې یوازې مسلمانان ذبح کېدل او وژل کېدل.
داعش په حقیقت کې لوی ناورین وزیږاوه خو ترڅنګه یې مسلمانان سره متحد کړل او ددې شومې پدیدې د مخنوي لپاره مسلمانانو په ګډه د مبارزې هوکړه وکړه .
داعش په افغانستان کې:
داعش په افغانستان کې د حنیف اتمر او امریکا د سفارت لخوا تمویل او تجهیز شول
لومړی يې د افغانستان له شرقه ظهور وکړ، ورو ورو يې د شمال خوا ته هم ریښې وکړې، خو په شمال کې د طالبانو له کلک غبرګون سره مخ شول چې په ټولنیزه توګه له منځه لاړل .
په شرق کې هم کله ناکله پر طالبانو بریدونه کوي، خو دلته هم دطالبانو له کلک غبرګون سره مخ دي ،ان شاءالله د امریکا له وتلو ورسته به دداعش ډله هم ورکیږي .
نو په پای کې وايم چې مسلمه امت دې ډاډه اوسي ، د دې امت یوازینی خواخوږی نظام اسلامي امارت دی چې دامت له منځه راپورته شوی او د امت په مالي او ځاني مرستو یې د دې امت ماته کښتۍ د بریا تر ساحله رسولې