د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د مرکزي قوماندې د مشر جنرال جوزف ووټل هغو خبرو ته توند غبرګون ښوودلی چې ویلي یې وو، “داعش ډله کولی شي له افغانستان نه مستقیما امریکا په نښه کړي“
مجاهد د نوموړي ادعاوې په کلکه ردکړې او زیاته کړې یې ده چې “د داعش په نامه ډله د افغانستان په خاوره کې په یوه محدوده ساحه کې د امریکایي اشغالګرو له هوایي حمایت سره سره د مجاهدینو له بریدونو او کلابندۍ سره مخ ده، چې ډير ژربه له منځه یوړل شي“
طالب ویاند ویلي، امریکایان د دې پرځای چې په افغانستان کې د ستونزو اصلي ماهیت درک کړي خپلې پرلپسې تیروتنې تکراروي او د افغانستان خاوره امریکایانو ته لوی ګواښ معرفي کوي.
نوموړی زیاتوي،هغوی سره له دې چې په تیرو اتلسو کلونو کې له خپلو متعددو جنګي ستراتيژيو سره سره ناکام شوي او امریکا يې له نړیوال او تاریخي شرم سره مخ کړې، لا هم د جګړې په اوږدیدو ټینګار لري او د داسې افواهاتو په خپرولو سره غواړي جګړه روانه وساتله شي، د دوی مافیايي ګټې خوندې وي او د وسلو د پلور او مصرف ماشینونه يې هم چالان پاتې شي.
اعلامیه کې یو ځل بیا امریکا تورنه شوې چې ګواکې په مسلسل ډول یې له داعشي پروسې څخه حمایت کړی، د هغوی په ګټه يې پر طالبانو بمبارونه کړي، د داعش محاصره کسانو دخلاصون لپاره يې چورلکې لیږلې او د داعشي بندیانو د خلاصون لپاره يې د طالبانو په زندانونو باندې چاپې غورځولې دي.
ذبیح الله مجاهد ویلي، امریکایي جنرالان د داعش په پړسولو او بزرګنمایۍ سره هڅې کوي د سیمې هیوادونو ته اندیښنې ایجاد کړي او هغه امریکايي اولس وویروي چې په افغانستان کې له امریکايي اشغال او شتون سره مخالف دي او د جګړې ختمول غواړي
طالبانو د امریکایي جنرالانو ددغه ډول ادعاوو په تړاو وایي دا د اکثرو امریکايي جنرالانو دنده ده چې د داعش فتنه ګره ډله وپړسوي او بیا په تبلیغاتي برخه کې استفاده ترې وکړي ترڅو د افغانستان د اشغال اوږدیدوته زمینه مساعده کړي