د داعش د غړو له وژل کېدو سره سم، د ترلاسه شوو اسنادو او اقرارونو څخه داسې څه ښکاره شول، چې د سیمې د شخصیتونو ترور، ناامني، او نړۍ ته د ګواښ او ضرر سرچینې یې په ډاګه کړې. کله چې یو نظام د خپل قانون او داخلي ثبات له نشتون سره دومره مخ شي، چې د حالاتو د کنټرول، ځواب ویلو، او پټو دسیسو او توطیو لپاره د ترهګرۍ، او د اسلام او مسلمانانو ضد ډلو نوم او نښان کاروي، دا څرګندوي چې یاد نظام نه یوازې د خپل ولس، بلکې د ګاونډ او نړۍ لپاره هم د ضرر او امنیتي ګواښ وسیله ګرځي.
تاسو په نړۍ کې د هغو دوو نظامونو (پاکستان او اسرائیل) نقشې ګورئ، چې په جبر کښل شوې دي، او په څو لسیزو کې یې نړۍ، بشر، او ګاونډیو ته ډېر زیانونه اړولي دي. دوی د خپلو توطیو او دسیسو له لارې څومره بهرني او داخلي اهداف ترلاسه کړي، چې وخت ناوخت یې رول هم رسوا شوی دی. دغه دوه “د جبر نقشې” هر وخت په سیمه کې د نوي فساد او امنیتي ګواښونو حالات رامنځته کوي، ترڅو د ناامنۍ تر نامه لاندې خپل اهداف، ګټې، او پټ پلانونه پرمخ یوسي.
دوی نړۍ ته د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې شعار ورکوي، خو په حقیقت کې بیا همدا کړۍ داسې ډلې رامنځته کوي او روزي. تر ټولو جالبه دا ده چې په پاکستان، اورکزیو کې د محمد اقبال په نوم د داعش غړي وژل کېدل، د پخوا په څېر د داعش، استخباراتو، او پوځ ترمنځ اړیکې، ملاتړ، او همکاري ښکاره کړه، چې څنګه د هر برید او حملې واک، ګټه، او تنظیم د پوځ او استخباراتو په لاس کې دی.
پوښتنه دا ده چې دا په اصل کې داعش دی، که د پوځ له خوا په کرایه ډول د خلکو کارول دي؟
د داعش په اړه بیا بیا ترلاسه شوو شواهدو او کړنو دا څرګنده کړې ده چې د داعش نوم یوازې د پاکستاني پوځ او استخباراتي کړیو له خوا د خپلو اهدافو لپاره کارول کېږي. کله چې په یاد هېواد کې د داعش مرکزونه عام خلک ویني، نو داسې فکر کوي لکه د پوځ یا ای ایس ای کمپونه چې وي. له دغو پوځي او استخباراتي ځایونو څخه استفاده کول، او بیا پکې د داعش تر نامه لاندې د کسانو جلب، جذب، او روزنه کول، دا ثابتوي چې داعش د پاکستان د استخباراتي او پوځي کړیو یو نوی ایجاد او وسیله ده.
دا ځکه چې کوم اهداف چې دوی په ښکاره او مستقیم ډول نشي ترلاسه کولی، له همدې نوم او نښان څخه استفاده کوي. که د داعش له نوم سره تړلي اسناد او اشخاص وکتل شي، نو دا کسان اکثره د همدې خاورې اتباع وي، دویم دا چې د پوځ او استخباراتو سره د دندې یا همکارۍ اړیکې لري، او درېیم دا چې په بهر او دننه کې یې بشپړه همغږي له پوځ او استخباراتو سره لیدل کېږي.
د پاکستان دننه ترورونه او د داعش تر نامه لاندې امنیتي ګواښونه څه معنا لري؟
کله چې یو هېواد داخلي ثبات، اقتصادي ارزښت، او ولسي مشروعیت له لاسه ورکړي، نو د خلکو نارضایتي او د امنیتي پېښو زیاتوالی هغه څه دي چې حکومت ځان پرې بوخت او فعال ښيي. هماغه داعش چې بهرنیو هېوادونو لپاره جوړ شوی و، نن په خپل هېواد کې کارول کېږي. بله دا چې د داعش نوم او نښان اکثر د علماوو، د پاکستان د سیاسي او پوځي مخالفینو پر ضد کارول شوی، او یا هم په پاکستان کې د مشهورو او پوه اشخاصو په ترور کې ترې استفاده شوې ده.












































