له ایمان وروسته، له یوې دیني ډلې، غورځنګ، سازمان یا ګوند سره تړاو د انسان د ژوند له مهمو پرېکړو څخه یوه ده؛ ځکه دا پرېکړه د انسان فکر، وخت او شتمني غواړي او کله ناکله یې ان ژوند هم ترې قرباني کېږي. له همدې امله، دا پوښتنه ډېره مهمه ده چې موږ ولې له یوې ډلې سره تړاو لرو؟ باید د دې «ولې» لپاره پیاوړی او له دلایلو ډک ځواب ولرو.
انسان په طبیعي ډول د شخصیتونو تر اغېز لاندې راځي. یو اغېزناک ویناوال، یو زړور مجاهد او یا یو متقي او پرهېزګار مشر د انسان پام ځانته رااړوي. کله ناکله د مینې او لېوالتیا د شدت له امله هماغه شخصیت له هرې تېروتنې پاک او معصوم ګڼو او دومره ړانده پیروان یې شو چې ان د هغه په اړه لږه مخالفه خبره هم نه شو زغملای؛ حال دا چې اسلام موږ له شخصیتپالنې منع کړي او د حق او اصولو پر پیروۍ یې ټینګار کړی دی.
د نظریې پر بنسټ د تړاو ګټه دا ده چې حقه نظریه نه بدلېږي. د الله تعالی دین، د قرآن او سنت اصول، عدالت، جهاد، دعوت او د شریعت پلي کول هغه ارزښتونه دي چې پرون هم حق وو او نن هم حق دي. څوک چې پر دغو اصولو ولاړ وي، پر حق دی؛ او څوک چې ترې واوړي، پر باطل دی، که هر څومره ستر شخصیت هم وي. دا خبره باید په وار وار له ځان سره تکرار کړو، څو زموږ زړه یې په بشپړه توګه ومني. إذا تكرر تقرر في القلب.
وګورئ! حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمایي:
مَنْ كَانَ مُسْتَنًّا فَلْيَسْتَنَّ بِمَنْ قَدْ مَاتَ، فَإِنَّ الْحَيَّ لَا تُؤْمَنُ عَلَيْهِ الْفِتْنَةُ
ژباړه: څوک چې د چا د لارې او طریقې پیروي کول غواړي، نو د هغو کسانو پیروي دې وکړي چې وفات شوي دي؛ ځکه د ژوندي انسان په اړه ډاډ نه شته چې له فتنې څخه به خوندي پاتې شي.
نو که تاسو له یوې ډلې سره د هغې د نظریې او اصولو پر بنسټ تړاو لرئ، ډاډه اوسئ. سبا که د دې ډلې امیر بدل شي، یا د مشرتابه څوکۍ ته کمزوری کس راشي، بیا هم ستاسو اړیکه به د ډلې له اصلي منهج سره ټینګه پاتې وي او نه به شلېږي. له همدې امله، که خدای مه کړه، یوه ورځ خپله مشرتابه له خپلې اصلي نظریې واوړي، تاسو به په پېژندلو کې ستونزه ونه لرئ چې حق چېرته دی او باید کوم لوري ته ولاړ شئ.
خو د شخصیتپالنې زیان دا دی چې شخصیتونه بدلېږي. انسان دی؛ هېرېږي، وېرېږي، د حرص او طمعې ښکار کېږي او د حالاتو تر فشار لاندې خپل دریځ بدلولای شي. څومره داسې کسان شته چې تر پرون پورې یې د شریعت د حاکمیت خبرې کولې، خو نن د ډیموکراسۍ او باطل نظام ستاینې کوي. څومره کسان تر پرون پورې د جهاد پر فرضیت باورمن وو، خو نن د مصلحت په نوم ترې د بېزارۍ اعلان کوي.
له همدې امله، که ستاسو د تړاو بنسټ شخصیت وي، نو تاسو به هم له هغه شخصیت سره یوځای د باطل پر لوري ولاړ شئ او ګومان به کوئ چې لا هم د دین پر لار روان یاست؛ حال دا چې په حقیقت کې به د دین پر ځای د یوه شخص پیروي کوئ. قرآن کریم همدې حالت ته اشاره کړې ده: ﴿اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ﴾
ژباړه: هغوی خپل عالمان او راهبان له الله پرته خپل ربونه ګرځولي وو.
په تفسیر کې راغلي چې د هغوی له خوا د عالمانو او راهبانو رب ګرځول دا معنا لرله چې د حلال او حرام په مسئلو کې یې د هغوی ړنده پیروي کوله.
له دې خبرې څخه یوه بله مهمه پایله هم ترلاسه کېږي.
هغه دا چې کله موږ پر یوې ډلې نیوکه کوو، ورسره مخالفت څرګندوو یا ترې د جلا کېدو پرېکړه کوو، نو بنسټ یې باید دا وي چې د هغې ډلې بنسټیز اصول او قواعد له شریعت سره په ټکر کې دي؛ نه دا چې د ډلې یوه غړي تېروتنه کړې وي، کوم کارکوونکي بد اخلاقي کړې وي یا یوه مسؤول فساد کړی وي او موږ د هماغه یوه کس تېروتنه د دې دلیل وګرځوو چې ټوله ډله، نظریه او فعالیت یې مردود وبولو.
ځکه افراد هر چېرته کمزوري او تېروتونکي کېدای شي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لښکر کې هم منافقان وو؛ ایا د هغوی شتون د دې لامل کېدای شي چې جهاد پرېښودل شي؟ د صحابه کرامو رضی الله عنهم له ځینو څخه هم اجتهادي تېروتنې شوې دي؛ ایا دې تېروتنو د صحابیت مقام له منځه وړی دی؟ هېڅکله نه!
نو که یوه اسلامي ډله د شریعت د پلي کولو، له کفر څخه د بېزارۍ او د سنتو د راژوندي کولو پر نظریه ولاړه وي، خو کوم غړی یې شخصي تېروتنه وکړي، نیوکه باید پر هماغه فرد وشي، نه د ډلې پر نظریه.
له همدې امله، موږ باید د یوه فرد د تېروتنې او د یوې نظریې د انحراف ترمنځ توپیر کول زده کړو. د فرد تېروتنه د اصلاح او بښنې وړ وي؛ خو فکري ګمراهي باید رد شي، که هر څومره د یوه ستر شخصیت له لوري هم رامنځته شوې وي. لنډه دا چې: یو باخبره او ویښ مسلمان هغه دی چې خپل تړاو له نظریې او اصولو سره ټینګوي، نه له شخصیتونو سره. هغه ګوري چې دا ډله قرآن او سنت ته له کوم لیدلوري ګوري، منهج یې څه دی او پر کومو اصولو ولاړه ده.
له همدې امله، که یو شخصیت له خپلې نظریې واوړي، هغه شخصیت پرېږدي، خو له حقې نظریې څخه نه اوړي. همدارنګه، کله چې نیوکه کوي، د اصولو پر بنسټ یې کوي، نه د اشخاصو پر بنسټ. که پر افرادو هم نیوکه کوي، د هغوی تېروتنه پر ټولې ډلې نه ور تپي، بلکې موخه یې د هماغه فرد اصلاح وي، نه یوازې د نیوکې لپاره نیوکه.
تاریخ ګواه دی چې کوم ملتونه او ولسونه د شخصیتپالنې پر ځای د اصولو او نظریو پیروان شوي، هماغه ټینګ پاتې شوي او بریالي شوي دي؛ خو کومو چې نظریه پرېښې او د شخصیتونو تر شا یې سترګې پټې کړې دي، په پای کې ټوټه ټوټه شوي دي، وَمَا عَلَيْنَا إِلَّا الْبَلَاغُ.












































