په دې وروستيو کې مونږ وليدل؛ چې په زیاته کچه هره ورځ له داعش ډلې څخه، د دوی مشران او لوړ پوړي چارواکي لاره بېلوي.
تازه له دې ډلي څخه يو تن، ديني عالم شيخ عبدالرحيم «مسلم دوست» جلا شوی، ښاغلی مسلم دوست له المرصاد سره په ويډيويي مرکه کې، يادې ډلې ته په ور تګ پښيماني ښکاره کوي او وايي؛ چې ياده ډله د شريعت خلاف کارونه کوي، د مسلمانانو ويني او مالونه د ځان لپاره روا بولي.
د شيخ مسلم دوست صيب په وينا؛ زه له داعش او له دې منحرفې ډلې څخه ځکه جلا شومه، چې ومې وليدل؛ داعش يوه استخباراتي او له دينه منحرفه ډله ده، چې بهرني کفري هيوادونه يې اکمالوي، د هغوی په امر علماء په شهادت رسوي، د مسلمانانو د ګڼه ګوڼه ځايونه او اسلامي مرکزونه په نښه او تر بريد لاندې نيسي.
شيخ مسلم دوست په خپل ورتګ پښيماني ښکاره کوي او وايي؛ زه په خپل علم او تعبير کې تېروتلی وم، اوس د خوښۍ احساس کوم، د خدای جل جلاله حمد بيانومه؛ چې له داسې ظالمي ډلې څخه څښتن تعالی جلا او په حق يې سترګي را خلاصي کړې.
شيخ صيب یوازې د افغانستان نه؛ بلکې د ټولې نړۍ په مسلمانانو غږ کوي چې داعش وپيژنئ، داعش د خدای جل جلاله او د مسلمانانو دښمنان دي، پر وړاندې يې ودريږئ، مستقيمه مبارزه ور سره وکړئ، کوښښ وکړئ؛ چې له هرې ممکنې لارې وي؛ د ځمکې له مخې څخه يې ورک او محوه کړئ، همکاري او ملاتړ يې مه کوئ، د دوی په لمسون مسلمانان مه وژنئ او مه خپل شيرين ځانونه د هلاکت کندې ته غورځوئ.
تاسې ته ښه معلومه ده؛ چې علي رضي الله عنه چا په شهادت ورساوه؟
ايا علي رضي الله عنه کوم داسې کس شهید کړ؟! چې د دين له يو حکم څخه يې انکار کړی وي، قاتل و، رشوت خور او که شراب خور و؟ نه، هيڅکله هم نه، د علي رضي الله عنه قاتل عبد الرحمن بن مُلْجَمْ؛ په شروع کې يو نېک او صالح سړی، د قرآن کريم قاري او غوره معلم و.
د مصر والي عمرو بن العاص رضي الله عنه حضرت عمر رضی الله عنه ته پيغام ولېږه، چې أمير المؤمنين! ما ته يو داسې د قرآن کريم غوره قاري او معلم راولېږه؛ چې د مصر اوسېدونکو ته قرآن وښيي، عمر بن الخطاب ورته په ځواب کې وويل:
“أرسلت إليك رجلاً هو عبد الرحمن بن مُلْجَم من أهل القرآن، آثرتك به على نفسي”
ما تا ته عبد الرحمن بن مُلجَم در ولېږه، داسې کس دی چې تا ته مې په هغه سره پر خپل ځان ترجيح درکړه، چې کله در ورسېد؛ نو يو کور ورته وټاکه، چې خلګو ته په کې د قرآن کریم زده کړه کوي، قرآن ورته ښيي او ښه عزت يې وکړه.
خو له دغه عبد الرحمن بن ملجم سره د دين ژور او راسخ علم نه و، ځکه نو هغه اسباب په کې پيدا شول؛ چې له دين سره په ټکر کې و، چې وروسته خوارجو له ځان سره کش کړ.
دغه عبد الرحمن بن ملجم راپاڅېده او علي رضي الله عنه يې شهيد کړ، کله چې بيا قصاص کيده، نو جلاد ته يې وويل: ما په يو ځلې مه وژنه، يعنې په يو ځلي مې سر له تنې مه پرې کوه، بلکې يو يو اندام را څخه غوڅوه، چې زه د الله تعالی په لاره کې د خپلو اندامونو قرباني کېدل ووينم.
تاسې له الله سره د دغه شخص مينه وګورئ، څومره عظيمه مينه لري! غواړي چې ټوټې ټوټې شي، د څه لپاره؟ ځکه چې علي رضي الله عنه يې وژلی دی او د هغه په فکر د علي رضي الله عنه وژل؛ حق او د ثواب عظيم کار و!
دې خبرې ته مو بايد فکر وي؛ چې د أهل السنة والجماعه امامانو يوه ډېره عظيمه خبره کړې ده، هغوی ويلي دي؛ مهمه دا نه ده چې ووايې: زه له الله سره مينه لرم او عمل هغه کوې؛ چې ستا زړه يې غواړي، بلکې مهمه دا ده چې ته د هغو کارونو لټون وکړې؛ چې الله مينه ور سره لري.
ته وايې چې زه له الله سره مينه لرم، پر الله غيرت کوم، د الله په لاره کې قربان کيدل غواړم، خو لاره دې غلطه وي، پر غلطه روان يې، نو دا په ګمراهۍ کې پرېوتل دي او ځان ګمراهۍ ته وړاندې کول دي، نو پر تا لازمه ده چې ته هغه څه معلوم کړې؛ چې الله تعالی ته خوښ وي.