کردي ځواکونو لسګونه داعشیان خوشي کړي

#image_title

د سوریې کردي ځواکونو تېره میاشت د عمومي عفوې اعلان وکړ، چې له امله یې تراوسه پورې لسګونه داعشیان خوشي شوي دي.

 

د کردستان د خپلواکې ادارې دې پریکړې له سوریې سره ګاونډي هیوادونه، او په ځانګړي ډول عراق، اندېښمن کړي دي. د عراق د کورنیو چارو وزیر تازه له سوریې سره سرحدي سیمو ته تللی او هلته یې د امنیتي بېس جوړولو پرېکړه کړې ده.

 

عراقي رسنۍ وايي، عراق د بېس جوړولو د پریکړې ترڅنګ په دې وروستیو کې له سوریې سره پر پوله ګزمې هم زیاتې کړې دي او غواړي خپلې خاورې ته له سوریې د راتلونکو داعشیانو مخه ونیسي.

 

د احمد الشریفي په نوم د سوریې یو کارپوه وايي، تراوسه پورې ۱۴۸ داعشیان د کردانو له زندانونو ازاد شوي او تمه ده چې دا شمېر ۱۲۰۰ یا ۱۴۰۰ کسانو ته ورسیږي.

 

د یادونې وړ ده، د سوریې د ډموکراټیکو ځواکونو په نوم د کردانو ډله په سوریه کې تر خپل لاس لاندې سیمو کې تر ۵۰۰۰۰ پورې داعشیان او د هغوی کورنۍ د بندیانو په ډول ساتي. ْ

هرماس الافغاني
Exit mobile version