د (MNA) خبري اژانس د راپور پر اساس، تېره ورځ د عراق پوځ د دغه هېواد په درېیو ولایتونو کښې د داعش ډلې څلور غړي نیولي دي.
د عراق د ترهګرۍ ضد ادارې (CTS) ویلي؛ چې دا داعشیان یو په سلیمانیه کې، یو په نینوا او دوه نور په بغداد کې نیول شوي دي.
په دې وروستیو کې د CTS ویاند صباح النعمان ویلي؛ چې داعش ډله له دې وروسته د عراق ملي امنیت ته ګواښ نه ګڼي.
نوموړي وویل، په عراق کې ترهګرې ډلې په غرنیو سیمو کې میشتې دي، چې هغوی ته اجازه ورکوي، ترڅو هلته په اسانۍ سره پټ پاتې شي. هغه ټینګار وکړ؛ چې هغه سیمې له ښارونو څخه لرې دي.
هغه دا هم وویل چې داعش وخت په وخت د عملیاتو د ترسره کولو هڅې کوي، يوازې د دې لپاره، چې دوی ژوندي دي، خو په حقیقت کې د دې توان نه لري، چې کومه ځانګړې تګلاره پر مخ بوځي.
داعش، چې د ۲۰۱۴ کال د جون په ۷ مه یې پر عراق برید وکړ او د لنډې مودې لپاره یې د دغه هېواد څه باندې ۴۵ سلنه خاوره ونیوله.
داعش د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې ماتې وخوړه.
د خبر په حواله د عراق امنیتي ځواکونه په ټول هېواد کې د داعش لټون، تصفیه او تعقیب ته دوام ورکوي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي، چې داعش او د هغې تښتیدلي عناصر (غړي) بیا را پورته نشي.