د منځنۍ اسیا په زړه کې داسې خاوره پرته ده چې سخته او پېچلې جغرافیه یې نه یوازې اسمانڅک غرونه او ژورې درې لري، بلکې د خپلو خلکو په زړونو کې یې د سرکشۍ، آزادۍ او خپلواکۍ روح هم روزلی دی. افغانستان، د ختیځ دا ناپېژندل شوې ملغلره، له ډېرې مودې راهیسې د سترو قدرتونو لپاره د تسخیر یوه زړهراښکونکې وسوسه وه؛ خو دا وسوسه هر ځل په یوه وېروونکي کابوس بدله شوې او د دې خاورې نوم یې د نړۍ د پوځي تاریخ پر تندي د «امپراتوریو د هدیرې» په توګه ثبت کړی دی.
له نولسمې پېړۍ د صلیبي بریتانوي امپراتورۍ څخه نیولې، د شلمې پېړۍ تر بېدینه شوروي اتحاد او په پای کې د یوویشتمې پېړۍ تر نوي صلیبي ائتلاف، امریکا او ناټو، ټولو په دې خاوره کې له یوه تریخ حقیقت سره مخامخ شوي دي: افغانستان د وسلو په زور او د قدرت په غرور نه شي پرځولی.
د بریتانیا وېره؛ مغرورانه یرغل او په بېړه تېښته
نولسمه پېړۍ د «بریتانیا د ترخې تجربې» دوره وه؛ هغه مهال د بریتانیا او روسیې د دوو امپراتوریو ترمنځ د اسیا د زړه(افغانستان) د واک او نفوذ پر سر یوه پټه، سخته او کړکېچنه سیالي روانه وه. په دې استعماري شطرنج کې افغانستان یوه مهمه او ستراتیژیکه مهره وه. بریتانیا چې د خپل «تاج د جوهر » ــ هند ــ پر لور د روسیې له پراخېدونکي نفوذ څخه وېره لرله، پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د یوه لاسپوڅي حکومت په رامنځته کولو سره خپلې شمالي پولې خوندي کړي. له همدې امله، په ۱۸۳۹ میلادي کال کې د بریتانوي هند ستر پوځ، چې له هندي او انګلیسي سرتېرو څخه جوړ و، د کندهار له لارې افغانستان ته ننوت او درباري شاه شجاع یې پر تخت کېناوه.
خو دغه لومړنۍ او ظاهري بریا د بریتانیا په پوځي تاریخ کې د یوې له تر ټولو ویجاړوونکو ماتې پیل وو، د ولسي مقاومت څپې بریتانوي پوځ دومره ستړی او بېوسه کړ چې د مقابلې توان یې له لاسه ورکړ. په ۱۸۴۲ میلادي کال کې د دغه ستر لښکر پاتې شوني، د هندوکش د غرونو په واورو او سخته یخنۍ کې د شرموونکي شاتګ پر مهال، د افغان مجاهدینو له خوا له منځه یووړل شول. له زرګونو سرتېرو څخه یوازې یو کس ژوندی پاتې شو، څو د دې سترې غمیزې کیسه تاریخ ته ورسوي. له افغانستان څخه د بریتانیا وېره د راتلونکو پوځي کارزارونو په تېرېدو هم کمه نه شوه؛ د افغان ـ انګلیس دویمې او درېیمې جګړې یو ځل بیا د دې امپراتورۍ هیبت او برم ولړزاوه.
شوروي اتحاد؛ د هندوکش په نهخلاصېدونکي دام کې د سره پوځ برخلیک
یوه پېړۍ وروسته د ختيځ «سرې بلا» وار راورسېد. په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال، چې له ۱۹۷۹ میلادي کال سره سمون لري، د شوروي سره پوځ د کابل د کمونیستي حکومت د ملاتړ او د مسلمانو مجاهدینو له خوا د هغه د نسکورېدو د مخنیوي په موخه پر افغانستان یرغل وکړ، شوروي اتحاد پر خپل هوايي ځواک او زغرهوالو وسایطو د برترۍ په تکیه ګومان کاوه چې په څو اوونیو کې به دا هېواد تر خپل واک لاندې راولي.
خو هغوی هم، د بریتانویانو په څېر، له تاریخ څخه لازم او تریخ درس نه و اخیستی. افغان مجاهدینو، د خپل ایمان او د هېواد له سختې او پېچلې جغرافیې سره د بشپړې بلدتیا پر مټ، د دغه زبرځواک پر وړاندې سخته چریکي جګړه پیل کړه. هغوی له هوښیارانه پوځي تاکتیکونو څخه په ګټې اخیستنې سره د شوروي اکمالاتي کاروانونه په نښه کول او په تنګو درو کې یې د دښمن د ټانکونو او زغرهوالو وسایطو لپاره مرګوني کمینونه نیول. مجاهدینو د الله تعالی جلجلاله په مرسته او له خپلو شته وسلو څخه په ګټې اخیستنې سره، شوروي هوايي ځواک برلاسي هم جدي ننګونې سره مخ کړه.
هغه جګړه چې شوروي اتحاد یې «لنډمهاله ماموریت» باله، د شوروي لپاره په “ویتنام” بدله شوه؛ داسې نهخلاصېدونکی دام چې د دغه کمونیستي زبرځواک لسګونه زره سرتېري او میلیاردونه روبله یې وخوړل. په پای کې، په ۱۹۸۹ میلادي کال کې د سره پوځ له شرموونکي وتلو سره، دا جګړه د شوروي اتحاد د کمزورتیا او ورپسې د هغه د ړنګېدو له مهمو عواملو څخه وګرځېده. له افغانستان څخه د شوروي وېره یوازې د جګړې په ډګر کې نه وه؛ بلکې د کرملین تر تالارونو پورې یې ریښې غځولې وې.
د معاصرو صلیبیانو ناکامول
د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر له یوولسمې پېښې وروسته، امریکا او لوېدیځو متحدینو یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د اسلامي امارت د نسکورولو په پلمه، په افغانستان کې د معاصرې صلیبي جګړې نوی فصل پرانیست. د پراخو هوايي بریدونو او ځمکنیو ځواکونو په مټ یې کابل ونیو او اسلامي امارت یې له واکه لرې کړ. هغوی ګومان کاوه چې د میلیاردونو ډالرو په لګولو او د پرمختللو پوځي تجهیزاتو په کارولو سره به نه یوازې امنیت ټینګ کړي، بلکې په دې دودیزه او اسلامي خاوره کې به یو ډموکراتیک او لوېدیځپلوه نظام هم ریښې وغځوي.
خو هغه دښمن چې امریکايي ځواکونه ورسره مخامخ شول، یو منظم کلاسیک پوځ نه و؛ بلکې یوه ژوندۍ مفکوره او مقاومت و. اسلامي امارت یو ځل بیا خپلې له پخوا پېژندل شوې چریکي جګړې ته مخه کړه. د دوو لسیزو په اوږدو کې، هر څومره چې امریکا او ناټو د جګړې په ډګر کې وړاندې تلل، هماغومره د جګړې لمن پراخېدله. د بهرنیو پوځيانو د تلفاتو شمېر له ۳۵۰۰ تنو واوښت او د دې جګړې مالي لګښتونو د امریکا له خزانې څخه په سلګونو میلیاردونه ډالر ووتل.
تر ټولو زیات بیا د افغانستان عام ولس د دې جګړې قرباني شو؛ هوايي بمبارۍ، شپني عملیات او د تاوتریخوالي زیاتېدو د خلکو ژوند لا پسې تریخ کړ. په پای کې، له دوو لسیزو وروسته، امریکا هم اړ شوه چې خپله ماتې ومني او د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه، له کابل څخه د خپل بېنظم او له ګډوډۍ سره مل وتلو په ترڅ کې، په دې خاوره کې د امپراتوریو د وحشت د یوه بل فصل پای هم راورسېدل.
د دغه شرموونکي وتلو په وړاندې د نړۍ غبرګون، یو ځل بیا افغانستان ته د «امپراتوریو د هدیرې» نوم تائید کړ.
افغانستان؛ د آزادۍ نهماتېدونکي خاوره
د افغانستان تاریخ د دې حقیقت روښانه شاهد دی چې دا خاوره، که څه هم له بېوزلۍ او ویجاړۍ سره مخ شوې، خو د دې ولس ایمان او د آزادۍ روح یې د نړۍ د اشغالګرو پر وړاندې تر ټولو پیاوړی ځواک پاتې شوی دی.
بریتانیا، شوروي اتحاد او امریکا؛ هر یوه د بېلابېلو استعماري، ایډیالوژیکو او برلاسۍ موخو له مخې دې خاورې ته قدم ایښی، خو ټول د افغانانو د جهاد او مقاومت پر وړاندې له سختو ماتو او ناکامیو سره مخ شوي دي.
هغه وحشت چې دغو امپراتوریو په افغانستان کې تجربه کړ، یوازې د مرګ او پوځي ماتې وېره نه وه؛ بلکې د دې حقیقت له درک څخه راولاړ شوی ډار و چې د یوه ملت ایمان او اراده دومره ژورې ریښې لري چې د نړۍ د تر ټولو پرمختللو او سختو جګړهیزو ماشینونو پر وړاندې هم سر نه ټیټوي.
افغانستان، له خپلو ټولو غمیزو او کړاوونو سره سره، لا هم د یوه ټینګ او نهماتېدونکي غره په څېر د تکبر د طوفانونو پر وړاندې ولاړ دی او نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې د توحید او ایمان تر بیرغ لاندې، د استکبار ځواک، که هر څومره سرکش او مغرور وي، په پای کې د کمزورۍ، زوال او ماتې پر لور روانېږي.







































