په اسلام کې دجهاد فلسفه

لومړۍ برخه

طاهر احرار

 

د اسلام د مبارک دين د احکامو له نظره جهاد فرض دی او دا د دين له اساساتو يو مهم اساس دی. تاسې د جهاد اهميت له دې معلومولاى شى چې په قرانکريم کې ځيني سورتونه مکمل د جهاد په متعلق ناﺯل شوي دي، لکه سورة انفال، سورة توبه او همداشان ځيني رکوع ګانې هم په مکمل ډول د جهاد په اړه دي او نور هم په مختلفو ځايونو کې الله تعالی د جهاد حکم فرمايلى دی.

د جهاد حکم له نورو فرضياتو سره کوم فرق نلري مثلا لمونځ، روژه، ﺯکات او حج د جهاد سره کوم فرق نلري، لکه څرنګه چې د لمونځ منکر کافر دی، همدا شان د جهاد هم…

اما جهاد کله فرض عين او کله بيا فرض کفايي بلل کيږي.

د قرانکريم ترڅنګ نبي کريم صلی الله علیه وسلم پخپلو احاديثو مبارکه وو کې هم د جهاد په اهميت تاکيد کړى دی. د احاديثو په کتابونو کې که سوچ او غور وشي، هيڅ کتاب داسې نشته پکې چې په هغه کې دې د کتاب الجهاد ﺫکر نه وي. د احادیثو په مشهورو کتابونو کې په سلګونو احاديث له نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه رانقل شوي دي.

فقهاوو د امت رحمهم الله هم پخپلو کتابونو کې د کتاب الجهاد او کتاب السير بابونه راوړي دي، د تاريخ علماوو هم خپل کتابونه په جهاد مزين کړي دي.

پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدېنه منوره کې اکثر وخت په جهاد کې تېر کړى. هغه مبارک په ۲۷ غزاگانو کې برخه اخېستې او ۵۵ نورو ته يې صحابه کرام ليږلي دي، يعنې پيغمبر صلی الله علیه وسلم د لسو کالو په جريان کې په ۸۲ جهادونو کې پخپله يا بالواسطه برخه اخېستې ده. هغه مبارک صلی الله علیه وسلم پخپله ﺯخمي شوى او ابي ابن خلف د هغه په لاس مردار شوى، د ژوند تر اخره نبي کریم صلی الله علیه وسلم د جهاد په سلسله کې مصروف وو. جهاد ته سنام الاسلام ويل شوي دي او د اسلام د نورو ټولو احکامو مدافع دی، د جهاد په ﺫرېعه ټول هغه خنډونه له منځه ځي، کوم چې د اسلام د مبارک دين د احکامو د تنفیذ په لار کې وي، همدا وجه ده چې کفار د جهاد هيڅ ﺯغم نلري او جهاد و مجاهدينو ته ترهګري و ترهګر وايي

 

نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version