پر اسلامي نړۍ د داعش بدې اغېزې

درېيمه برخه
طاهر احرار

عراق:
د اسلام په مُبارک دين کې خلکو ته بغير له جنګه د کفارو د وژلو امر نه دی شوى، بلکې مقصود او مطلوب غلبه د اسلام او مسلمانانو ده.
تاسې وګورئ، پخپله د پيغمبر صلی الله علیه وسلم او خلفاء راشدينو په ﺯمانه کې د مسلمانانو په ګاونډ کې په ﺯرګونو غير مسلم اوسېدل، خو چېرته هم مسلمانانو د هغوى قتل عام نه دی کړى، بلکې هغوى ته يې مکمل تحفظ ورکړى.
کله چې د عراق په ﺯياته برخه کې داعش واکمن شو، د سنجار غرونه د داسې پېښو شاهدان شول؛ چې تر ډېر وخته پورې به مسلمانانو ته پېغور پاتې شي. ځکه نړيوال تر اوسه په دې فکر دي، چې ګواکې داعش يو مسلمان تنظيم دی!
د عراق په سنجار کې ايزدي شيعه ګان اوسيږي، دا چې د داعش له حاکميت وروسته هلته څه تېر شول دا به د العربيه د چېنل په يو لنډ راپور کې وګورو.
عمار حسين چې يو داعشى بندي دی داسې وايي:
يواﺯې ما په سنجار کې تر پنځو سوو کسان وژلي، هره ورځ به مو له ديرشو تر څلويشتو کسان نيول بيا به مو د سنجار قلعه ترشا پر ﺯمکې راغورځول او وژل مو. هغه ﺯياتوي چې يواﺯې ما په دوه سوه ښځو جنسي تيرى کړی او دا ﺯما لپاره عادي وو، ځکه ﺯه ځوان وم، واده مې نه درلود. په داعش کې د فتوا خاوندانو راته ويلي وو؛ چې د هغوى وژل افضل جهاد دی او د دوى ښځې وينځي دي، ته ځوان يې څومره دې چې په وس کې وي، جنسي تيرى پرې کولاى شې.
دا قصه به همدلته پرېږدم.
داعش اسلامي نړۍ ته داسې نخرې او بدنامۍ پریښې دي، چې په تاريخ کې به ﺯموږ په تندي تور داغ پاتې شي او خلکو ته به اسلام یو بد دین ور معرفي شي. العیاذ بالله
غرب د همدې بدنامۍ لپاره داعش جوړ کړل او د همدې بدنامي لپاره يې د مسلمانانو تنظيم معرفي کړ او د خلافت پاک نوم يې شرمنده کړ.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version