بریال فاتح
داعشي خوارجو د ایجاد څخه تر اوسه پورې په کفارو او د هغوی په غلامو حکومتونو د کاڼې ګوزار هم ندی کړی.
د دوی ټولې کړنې د اسلام پر ضد دي، او د دوی هدف د علماوو په شهادت رسول دي.
کله مې چې د شهید شيخ صاحب رحیم الله حقاني تقبله الله تعالی په مدرسه د داعشي خوارجو وحشیانه برید ولید، کټ مټ مې د خوست ولايت هغه برید ذهن ته راغی چې د شپې ضربتي وحشیانو په یوه مدرسه چاپه ووهله او ټول طالب العلمان یې پکې په شهادت ورسول.
که مونږ لږ غور او کتنه وکړو، ننني داعشي خوارج کټ مټ د پروني وحشي ضربتي عسکرو وظیفه پر مخ وړي.
هغوی ټول داسې روزل شوي ؤ، چې د امریکا څخه د دفاع په موخه يې هرڅه قربانول، حتا خپله مور او خپل پلار يې هم نه پېژندل. خوارج هم هماغه ضربتي وحشیان دي، نه ګنهګار پېژني نه بې ګناه، نه ښځه پېژني نه سړی، نه لوی پېژني نه کوچنی؛ بس چې د دوی لار دې نه تعقیبوله د دوی په نظر د تا څخه لوی مرتد بل نشته.
د ځان څخه د دوی لاروی جوړ کړه، څه چې دې زړه غواړي هغه کوه، ممانعت نشته.
مونږ مسؤل یو چې د داعشي خوارجو اصلي څهره ټول مسلمه أمت ته بربنډه کړو، او دا ورته ثابته کړو چې د پروني ضربتیانو، او ننني خوارجو وظیفه یوه ده، یوازې نوم او بیرغ یې تغیر کړی؛ هغوی په ښکاره توګه د امریکا خدمت ته ځانونه وقف کړي ؤ، او خوارجو په مرموز ډول.
باید وویل شي چې داعش د دې عصر تر ټولو نجسه، او د اسلام دښمنه ډله ده؛ په همدې خاطر د ټولو مسلمانانو مسؤلیت دی چې دا پدیده په ګډو هڅو لمینځه یوسي.