نبیل او صالح د داعش د مدافع وکیلانو په حیث

ډاکټر پارسا

دا څو موده کیږي چې داعشیانو په افغانستان کې د بې ګناه انسانانو قتل عام ته زور ورکړی. په مسجدونو، زیارتونو او د تذکرو په مرکز کې له چاودنو ونیسه، بیا د ډاکټرانو او ماشومانو تر ذبح کولو پورې. که څه هم د افغانستان جنګ څلويښت کلنه سابقه لري خو داعش د قتل او خونریزۍ داسې وحشیانه طریقې او حملې پیل کړې چې پخوا یې کله هم بیلګې نه وې لیدلې شوې.

په داسې حال کې چې د افغانستان عام اولس او د نظر خاوندان داعشیان د وحشیانه قاتلانه حملو له امله په سختو ټکو غندي. د افغانستان د ملي امنیت دوه پخواني رئیسان رحمت الله نبیل او امر الله صالح بیا کوښښ پيل کړئ تر څو داعش ته د کړیو جنایاتو برائت ورکړي، د داعش سپیناوی وکړي او د دغې ډلې جنایات په طالبانو تاوان کړي.

امر الله صالح خپل د فیسبوک په صفحه باندې دا پوسټ سریښ کړی تر څو یې همیشه لوستوال ولولي(بیشتر و اکثر حملات شهری از نام داعش در شهر های افغانستان تقلبی است. هسته های خوابیده و احتیاطی طالبان و گروه حقانی که انتحاری را پرورش و نگهداری می نمایند در برابر پول زیاد این حملات را انجام داده و میگذارند داعش مسوولیت را بگیرد) د امر الله صالح په شان د ملي امنیت یو بل معزول مشر رحمت الله نبیل هم په دې وروستیو کې ویلي دي چې په کابل کې په هزاره ګانوبریدونه داعش نه دي کړي بلکې دغه کارونه طالبان کوي او داعش په اولسي خلکو حملې نه کوي.

په داسې حال کې چې حکومت او رعیت ټول چیغې وهي چې وروستني قتل عامونه او په اولسي خلکو حملې د داعش لخوا شوې دي. بله دا چې داعش هم د هرې حملې مسؤلیت اخیستی، په خپل رسمي سایټ اعماق باندې یې د هرې حملې د بریدګر انځور خپور کړی او د تلفاتو ارقام یې اعلان کړي دي. دغه راز د حملو په اړه موندل شوي شواهد هم ټول ثابتوي چې دغه ناترسه قتلونه داعش ډلې کړي دي. خو له دې سره سره چې بیا هم د ملي امنیت پخواني مشران داعش تبرئه کوي، سپیناوی یې کوي او هڅه کوي د داعش جنایات په طالبان تاوان کړي له دې څخه څرګنده ثابتیږي چې داعش او د ملي امنیت اداره له یو بل سره تنګاتنګ روابط او تودې اړیکي لري. او یارانه یې دومره سره ژوره ده چې حتی له یو بل نه دفاع کوي او سپیناوی یې کوي.

رحمت الله نبیل په داسې حال کې د داعش دفاع ته مټې را بډوهلې چې د طلوع د یوې خبریالې( انیسه شهید) په استناد څه موده وړاندې نبیل ویلي و چې د ملي امنیت د ریاست په وخت کې یې د داعش د مطرح کولو او لوی ښودلو لپاره استخباراتي او تبلیغاتي کار هم کړی دی. د رحمت الله نبیل یوه بل انډیوال د زابل د ملي امنیت پخوانی رئیس جنرال احمد الله نازک هم طلوع نیوز ته ویلي چې د ملي امنیت ریاست دوی ته ویلي و چې داعش زموږ په ګټه دی او باید د تقویې لپاره یې کار وشي.

له دې اعترافاتو او وروستیو څرګندونو څخه ښکاري چې د داعش د قتلونو او حملو مسؤلیت اصلا د حکومت په غاړه دی. ځکه حکومتي چارواکو دغې ډلې ته د فعالیت زمینه برابره کړې، هغوی اکمالوي او په مرموزه توګه یې حمایت کوي.

د افغانستان هغه ولسي خلک چې د داعش په حملو کې وژل کیږي یا د کورنۍ غړي له لاسه ورکوي، که اصلي داعشیانو ته یې لاس نه رسیږي نو باید چې تر نورو مخکې د رحمت الله نبیل، امر الله صالح او حنیف اتمر په شان هغه حکومتي چارواکي له ګریوانه ونیسي چې نه یوازې یې داعش ته د فعالیت زمینه برابره کړې، بلکې په ډاګه یې سپیناوی او دفاع هم کوي او د جنایاتو پړه یې په نورو اچوي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version