منځني ختیځ او اروپا کې د داعش د عملیاتو پلانوونکی وژل شوی

پرون دوشنبه (۲۶ رمضان) د سوریې د جرابلس ښار په سویده سیمه کې په منځني ختیځ او اروپا کې د داعشیانو د عملیاتو پلانوونکی له خپلو دوو نورو ملګرو سره یوځای وژل شوی دی.

دا خبر د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ خپور کړی او وايي دا عملیات د چورلکو په مټ ترسره شول.

سنټکام په خپله اعلامیه کې ویلي چې د داعش وژل شوی مسؤل عبد الهادي محمود الحاج علي نومېده او پلان یې درلود چې له سوریې بهر بهرني ډيپلوماټان او چارواکي وتښتوي او بیا یې د خپلو غوښتنو پوره کېدو لپاره د فشار د آلې په حیث وکاروي.

دا په روانه اپرېل میاشت کې د داعشیانو درېم لوړپوړی مسؤل دی چې وژل کیږي او یا هم ژوندی نیول کیږي. د اپرېل په څلورمه د ادلب په شمال کې د ایاد الجبوري (خالد الجبوري) په نوم په ترکیه او اروپا کې د داعشیانو د وسله والو مسؤل په یوه هوايي برید کې ووژل شو؛ د اپرېل په اتمه د سوریې په ختیځ کې امریکايي ځواکونو د حذیفه الیماني په نوم د داعش د عملیاتو یو تسهیلوونکی مسؤل ونیو او دا دی د اپرېل په ۱۷مه دې ډلې یو بل لوړپوړی مسؤل له لاسه ورکړ.

په سوریه کې د داعشیانو د مسؤلینو پرلپسې وژل کېدو د داعش مشران پر یو بل بدګومانه کړي او فکر کوي چې نور ملګري یې له خارجي استخباراتو سره لاس لري او معلومات ورکوي. د دې ترڅنګ، ځینې کارپوهان باور لري چې غربي استخباراتي ادارو د داعش منځ ته نفوذ کړی، د خپلو اهدافو لپاره یې کاروي او له کاره د لوېدو په صورت کې یې یو په بل پسې مشران له منځه وړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version