میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
چهارشنبه, مې 21, 2025
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟  

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

    په افغانستان د بندیزونو د څار کمېټه که د سیمې د هېوادونو د اغفال یوه وسیله؟

    په افغانستان د بندیزونو د څار کمېټه که د سیمې د هېوادونو د اغفال یوه وسیله؟

    له پاکستان سره د چین د اړیکو د درجې ښکته والی

    له پاکستان سره د چین د اړیکو د درجې ښکته والی

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    د سوریې حکومت درې داعشیان قتل او څلور نور ژوندي نیولي

    د سوریې حکومت درې داعشیان قتل او څلور نور ژوندي نیولي

    د صومالیا پنټلنډ کې داعشیان له خپلو مرکزونو مسلسل شاتګ کوي

    د صومالیا پنټلنډ کې داعشیان له خپلو مرکزونو مسلسل شاتګ کوي

    داعشیانو مستونګ کې پر هغه لاریونوالو برید کړی چې د خپلو حقوقو د دفاع لپاره راوتلي وو

    داعشیانو مستونګ کې پر هغه لاریونوالو برید کړی چې د خپلو حقوقو د دفاع لپاره راوتلي وو

    د داعشیانو د ولایتونو د ادارې مسؤل ووژل شو

    د داعشیانو د ولایتونو د ادارې مسؤل ووژل شو

    بورکینافاسو کې مجاهدینو څلور داعشیان وژلي

    بورکینافاسو کې مجاهدینو څلور داعشیان وژلي

    بغلان کې له خوارجو د شهید مجاهد انتقام واخیستل شو

    بغلان کې له خوارجو د شهید مجاهد انتقام واخیستل شو

    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    خوارج؛ د تکفير مدعیان خو د کبیره ګناه مرتکبین! نهمه برخه

    خوارج؛ د تکفير مدعیان خو د کبیره ګناه مرتکبین! نهمه برخه

    داعشي خوارج؛ د اسلام په وړاندې د لویدیځ نوې وسله! اتلسمه برخه

    داعشي خوارج؛ د اسلام په وړاندې د لویدیځ نوې وسله! اتلسمه برخه

    په اسلامي نظام کې د اقتصاد ارزښت!

    په اسلامي نظام کې د اقتصاد ارزښت!

    د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلّم غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه!   پنځلسمه برخه

    د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلّم غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! پنځلسمه برخه

    داعش؛ د اسلام په نوم د غرب جوړه شوې ډله! پنځمه برخه

    داعش؛ د اسلام په نوم د غرب جوړه شوې ډله! پنځمه برخه

    د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت!  اوویشتمه برخه

    د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! اوویشتمه برخه

    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    رد الخوارج: شیخ سردار ولي تقبله الله

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    د شهيد ډاکټر فیصل “مشال” (تقبله الله) ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د شهيد ډاکټر فیصل “مشال” (تقبله الله) ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د حافظ حمدالله “بدر” تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د حافظ حمدالله “بدر” تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د شهید نصیب الرحمن “انتظار” تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د شهید نصیب الرحمن “انتظار” تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د افغانستان له غرونو څخه د تاریخ تر زړه پورې! 

    د افغانستان له غرونو څخه د تاریخ تر زړه پورې! 

    درېیم عمر؛ د امت پر اسمان د برم او جلال ځلانده ستوری!

    درېیم عمر؛ د امت پر اسمان د برم او جلال ځلانده ستوری!

    په افغانستان کې د کورنۍ جګړې ختمونکی رهبر!

    په افغانستان کې د کورنۍ جګړې ختمونکی رهبر!

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • دري
    • اردو
    • عربي
    • EN
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

له اسامه بن لادن سره زما لومړنی ملاقات

Share on FacebookShare on Twitter

عبدالرحیم (ثاقب)

د ۱۹۹۶ م کال د می په میاشت کې اسامه بن لادن د القاعده تنظیم له ۱۵ مهمو غړیو سره یوځای د سوډان له پلازمینې الخرطوم څخه د سوډاني ولسمشر جنرال عمر البشير په ځانګړې الوتکه کې د هغه له ځانګړې استازې سره یو ځای افغانستان /ننګرهار ولایت ته راغی .

ورته مقالې

د سوریې حکومت درې داعشیان قتل او څلور نور ژوندي نیولي

د صومالیا پنټلنډ کې داعشیان له خپلو مرکزونو مسلسل شاتګ کوي

داعشیانو مستونګ کې پر هغه لاریونوالو برید کړی چې د خپلو حقوقو د دفاع لپاره راوتلي وو

د جهادي ډلو د چارو شنونکی او د شیخ اسامه بن لادن نیږدي ملګری ابو الولید المصري (مصطفی حامد) ( ۱) چې په یاده الوتکه کې له اسامه بن لادن سره یوځای و د دې سفر په اړه داسې وايي:

((افغانستان ته د اسامه بن لادن راتګ د امریکا د متحده ایالاتو او سوډاني حکومت د قبلي تفاهم او موافقې له مخې ترسره شو، او دغه خبره د سوډان د استخباراتو د وخت رئیس قطبي المهدي مونږ ته په واضحو تورو کې وكړه چې افغانستان ته د اسامه بن لادن انتقال د امریکا د دولت، سوډاني حکومت او خپله اسامه بن لادن په ګټه یوه پریکړه ده.))

افغانستان ته د اسامه بن لادن تر راتګ وروسته په سوډان کې د القاعده تنظیم د میشتو غړیو کورنۍ چې مجموعي شمیر یې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۰۰ تنو ته رسیدو ټول د دوو سوډانیو الوتکو په وسیله افغانستان ته انتقال او د خالص بابا په فامیلیو د شهید انجنیر محمود په اړوندې یوې ودانۍ کې ځای پرځای شول.

شیخ اسامه بن لادن په داسې مهال کې افغانستان ته راغی چې طالبان د ننګرهار ولایت پولوته رانیږدي شوي وو.

په ننګرهارکې د اسامه بن لادن له ځای پرځای کیدو څه وخت وروسته طالبانو ننګرهار ولایت ترخپلې ولکې لاندې راوست.

دا یو عجیب تصادف و ، اسامه بن لادن چې له سوډان څخه د امریکې د فشار له امله ننګرهار ته راغی ، دلته یې له راتګ سره سمدستي د میشتیدنې ځای طالبانو ونیو.

په پیل کې اسامه بن لادن د طالبانو له غورځنګ سره هیڅ راز تعارف نه درلود او د هغوی په اړه یې یواځې هغه تبلیغات اوریدلي وو کوم چې د طالبانو د مخالفینولخوا د هغوی پرخلاف تبلیغ کیدل.

ځکه نو په پیل کې له نوموړي سره دا اندیښنه وه چې هسي نه طالبان له امریکایانو سره د ده په نیولو کې مرسته وکړي ، خو د طالبانو لخوا د جلال اباد تر نیولو وروسته خالص بابا نوموړي ته د دې ډاډ ورکړ چې طالبان ده ته خطر نه دي.

په ننګرهارکې د اسامه بن لادن د میشتیدني ځای د مرحوم مولوي خالص بابا فامیلي وي چې وروسته د طالبانو د مخالفینو ( مشرقي شورا ) د وسله والو لخوا د نوموړي پرهستوګنځي د برید هڅه وشوه، خو طالبان هغه شنډه کړه.

د ننګرهار ته د طالبانو د رارسیدو په مهال شیخ اسامه بن لادن د تورې بورې غره ته چیرته چې یې د پخواني جهاد په وخت کې مرکزونه لرل ولاړ.

څه موده وروسته بیرته خپل استوګنځي ته راغی او په نجم الجهاد کلي ( خالص بابا فامیلیو) کې یې هستوګنه غوره کړه.

هلته د شهید انجنیر محمود په اړوند ملکیت کې د خپلو ورسره عرب ملګریو چې په هغو کې د ده د مرستیال ابوحفص المصري (کبیر) (۲) ، مصطفی ابو الیزید (۳) او خالد حبیب المصري (۴) کورنې شاملې وي .

لومړی ملاقات.

په ننګرهار کې د شیخ اسامه د میشتدنې پرمهال نوموړی د خالص بابا رحمه الله په توسط له طالب چارواکو سره راشه درشه پیل کړه.

په ۱۹۹۶ کې د طلبانو لخوا د ننګرهار تر نیولو وروسته د طالبانو د سر پرستې شورا مشر مرحوم ملا محمد ربانی چې د پخواني جهاد په وخت کې د هیواد په جنوب غربي حوزه کې د خالص بابا له مشهورو جهادي قومندانانو څخه و، د ننګرهار ولایت مسؤل وټاکل شو.

له شیخ اسامه سره د طالبانو د لومړي نمبر مهم مسؤل ملا محمد رباني لومړنی ملاقات هم د خالص بابا په وسیله ترتیب اوتر سره شو.

تر هغه وروسته شیخ اسامه په ډاډه زړه د طالبانو تر ولکې لاندې خالص بابا په حمایه کې خپل ژوند پیل کړ.

شیخ اسامه چې دا مهال تازه له سوډانه افغانستان ته راغلی و دلته يي هیڅ فعالیت هم نه لیدل کیده، فقط په هماغه محدود ځای کې له خپلو محدود شمیر ملګرو سره اوسیده.

په عین وخت کې یو شمیر نور عرب مجاهدین چې تر طالبانو وړاندې په متفرق ډول په افغانستان کې د تنظیمي چارواکو تر حمایت لاندې اوسیدل د هغوی ډیری شمیر هم په ننګرهار کې وو او ټولو په جلاجلا ډول د ننګرهار له نویو چارواکو ( طالبانو) سره خپلې اړیکې ټینګې کړې وي.

د دغو عرب مجاهدینو په منځ کې تر ټولو مشهور شخص ابوخباب المصري،(۵) ابن الشیخ اللیبی (۶) او ابو علي التونسي (۷) و چې دریواړو د ننګرهار په درونټه سیمه کې د پوځي روزنې خاص مرکزونه لرل.

ننګرهار ته د طالبانو له رارسیدو سره ابو خباب المصري د حزب اسلامي له سله والو سره لومړی کابل او د کابل تر نیولو وروسته له هغوی سره یوځای بغلان ته ولاړی.

بغلان ته د تګ په مهال همدغو وسله والو پیسي او د کور زیورات او قیمتي اجناس ټول تري لوټلي او دی یې له خپلو دریو وړو ماشومانو او فامیل سره همداسې خالي لاس د لارې په سر پري ایښی و.

نوموړي څو سختې شپې ورځې په بغلان کې د بشیر بغلاني په کور کې تیرې کړې وروسته چې کله ډاډه شو چې طالبان ور سره کوم مشکل نه لري بیرته ننګرهار ته راغی او د خپل مرکز په څنګ کې میشت شو.

دا چې په ننګرهار کې زمونږ د کار ساحه د درونټې سیمه وه ، نو همدا دری واړه ابوخباب المصري ، ابن الشیخ او ابوعلي تونسي به مو د کارمحل ته ډیر راتلل.

یوه ورځ چې غالبا د پنجشنبي ورځ وه ابو خباب المصري له ابوحفص المصري سره یوځای زمونږ د کار محل ته راغلل او له هغه سره مو د شیخ اسامه د لیدو لپاره موعد وټاکو.

دا دقیقا د طالبانو لخوا د کابل تر نیول کیدو یوه میاشت وروسته وه.

دا مهال طالبانو په افغانستان کې د اسامه موجودیت منلی او د هغه موجودیت یې د خپلې واکمني نه بلکې د پخوانيو تنظیمي چارواکو د وخت یو محصول ګڼلی و چې په ننګرهار او کابل باندې د دوي تر ولکې وړاندې په افغانستان کې میشت و.

د اسامه لپاره د طالبانو نوی اعلان د هغې ورځې تر ټولو جالب او زیری ورکوونکی خبرو.

زه د خپلو دووتنو نورو ملګرو په ملتیا د جمعې تر لمانځه وړا ندې د شیخ اسامه بن لادن هستوګنځي ته ورغلو.
د هغې ورځې د جمعې د لمانځه خطبه او امامت د خالد حبیب المصري په امامت تر سره شول، چې شیخ اسامه يي ښي اړخ ته په لومړني صف کې ولاړ و.

تر لمانځه ورسته مونږ د شیخ اسامه د ملاقاتونو خونې ته رهبري شوو .

هغه یوه عادي خونه وه چې په همدې ورځ ورکې د غرمي د ډوډۍ تیاری هم هلته نیول شوی و.

شیخ اسامه او د هغه مرستیال ابوحفص المصري دواړه یوځای خونې ته رادننه او له مونږ سره تر روغبړ سمدستي وروسته د ډوډۍ خوړلو پروګرام شروع شو.

ډوډۍ هم ډیره عادي او له هر ډول تشریفاتو خالي ، خو د غوښو او وریجو ورکې ښه پریماني وه.

تر ډوډۍ خوړلو وروسته شیخ اسامه خپلې خبرې پیل کړي او په سوډان کې د اوسیدو او بیا پرسوډاني چارواکو باندې د امریکايي فشارونو ټول جریانات یې ښه په تفصیل سره بیان کړل.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:

(( سوډاني چارواکو ماته وویل چې ستا له وجې پرمونږ د امریکایانو دومره فشار دی چې زمونږ هیواد او حکومت یې د زغملو هیڅ توان نه لري.

نو مناسبه داده چې ته کوم بل هیواد د ځان د اوسیدلو لپاره خوښ کړي او مونږ به هغه هیواد ته ستا په رسولو کې درسره پوره همکار یو.

شیخ اسامه وویل چې ما سوډاني چارواکو ته وویل چې د الله ځمکه پراخه او حتما به ما ته د خپلې ځمکې پر سر د ژوند تیرولو یو هوسا او آرام ځای رانصیب کړي ، زه په خپله ځم او ستاسي همکاري ته کوم ضرورت نه لرم.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې دا هم وویل:

که په سوډان کې جنرال عمر البشیر د امریکايي فشارونو له وجې زما له ملاتړه لاس په سر شو الله تعالی ملابورجان ته دا وس ورکړ چې په سوله ییز ډول د ننګرهار په فتح کولو سره یې مونږ ټولو مهاجرینو ته په ننګرهار کې د ښه آرام او هوسا ژوند ټول امکانات برابر کړل))

وروسته شیخ اسامه له ما څخه د طالبانو د هغه اعلان په اړه معلومات وغوښوتل چې طالبانو د نوموړي په حمایت کې تازه کړی و.

ما هم د طالبانو د حمایتي اعلان په اړه نوموړي ته تفصیلات ورکړل چې نوموړی ډیر زیات ورباندې خوشاله او خپل مرستیال ابوحفص المصري او نورو ملګرو ته یې په دې اړه د ( ومن یتوکل علی الله فهو حسبه) او ( ومن یهاجر في سبیل الله یجد فی الأرض مراغما کثیرة وسعة) لنډ تفسیر وکړ.

هغه ورځ مو له شیخ اسامه سره ملاقات تر مازدیګر پوري وغځیده او په افغانستان کې د پخواني جهاد، د افغانانو بي شمیره قربانیو او د تنظیمي رهبرانو د بي اتفاقي په نتیجه کې د جهادي ثمراتو په تلف کیدو ډیرې اوږدې خبرې وکړې.

د مازدیګر تر لمانځه وړاندې مو لومړی ملاقات پایته ورسیدو او په راتلونکي جمعې کې مو د بل ملاقات په هیله یوله بل سره مخه ښه وکړه.

په دې ملاقات کې لما سره زما موټرچلوونکی طالب انډیوال هم ملګری و ، نوموړی د ډودۍ خوړلو په مهال له شیخ اسامه سره په یوه لوښې شریک و چې ده به بیا هرځای دا خبره په ډیر ویاړ کوله .

نوموړی د ننګرهار ولایت اوسیدونکی ډیر امانت کار او د ښو لوړو اخلاقو څښتن و.

پر افغانستان تر امریکايي یرغل وروسته یې د ننګرهار په یوه ګاونډي ولایت کې خپل عادي روزګار پیل کړ ، خو امریکايي استخباراتي چارواکو د محلي استخباراتي چارواکو په وسیله یوځل هغه هم په دې تور نیولی و چې تا له اسامه بن لادن سره څرنګه په یوه لوښې ډوډۍ خوړلې ده ؟

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په پورتنۍ لیکنه کې د ځینو اشخاصو پیژندنه

(۱) ابوالولید المصري په غربي رسنیو کې ورته د القاعده مناظر هم ویل کیږي په ۱۹۷۹ کې افغانستان ته راغلی او د جهاد له مشهور جهادي قومندان مولوي جلال الدین (حقاني) سره د خوست او ګردیز تر فتح پوري پاتي شوی.

نوموړی ډیر مشهور لیکوال او څیړونکی او د اسامه بن لادن له ډیرو نیږدي مشاورینو او مقربینو څخه ګڼل کیږي.

نوموړي د افغانستان د جهاد په اړه لس ګونه کتابونه لیکلي او اوس هم په عرب لیکوالانو کې تر ټولو تکړه او ښه لیکوال ګڼل کیږي.

(۲)- ابوحفص المصري (محمد عاطف) د افغانستان په پخواني جهاد کې د اسامه نیږدي همکار او د القاعده تر تأسیس وروسته په تشکیلاتی برخه کې د اسامه مرستیال او د امریکايي استخباراتو لخوا د ده پر سر هم ۵ میلیون ډالري جائزه تعین شوې وه .

نوموړی د ۲۰۰۱ کال نومبر په ۱۶ د کندهار په چل زینو سیمه کې د امریکايي الوتکو په بمبارکې ووژل شو.

(۳)- مصطفی ابو الیزید (شیخ سعید المصري) د افغانستان د پخواني جهاد یو مشهور مجاهد ، د القاعده تنظیم مالي مسؤل او پر افغانستان تر امریکايي یرغل وروسته په افغانستان کې د القاعده عمومي مسؤل چې د۲۰۱۰م د می د میاشتې په ۳۱ نیټه د ډیورنډ کرښې پورې غاړې قبایلې سیمې کې د امریکايي ډرون په برید کې له خپل فامیل سره یوځای ووژل شو.

(۴)- خالد حبیب ( محمد المصري) د افغانستان د پخواني جهاد مجاهد او پر افغانستان تر امریکايي برید وروسته په افغانستان کې د القاعده تنظیم پوځي مسؤل و .

نوموړی د ۲۰۰۸ کال د نومبر په لومړۍ نیټه د ډیورنډ کرښې پورې غاړي وزیرستان په قبائلي سیمه کې د امریکايي ډرون په وسیله ووژل شو.

(۵)- ابو خباب المصري د القاعده تنظیم د کیمایی او تفجیری توکو متخصص او د مشهور عربی مجاهدین لکه خطاب ، شامل باسایف، ابو مصعب الزرقاوي او نور ډیر مهم کسان د ده لخوا روزل شوی.

د نوموي پر سر هم لکه د نورو القاعده چارواکو په څیر ۵ ملیونه امریکايي ډالر جائزه ټاکل شوې خو نوموړی د ۲۰۰۹ کال د فروري د میاشتې په ۲ نیټه په جنوبي وزیرستان کې د امریکايي برید په نتیجه کې ووژل شو.

(۶)- ابن الشیخ اللیبی د القاعده تنظیم د معسکراتو ( غونډونو) عمومي مسؤل او د افغانستان د پخوانی جهاد یو تکړه مجاهد و ، نوموړی د ۲۰۰۱ م کال په نومبر کې له تورې بوړې څخه د ډیورنډ کرښې پوري غاړې ته تر اوښتو وروسته د پاکستاني ځواکونو لخوا ګرفتار او امریکایانو ته وسپارل شو.

ابن الشیخ اللیبي د امریکا، مصر، او لیبیا په زندانونو کې تر اتو کلونو کړونو او شکنجو وروسته د ۲۰۰۹ کال د می د میاشتې په ۱۹ نیټه د لیبیايي استخباراتو د سختو شکنجو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

(۷) ابو علي التونسي د افغانستان په پخواني جهاد کې د شهید عبدالله عزام لخوا د کابل د شمالي سیمو پوځي مسؤل ټاکل شوی او ټول وخت یې په شکردره ولسوالۍ کې له انور ډنګر قومندان سره تیر کړی و.

نوموړی پر افغانستان تر امریکايي یرغل وروسته له القاعده تنظیم سره یوځای شو او په ۲۰۰۹ کال کې د ډیورنډ کرښې پورې غاړه د باجوړ په قبایلي سیمه کې د امریکايي برید په وسیله له منځه یووړل شو.

ټګ: #اسامه#داعش #مهم #افغانستان #نړۍ#وحشت
شریکټویټ
مخکینی پوسټ

داعش ـ خوارج ـ  ډله څه وخت او څه ډول رامنځته شوه؟

راتلونکی پوسټ

طالبانو په ننګرهار کې د داعش ډله په بشپړه توګه لمنځه یووړل

ورته مقالې

خبرونه

د سوریې په ختیځ کې دوه لوړپوړي خوارج ووژل شول.

دسمبر 11, 2022
د هیواد په شمال کې د فتنګرو پر ضد بریمن عملیات
افغانستان

د هیواد په شمال کې د فتنګرو پر ضد بریمن عملیات

فبروري 5, 2025
د مسکو یوه داعشي بریدګر د جنسي ځورونې په جرم شپږ کاله بند تېر کړی   
خبرونه

د مسکو یوه داعشي بریدګر د جنسي ځورونې په جرم شپږ کاله بند تېر کړی  

مارچ 30, 2024
افغانستان

الحق المبین کتاب له چاپه راووت

جون 4, 2023
خبرونه

سوریه کې داعشیانو سلګونه پسونه غلا کړي او پر یوه ملېشه پلورلي دي

سپتمبر 23, 2024
د آی ایس آی یو پلاوی له شر وفساد سره د همغږۍ زیاتولو لپاره ترکیې ته ځي
خبرونه

د آی ایس آی یو پلاوی له شر وفساد سره د همغږۍ زیاتولو لپاره ترکیې ته ځي

جنوري 30, 2025
راتلونکی پوسټ

طالبانو په ننګرهار کې د داعش ډله په بشپړه توګه لمنځه یووړل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

مارچ 25, 2024
د بامیانو په مرکز کې په بهرنیو سیلانیانو د بريد په اړه تازه جزئيات:

د بامیانو په مرکز کې په بهرنیو سیلانیانو د بريد په اړه تازه جزئيات:

مې 18, 2024
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
د تورتم فتنه!

د تورتم فتنه!

مې 21, 2025
خوارج؛ د تکفير مدعیان خو د کبیره ګناه مرتکبین! نهمه برخه

خوارج؛ د تکفير مدعیان خو د کبیره ګناه مرتکبین! نهمه برخه

مې 21, 2025
داعشي خوارج؛ د اسلام په وړاندې د لویدیځ نوې وسله! اتلسمه برخه

داعشي خوارج؛ د اسلام په وړاندې د لویدیځ نوې وسله! اتلسمه برخه

مې 21, 2025
په اسلامي نظام کې د اقتصاد ارزښت!

په اسلامي نظام کې د اقتصاد ارزښت!

مې 20, 2025

Popular Stories

  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د بامیانو په مرکز کې په بهرنیو سیلانیانو د بريد په اړه تازه جزئيات:

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پاکستان کې د داعشیانو لخوا په نښه کېدونکو کسانو لیستونه ترلاسه شوي!

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • دري
    • اردو
    • عربي
    • EN
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Go to mobile version