عراق له ۶۰ هیوادونو غوښتي چې د خپلو داعشي اتباعو بندي کورنۍ انتقال کړي

الهول کمپ

د عراق حکومت پر هغو ټولو هیوادونو چې د داعشي اتباعو کورنۍ یې د عراق او سوریې په کمپونو کې بندیانې دي غوښتي چې خپل اتباع خپلو خاورو ته یوسي.

د عراق د ملي امنیت سلاکار قاسم العراج ویلي چې تر دې دمه یوازې ۲۴ هیوادونو د سوریې له الهول کمپه د خپلو اتباعو وړل پیل کړي دي.

دوې اوونۍ وړاندې تاجکستان خپل ۵۰ اتباع له سوریې خپلې خاورې ته یووړل. درې ورځې مخکې امریکا هم ویلي و چې ۱۱ امریکايي اتباع او ۶ کاناډايي ماشومان یې له سوریې وړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د سوریې په روژ او الهول کمپونو کې نږدې ۵۰ زره هغه ماشومان او ښځې د بندیانو په حیث ساتل کیږي چې داعشي خوارجو تر شکست وروسته پرېښودل او د کردانو او نورو ډلو په لاس بندیان شول. په دې زندانونو کې د بد وضعیت له امله پخپله یو شمېر داعشیان هم د شرم احساس کوي او په وار وار یې له خپلو مشرانو – چې دوی یې په بېغوري تورنوي – غوښتي چې د خلاصون لپاره یې اقدام وکړي.

 

ابو جلال
Exit mobile version