د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه په یوه تازه نشر شوي راپور کې ویل شوي، دریمه برخه عراقیان په دې نظر دي چې امریکایان د عراق او سوریې په جګړه کې د داعش (اسلامي دولت ډله) ملاتړ کوي. او تر نیمی زیات سني او شیعه عراقیان په دې اند دي چې امریکا باید د داعش په خلاف جګړه کې برخوال نه وي.
په عراق کې د امریکايي سفارت او وزارت خارجه په مټ تر سره شوې وروستۍ څیړنه ښيي چې ۴۰ سلنه عراقیان وايي امریکا کله هم د عراق ارامي او سوکالي نه غواړي، بلکي دوی غواړي چې د عراق طبیعي زیرمي په خپل ولکه کې ولري.
په همدې سروې کي تر دریمي برخي زیاتو عراقیانو ویلي چې په عمومي ډول امریکا د تروریستي ډلو ملاتړ کوي او په خاصه توګه د داعش تر شا ولاړ دي.
د امریکا سفارت په عراق کې هڅه کوي تر څو په دغه هیواد کې خپل د هیواد په اړه مثبت تبلیغات وکړي او په همدې موخه د عراقیانو د نظر معلومولو په خاطر څیړني او نظر پوښتني کوي، خو د کال ۲۰۰۳ جګړې او بیا په عراق کې د امریکايي ځواکونو ظلمونه او د واک ویش عراقیان د امریکا څخه بدګمانه کړي دي.
په عراق کې دا خبره د جنګیالیو او عامو خلکو تر منځ په ښکاره کیږي چې امریکايي الوتکي د داعش په سیمو کې وسلې او د خوراکي توکو تر څنګ د اوبو بوتلان غورځوي.
دوی وايي چې هر ځای د داعش جنګیالي محاصره سي، هلته یې امریکايي ځواکونه په وسلو، خوراک او اوبو ساتي.
د پخوانیو راپورونو او څیړنو پر اساس عراقیانو په خپل څرګندونو کې ویلي چې امریکا د داعش ملاتړ ځکه کوي تر څو ددوی په پلمه په منځني ختیځ کې خپل طرحه شوی لوی پلان عملي کړي، پر عراق کنټرول ولري او ددې هیواد طبیعي زیرمي په خپل ولکه کې ولري.
ددې تر مخه ځینو خبري سرچینو د جرمني د هوايي ځواک په حواله خبر ورکړی وو چې په عراق کې د تیلو لويي لويي قافلې د داعش د ملاتړو او همداسي ددوی د تیلو د کاروبار ګرځي راګرځي، امریکايي الوتکي دغه قافلې په یوه او بله پلمه نه په نښه کوي بلکي ساتنه یې کوي.
بل لوري ته کردان د داعش په خلاف د امریکايي ځواکونو جګړه مثمره بولي او یوازي ۶ سلنه کردان په دې نظر دي چې امریکايي ځواکونه باید د داعش په خلاف جګړه کې برخوال نه وي.