سفیر لېږل او سفیر منل

صلاح الدین (ثاني)سفیر یوه عربي کلمه ده، د فعیل په وزن یا تول کې د استازي یا بیانوونکي په معنا ده او سفارت معنا د سفیر یا استازي د اوسېدو ځای او مکان ته ویل کیږي.د امریکا د بُزدلانه اشغال څخه وروسته الله تعالی په خپل نصرت سره د افغانستان غیور ملت ته فتحه او کامیابي ور په برخه کړه.د اسلامي نظام په راتګ سره ځینو ګاونډیو هېوادونو د تجارت، سفارت، او همداسې د روابطو د ټینګوالي هڅې او کوښښونه کړي، چې په مقابل کې یې اسلامي امارت د شریعت په چوکاټ کې د تجارت، سفارت او سياسي روابط ټینګ کړي.خو د وخت فتنګرو داعشیانو (خوارجو) او ځینو اسلام ضد مستشریقینو په اسلامي امارت اعتراضونه کړي او د حربي کفارو سره په دوستي یې تورن کړي، خو دا یواځې د اسلامي امارت شخصي فکر او نظر نه دی؛ بلکې د حضرت محمد (صلی الله علیه و سلم) امر او تګلاره ده، چې نن ورځ یې اُمت هم څاري.د سفیر او سفارت مشروعیت له نبوي سیرت څخه:رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته د قریشو له لوري ابو رافع (رضی الله عنه) د قاصد او استازي په ډول راولېږل شو، هغه وویل:والله اني لا أرجع الیهم خو: رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته وفرمایل: اني لا أخیس بالعهد ولا أحبس البرد (ابوداؤد ج٤ ص٦٢_٦٤ شرح معاني الاثارج٣ ص٣١٨۔الحاکم ج٣ ص٥٩٨ ابن حبان ص ٣٩٣ )او همداسې محمد (صلی الله علیه وسلم) کافرانو ته خپل استازي لېږلي، چې له جملې څخه یې نجاشي ته سفیر لېږلی وو. هغه هم داسې یو سفیر چې مسلمان شوی لا نه وو. (سیرة ابن هشام ج٢ ص ٦٠٦ طبقات ابن سعد ج١ ص ٢٥٨، زادالمعاد ج٣ ص٦٨٨ الجهاد والقتال في السیاسة الشرعیة ج١ ص٥٢٨) امام ابن تیمیة (رح) او امام ابن القیم (رح) د سفیر او سفارت په اړه داسې وایي: کانت السفارة منذ عهد النبی ص تقوم لمدة موقتة لا نجاز غرض من الأغراض التي تتصل أساساً بالدعوةِ الاسلامیة وتکالیفها وتحقیق مصلحةٍ تندرج تحت هذه الوظیفةِ ولیس لذالک حدٌ فيالشرع (الحسبة في الاسلام ص ١٦۔١٥ الطرق الحکمیة في السیاسة شرعیة ص ٢٥٨).رسول الله (ص) مصعب بن عُمېر الهاشمي القریشي مدینې منورې ته ولېږلو، چې دا وخت د مدینې خلکو لا ایمان نه وو راوړی ترڅو دوی ته د دین دعوت ورکړي.عمرو بن امیة الضمري یې د حبشې بادشاه نجاشي ته ولېږو، دحیة بن خلیفة الکلبي یې قیصر ته، عبدالله بن خذافة السهمي يې کسری ته، حاطب بن ابي بلتعة یې د سکندريي بادشاه مقوقس ته، شجاع بن وهب الاسدي یې حارث غاساني ته، سلیط بن عمرو العامري یې د یمامې بادشاه هوذة بن علي الحنفي ته، جریر بن عبدالله البجلي یې ذي الکلاع الیمني ته ولېږل.(الطبقات الکبری ج١ ص٢٥٨ السیرة النبویة ج٢ ص٦٠٦ذادالمعاد ج٣ ص٦٨٨ السیرة النبویة لابي الحسن الندوي ٢٤٤ ۔امتاع الاسماع ج١ ص٣٠٧ ۔٣٠٩ عیون الاثر ج٢ ص٣٢٩ )دا د رسول الله (ص) سفیران او استازي ول، چې کفارو ته یې لېږلي ؤ.د اسلامي دولت سفیر په کُفري هېواد کې (٧) ډوله دندې سرته رسوي.(١): اسلام ته دعوت او رابلل، چې رسول الله (ص) هم دې مقصد لپاره سفیران لېږل.(٢): په اجنبي دولتونو کې د خپل هېواد تمثیلول. (سیر کبیر مع شرح سر خسي ج٢ ص٢٧١ ۔٢٧٥)(٣): د خپل هېواد پیغامونه رسول.( سیرکبیر ج٢ ص٥١٥ )(٤): د کافرانو سره تړونونه لاسلیکول.(ج٢ ص٤٧٥ )(٥): له کافرانو سره تړونونه له منځه وړل. (الترایب الاداریة للکتاني ج١ ص١٩٥۔١٩٦ سیر کبیر ج٢ ص٢٩ )(٦): له کافرانو سره بندیان تبادله کول یا فدیه ورکول.(السیرالکبیر ج٢ ص٤٧٦ ۔٤٧٨ سیرة بین هشام ج٢ ص ٦٥٠۔٦٥١ المغازي للقواعدي ج١ ص ١٣٩ )(٧): مشروع معلومات یو له بل سره تبادله کول.(سیرکبیر ج٢ ص٥١٥ ) دا د اسلامي دولت د سفیر وظیفه ده، خو نن ورځ یو څو تنه د وخت فتنګر داعش خوارج چې د امت د وینو بهولو ذمه داري یې په غاړه اخستې، د اسلامي امارت په اسلامي نظام تورونه پورې کوي.د تش په نوم جعلي خلافت هغه داړه ماران چې ځانونه مجاهدین بولي د خپل پیغمبر له لارې او تګلارې نا خبره دي، ځکه چې تاسې خوارجو خو ١٤٠٠ کاله پخوا د پیغمبر (ص) توهین او بیعزتي کړې ده.خو د لوی خدای په نصرت چې هېڅ کله به کامیاب نشئ او لرې نه ده چې ستاسې د هلاکېدو ورځې او شپې په خپلو سترګو ووینو.(وَمَا ذَلِک عَلی الله بعزیز)ژباړه: او دغه کار الله (ج) ته هېڅ ګران نه دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version