د کاﺫب خِلافت غير مُسلم قوماندانان

درېیمه برخه

اویس احمد

 

د خِلافت له مُبارک نوم څخه خلکو ډېرې بې ځايه استفادې وکړې. يوه ډله پاک خلک چې يواﺯې په اسلامي نړۍ کې يې اسلامي نظام غوښت، د جهاد جذبه يې درلوده، د همدغه نوم قرباني شول، د هغوى وينې خرڅې شوې.

بله ډله مسلمان، خو د بل چا غُلامان وو، هغوی د دې نوم څخه په استفادې د خپلو بادارانو سم خدمت

وکړ او هغه يې موخو ته ورسول.

 

يوه بله ډله خلک بيا غير مُسلم، يهودان او يا عيسايان وو. د خپلو هیوادونو د استخباراتو غړي وو، ږېرې يې پرېښودې، راغلل ځانونه يې مسلمان معرفي کړل، دومره مخکې لاړل، چې د داعش واګي يې لاس ته راوړل، لکه څنګه چې تاسې د دې عنوان په اوله، دوهمه برخه کې ولیدل. ځینې بهرني تبعه د استخباراتو افسرانې ښځې راغلې، د داعش له قوماندانانو سره يې نکاحوې وکړې او خپلو موخو ته یې ځانونه ورسول.

نن د داعش د يوې قوماندانې او د FBI د يوې افسرې Daniela Greene په متعلق معلومات، درسره شريکوم.

 

ډینیلا ګرین په چکسلواکیا کې زیږیدلې او په آلمان کې لویه شوې، د متحده ایالاتو د يو فوځي مقام سره له واده کولو وروسته د امریکا تبعه شوه.

هغې په اوکلاهوما کې د لیسانس سند او په 2008 کې د کلیمسن پوهنتون څخه په تاریخ کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.

هغه په امريکا کې د تحقیقاتو د فيډرالي ادارې (FBI) د افسري مقام ته ورسېده.

ګرین په 2014 کې د FBI د پټو تحقیقاتو په جریان کې، د داعش له یوه غړي ډینس کسپرټ سره، د تماس لپاره وګومارل شوه، هغې د کوسپرټ سره، د اړیکو لپاره د سکایپ اکاونټ وکاراوه او د داعش تر کنترول لاندې، سوریې ته یې سفر وکړ، چېرته چې دوی واده وکړ او هغه داعشۍ شوه.

ډينس کسپرټ به په راتلونکې برخه کې تفصيلي در وپېژنو.

د هغه خپل نوم Denis mohomadu Gerhard cuspert دی، هغه د آلمان تبعه ده، د اسلام قبلولو نه وروسته، هغه نوم ابوطلحه آلماني منتخب کړ او په داعش کې يې مهم رول درلود.

 

Cuspert married Greene in unbelief because of her beauty without confessing her faith, and Greene was chosen for this task.

All the demands of the United States were presented to Cuspert, who promised to fulfill them.

Kuspert played an important role in civil wars and Shia-Sunni riots

 

کسپرټ؛ بغير له دې چې د هغې د دين اِيمان پوښتنه وکړي، د هغې د ښايست له وجې يې د کُفر په حالت کې د ګرين سره واده وکړ او ګرين د همدغه کار لپاره منتخب شوې وه.

د متحدو ايالاتو ټولې غوښتنې يې کسپرټ ته وړاندې کړې، هغه يې د پوره کولو ژمنه وکړه، د امريکا د سياست د پر مخ وړلو لپاره، ګرين څو ښه ملګرى پيدا کړ.

خپلمنځي جنګونو او شيعه، سُني فساداتو کې کسپرټ مهم رول درلود.

ګرين په داعش کې د جنګياليو ښځو د يوې سترې قوماندانې په حيث دنده درلوده، له بهر نه چې کومې ښځې راتلې ګرين، خپل غړو ته په نکاح ورکولې او بيا د داعش د جنګياليو ښځو برخې ته لېږدول کېدې.

ګرين د لنډې مودې د تيرېدلو نه وروسته، امريکا ته په پټه راوکرځېده او کسپرټ يې، په سوريه کې يواﺯې پرېښود.

د جعلي خلافت ټولې قيصې دردونکي او خفه کونکې دي.

د ﺯرګونو خلکو د شهادت، د يتیمانو، معلولينو، کونډو، بورو د وطنونو د کنډواله کېدلو، ﺫمه وار همدا د جعلي خلِافت قوماندانان دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version