د پاکستان او امريکا ګډ پوځي تمرینات!
لیکوال: شمس الله شهیر
په وروستیو دریو کلونو کې د شهباز شريف تر دوهمې دورې د پاکستان او امريکا اړیکې خړې پړې وې، په افغانستان کې د امريکا ماتې پاکستان سره د ياد هيواد په اړيکو هم اغېز لره، ځکه د افغانستان اشغال ته پاکستان خپله هوايي او ځمکنۍ فضا او خاوره په واک کې ورکړې وه او د افغان وژنې په لوبه کې پاکستاني رژيم خپل ځان چاغاوه او په خړو اوبو کې يې ماهيان نيول.
خو د پوځ په خوښه د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ مياشتې په ټاکنو او په مارچ کې د نوي ایتلافي د شهباز شريف د حکومت په کار راتګ، شريف له امريکا سره د پخوانۍ راشې درشې او يارانې تازه کولو هڅه وکړه.
د ياد هيواد د پوځ مشر عاصم منير امريکا ته ۱۲ ورځنی سفر ترسره کړ، چې له امريکايي لوري سره یې هر اړخيزه رغنده خبرې وکړې ترڅو د مرګ په حالت کې اقتصادي، سياسي او امنيتي وضعيت ته چنده او د ياد هيواد لپاره نوې د نورو د بربادۍ پروژې واخلي.
پاکستان چې ورځ تر بلې يې امنيتي وضعيت خرابېدونکي خواته رهي، او له اقتصادي وضعیت د ناکامۍ سره او بحراني حالت څخه د وتلو، او همدارنګه د امنيتي وضعيت د کابو کولو لپاره په افغانستان اسلامي إمارت د فشار راوړلو په موخه له امريکا او تاجکستان سره د داعشي خوارجو د پروژې اخيستلو ته را ودانګل.
د دې درې واړو هیوادونو ترمنځ ګرمه راشه درشه د شهباز شريف په حکومت کې پيل شوه، پاکستان ته د امريکا د آسيا څانګې لپاره د بهرنيو چارو مرستيال سرپرست جان بس او نورو سفرونه ترسره کړل او هم په کراچۍ کې د امريکا او پاکستاني رژيم ترمنځ سمندري تمرینات ترسره شول، له هغه ور اخوا پاکستان تېره مياشت عزم استحکام عمليات اعلان کړل او له اعلان يوه اوونۍ وروسته یې پنجاب کې له امريکا سره ګډ ځمکني تمرينات هم ترسره کړل، چې تېره ورځ د دوو اوونيو د پاکستاني پوځ تر روزنې او په بيلابيلو برخوکې د زده کړو له ورکړې وروسته پای ته ورسېدل.
پنجاب غواړي، له دې سره د سيميزو هيوادونو ايران، چين او روسیې ته پيغام ورکړي چې مونږ ترمنځ همکاري او په سیمه کې د سترو پروژو او ګډې همکاري ترسره کولو په وړاندې خنډ او ننګونه رامنځته کولای شي.
هم مهاله څلور ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د تاجکستان هيواد له ولسمشر سره ولیدل، دوی په افغانستان کې د تروريزم په وړاندې د ګډې مبارزې او افغانستان کې همه شموله حکومت غوښتنې وکړې.
د کوم تروريزم خبره چې دوی کوي، خپله تاجکستان د داعشي خوارجو په سرباز ګيري او پاکستان ورته په خوندي پټنځايونو د برابروالي په حال کې ده.
ګډ پوځي تمرینات د امريکا او پاکستان د سیمې لپاره او په ځانګړې توګه د ډيورند فرضي کرښې د ناامنۍ او له دې لارې هغو هيوادونو ته يو پیغام لېږل دي، کوم چې د افغانستان اسلامي إمارت سره د اړیکو د عادي او ګډو همکاريو او راشو درشو په لټه کې دي.
دوی نه غواړي چې افغانستان کې يو په پښو ولاړ قوي مرکزي حکومت شتون ولري او امريکا هم ددې اجازه نه ورکوي چې آسیا حياتي جغرافي ارزښت لرونکي افغانستان واک او اړيکې خپلو پخوانيو رقيبانو (روسیې، چين او ايران) ته پرېږدي.