د واخان دهلیز ته د ننوتلو خبرې د جنګ د اعلان په معنا دي

نعمان هروي

په یوه ټولنه کې ځینې د شهرت مجنونان د خپل شهرت لپاره له هېڅ ډول څرګندونو او کړنو څخه مخ نه اړوي؛ ولو که دا څرګندونې او کړنې هر څومره غیر سنجيده، ناشونې او ناوړه وي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو مخکینی وزير جان اچکزی چې د خپل ملت او قوم پر خلاف څرګندونو یې یو څه شهرت موندلی؛ د لا نور شهرت په تمه هغه خوبونه بیانوي چې د انګلیس، شوروي او امریکا په څېر زبر ځواکونو ګور ته یووړل.

که چيرته دا د نوموړي شخصي نظر وي نو خیر د ده د شهرت مينه به یې وبولو او که تر شا یې کوم پټ قوت وي او غواړي افغانان په دې سره وویروي او یا یې امتحان کړي؛ نو دوی باید پوه شي چې دا ارمان به ګور ته یوسي او داسې یوه کړنه به کوم عادي عمل نه بلکه له افغانستان سره د بشپړ جنګ د اعلان په معنا وي او پایلې به یې د دې قوتونو لپاره هومره خطرناکې وي چې په هیڅ بهرني جنګ کې به له داسې خطرناکو پایلو سره نه دوی او نه کوم بل هیواد مخ شوی وي او واخان به بيا خامخا افغانستان په وچه کې له محصوریدو څخه راباسي او تر بهري نړۍ پورې به یې رسوي، بیا به افغانستان په سیمه کې هم د وچې او هم د بهر له لارې د اتصال مرکز وي. ان شاءالله

author avatar
هرماس الافغاني
Exit mobile version