د علماوو نړیوال اتحاد: د داعش پر اسراییل ضد څرګندونو باور مه کوئ

د مسلمانو علماوو د نړیوال اتحاد عمومي منشي «دکتور علي قره داغي» وايي چې داعش د منحرفو افکارو زیږنده ده او د اسراییلو او ایران پر ضد څرګندونې يې د باور وړ نه دي.

نوموړي د خپل ټویټر په پاڼه د داعش په کړنو شک څرګند کړی او لیکلي یې دي:

«داعش په عراق او شام کې د مجاهدینو مشران ووژل، په سعودي او کویټ کې يې مسجدونه والوزول، حماس او غزې ته یې ګواښونه وکړل، بیا لا وايي چې د اسراییلو او ایران پر ضد دي!!!».

ښاغلي قره داغي داعش یوه بې لارې ډله بللې او په خلکو یې غږ کړی چې په څرګندونو یې ونه غولیږي.

نوموړی زیاتوي:

«په داسې حال کې چې داعش ډلې حماس ته د وژنو او په غزه کې د وینو تویولو ګواښ کړی، که په چا کې د ذرې هومره عقل هم وي دغه منحرفه ډله به تایید نه کړي. هیله ده چې د غفلت له خوبه راویښ شئ».

تېره اونۍ داعش ډلې د یوې ویډیو په خپرولو سره په فلسطین کې د حماس مجاهدین «طواغیت» وبلل او ګواښ يې وکړ چې په غزې کې به د وینو سیلابونه وبهوي.

دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی قره داغي د داعش د حقیقت په اړه شک څرګندوي. له دې وړاندې نوموړي د داعش ډله د «ظالمانو د واکمنۍ ساتونکې» ګڼلې وه او ویلي يې وه چې په عراق او سوریه کې د ظالمو حکمرانانو چوکۍ د داعش په واسطه ساتل شوي دي.

ښاغلي قره داغي وايي چې داعش یوازې د سنیانو او کردانو په سیمو کې په قتلونو او ویجاړۍ لاس پورې کوي، کومې سیمې چې یو ځل د نړیوال ایتلاف په بمبارۍ کې دل شوي وي.

د نوموړي په باور د داعش ډله د «حماقت او لاسپوڅي توپ» ټولګه ده چې موخه یې د اسلام دین متضرر او بدنامه کول دي.

دکتور علي قره داغي د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې عمومي منشي دی. دغه ټولنه په ۲۰۰۴ کال د دکتور یوسف القرضاوي په مشرۍ رامینځته شوه او د نړۍ د ټولو اسلامي هیوادونو څخه دیني علماء په کې عضویت لري.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version