د هر څه د مخه، یو نظام او حرکت لپاره د اطاعت اصل ضرور وي. مسلمان باید د یوه شرعي امیر د اطاعت په چوکاټ کې خپل ځان وویني؛ ځکه دا معنوي، عقیدوي اړخ دی. د اسلامي فقهې له نظره، د امیر اطاعت په معروف او مشروعو چارو کې لازم دی. الله تعالی فرمایي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ) سورة النساء، ۵۹ آیت.
ژباړه: اې مؤمنانو! د الله تعالی اطاعت وکړئ، د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړئ او له تاسو څخه د اولوالامر اطاعت وکړئ.
د واحد قیادت اطاعت د ټولنو، افرادو ترمنځ اعتماد رامنځته کوي، د تصمیم نیونې بهیر منظموي، د مسؤولیتونو وېش روښانه کوي او د اختلافاتو د پراخېدو مخه نیسي. په همدې اساس، نظام یا د مبارزې ځواک یوازې په مادي امکاناتو او فزیکي توان کې نه، بلکې په فکري انسجام، تشکیلاتي نظم او د ګډ هدف لپاره په متحد دریځ (اطاعت) کې نغښتی وي.
د اسلامي امارت د مبارزې اصل، اساس او د کامیابۍ یو مهم راز هم په همدې اصل کې دی. واحد قیادت، منظم اطاعت، د سختیو پر مهال ثبات او د ګډ هدف لپاره د فردي غوښتنو مهارول، دا اصل د هر منظم نظام او حرکت لپاره د ثبات، انسجام او دوام بنسټ جوړوي؛ ځکه چې بېاطاعته تشکیلات د اختلاف په وړاندې کمزوري کېږي او بېاتفاقۍ مبارزه خپل قوت او مسیر له لاسه ورکوي.
اطاعت د تشکیلاتو د روح، واحد قیادت د انسجام محور او ثبات د بریا د دوام مهم عامل دی؛ او هغه حرکت چې د دې اصولو پابندي وکړي، د اختلافاتو او ستونزو پر وړاندې د خپل یووالي د ساتلو وړتیا پیدا کوي؛ نو ځکه د امارت ټول تشکیلات په اصل کې د یوه امیر قیادت او اطاعت کوي. د اسلامي مشرتابه مشروع اطاعت د دیني او ټولنیز نظم لپاره اهمیت لري؛ خو د اطاعت حدود د شریعت تابع دي.
په اسلامي نظام کې د عالیقدر مشرتابه فرامین، احکام او لارښوونې یوازې اداري او تشکیلاتي ارزښت نه لري، بلکې د ټولنې د نظم، د شریعت تطبیق، د عدالت د تأمین او د عامه مصالحو د ساتنې مهمې وسیلې هم ګڼل کېږي. د اسلامي فقهې له نظره، د اسلامي امارت زعیم امیر ټول فرامین د مشروعو اجراآتو او اداري پرېکړو بنسټ د قرآن کریم، نبوي سنتو، شرعي اصولو او د خلکو د عامه مصلحتونو پر رعایت ولاړ دي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري صادر شوي فرامین، توصې او احکام هم د همدې نظامي او اداري جوړښت په چوکاټ کې د ټولنې د اصلاح، د دولتي چارو د تنظیم، د شرعي ارزښتونو د پیاوړتیا او د ځینو ټولنیزو ستونزو د مخنیوي په موخه صادر شوي دي. د یو څو مهمو فرامینو شرعي بنسټ او مثبتې اغېزې، چې د اسلامي شریعت له څرګندو اصولو سره تړاو لري او د سم تطبیق په صورت کې یې د ټولنې په اصلاح او د خلکو د حقونو په ساتنه کې مهم رول لوبولای دی، هغه دا دي:
د ښځو د شرعي حقوقو په اړه فرمان:
د ۱۴۰۰ لمریز کال د قوس په ۱۲مه د ښځو د حقوقو په اړه ځانګړی فرمان صادر شو. په دغه فرمان کې د ښځو د نکاح رضایت، د میراث حق، د کونډو د بیا نکاح اختیار، د مهر حق او د ښځو پر وړاندې د زور او جبر د مخنیوي موضوعات شامل دي.
شرعي اهمیت یې په دې کې دی چې اسلام ښځه د ملکیت او معاملې وسیله نه ګڼي، بلکې د خپلواکو شرعي حقوقو څښتنه یې بولي. الله تعالی فرمایي:
(وَلِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبُوا وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبْنَ). سورة النساء، ۳۲ آیت.
ژباړه: د نارینهوو لپاره د خپلو کړنو برخه ده او د ښځو لپاره د خپلو کړنو برخه ده.
اغېزه: د جبري ودونو د مخنیوي، د میراث د حقونو د خوندي کولو او د کورنیو شخړو د کمولو لپاره یو مهم شرعي او حقوقي اساس رامنځته کوي.
د غصب شویو ځمکو د مخنیوي او بېرته سپارلو په اړه فرمانونه:
د دولتي او شخصي ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته سپارلو په اړه حقوقي اقدامات او فرمانونه د ټولنیز عدالت له مهمو موضوعاتو څخه دي.
په اسلامي شریعت کې د بل چا د مال ناحقه نیول حرام دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
(عَنْ سَعِيدِ بْنِ زَيْدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ قَالَ: مَنِ اقْتَطَعَ شِبْرًا مِنَ الْأَرْضِ ظُلْمًا طَوَّقَهُ اللَّهُ إِيَّاهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنْ سَبْعِ أَرَضِينَ). مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ.
له سعید بن زید رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې د ځمکې یوه لوېشت په ظلم او ناحقه توګه غصب کړي، الله تعالی به د قیامت په ورځ هماغه غصب شوې ځمکه د اوو ځمکو له پاسه د غاړکۍ په څېر ورترغاړه کړي. په دې حدیث کې د خلکو د ځمکو د غصب او د هغوی د ملکیتونو د حق تلفۍ په اړه سخت الهي وعید بیان شوی دی؛ که څه هم د غصب شوې ځمکې اندازه یوازې یوه لوېشت وي.
اغېزه: د فتحې څخه راوروسته څه باندې څلور (۴) میلیونه جریبه ځمکه استرداد شوې ده؛ د زورواکو د ځمکنیو تېریو مخنیوی، د مظلومانو د حقونو اعاده، د دولتي شتمنیو ساتنه او د خلکو ترمنځ د حقوقي شخړو کمول دي.
د بندیانو د ښه چلند او د توقیف د قانوني اصولو په اړه احکام:
د بندیانو د انساني او شرعي چلند، د مشکوکو کسانو د توقیف د صلاحیت او د محکمې له حکم پرته د سزا او مجازاتو د مخنیوي په اړه لارښوونې د عدلي نظام له مهمو موضوعاتو څخه دي.
اسلام د انسان کرامت او د عدالت اصل ته ځانګړی اهمیت ورکوي. الله تعالی فرمایي: (إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ).
ژباړه: بېشکه الله تعالی د عدالت او نېکۍ امر کوي.
اغېزه: د خپلسرو مجازاتو د مخنیوي، د قضایي صلاحیتونو د تنظیم، د بندیانو د حقوقو د رعایت او د عدلي ادارو د مسؤولیتونو د روښانتیا لپاره مهم بنسټ جوړوي.
د نشهيي توکو او کوکنارو د کښت د مخنیوي په اړه حکم:
د کوکنارو د کښت او نشهيي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي په اړه د اسلامي امارت اقدامات د ټولنې د روغتیا، د ځوان نسل د ساتنې او د نشهيي توکو د ناوړه عواقبو د کمولو له پلوه د یادونې وړ دي. شرعي بنسټ یې د نفس د ساتنې اصل دی؛ ځکه د اسلامي شریعت له مهمو مقاصدو څخه د انسان د ژوند، عقل او روغتیا ساتنه ده.
اغېزه: د نشهيي توکو د تولید او مصرف د کمېدو، د ځوانانو د خوندیتوب او د سالمې ټولنې د رامنځته کېدو لپاره مثبت ظرفیت لري. البته د دې هدف دوامداره تحقق د بدیل کښت، اقتصادي ملاتړ او د معتادینو د درملنې غوښتنه هم کوي، چې دا په عملي میدان کې په ښکاره ډول لیدل کېږي. معتادینو ته حرفوي زده کړې ورکول کېږي او په زرګونو معتادینو درملنه پکې شوې ده.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون په اړه فرمان:
د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۰مه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح او د همدې کال د جولای په ۳۱مه په رسمي جریده کې خپور شو. د دې قانون اعلان شوی هدف د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا، د ټولنیزو منکراتو مخنیوی او د اخلاقي اصلاحاتو پراختیا ده.
شرعي اصل یې د قرآن کریم دا لارښوونه ده: (وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ)
ژباړه: باید له تاسو څخه یوه ډله وي چې د خیر لوري ته بلنه ورکوي، د نېکۍ امر کوي او له بدیو څخه منع کوي.
اغېزه: د دیني ارزښتونو د عامولو، د اخلاقي مسؤولیت د پیاوړتیا او د ټولنیزو منکراتو د مخنیوي لپاره یو رسمي چوکاټ رامنځته کوي، خو د دې اصل د سالم تطبیق لپاره علم، حکمت، عدالت، تدریج، د خلکو د عزت ساتنه او له خپلسرو کړنو څخه ډډه ضروري ده.












































