د شوروي اتحاد د پورځولو او د ماتې وياړمنه ورځ!

لیکوال: مفتي حماس انقيادي

افغانان که څه هم د اقتصاد له پلوه کمزورې خو ايمانونه يې له غره سره ډغرې وهي. له بلې زاويې افغانان لکه څرنګه چې د جګړې په ميدان کې غښتلي دې همداسې د تفاهم او تعهد په ميدان کې هم ژمن او متعهد خلك دي. افغانان هيڅکله پر خپله خاوره د پرديو اشغال او تجاوز نشي زغملای.

په ۱۳۵۴ هجري شمسي کال شوروي ځواك زمونږ په ګران هېواد افغانستان يرغل راوړ، افغانان يې په قسما-قسما مرګونو شهيدان کړل، ودان هېواد يې په کنډواله بدل کړ، له هيڅ قِسم زور او ظلم يې دريغ ونکړ. ډيری افغانان يې هجرت ته اړ کړل، چې لا هم له دښتو او غرونو د بارودو بوی ځي، خو افغانان چې فطرتاً له زور، تجاوز او اشغاله کرکه لري، خپل خوندې شوي ټوپکان يې له غلافه ویستل، ښمڅې او لغمونه يې د دښمن د ترصد لپاره فعال کړل، خپل سنګرونه يې د دښمن په مقابل کې محکم وساتل، د دښمن لپاره يو موټی او متعهد شول.

شوروي ښامارانو ۹ کاله او ۵۰ ورځې په دې خاوره د ظلم، وحشت او بربریت عمر تېر کړ، چې بلآخره دا زورور او مکار دښمن د متدين او مجاهد ولس پر لاسونو مات او تيښتې ته اړ کړل شو، دښمن له يوې تاريخي ماتي او شکست سره مخ شو چې هيڅکله به دوی د دې شکست جبران ادا نکړي، افغانان څو لسيزې را په دېخوا په ډير وياړ او جوش ددې تاريخي او وياړمنې ورځې لمانځنه کوي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version