بلوچ لیبریشن ارمي ادعا کوي، چې د پاکستان د دفاع وزارت اړوند د هوايي ډګرونو د ساتنې د قوماندانۍ عمومي مرستیال، وسیم احمد، د دوی د استخباراتي شبکې «زراب» له لوري نیول شوی دی او له دې ادعا سره یو ځای یې، د هغه انځور هم خپور کړی. دا یوازې انځور او ادعا نه ده؛ بلکې تر شا یې د یوې پټې جګړې او استخباراتي نفوذ ژوره کیسه پرته ښکاري.
د دغې خوځښت څارونکي وایي، چې د «زراب» نوم اوس یوازې د یوې څانګې نوم نه دی؛ بلکې د هغو عملیاتو استازیتوب کوي، چې په لنډ وخت کې یې د دغه سیمې امنیتي معادلې تر پوښتنې لاندې راوستي. د جعفر ایکسپریس د اورګاډي دننه د پوځیانو د موجودیت افشا کول او بیا دقیق عملیات ترسره کول، د کوټې هوايي ډګر اړوند حساس معلومات، په خضدار کې د پوځیانو نیول، له زیارت څخه د کرنل لایق بېګ تښتول، له هرنای څخه د پوځي استخباراتو د یوه غړي نیونه او نن بیا د وسیم احمد په څیر د مهم مسول نیول.
دا ټولې داسې حساسې پېښې دي، چې د «زراب» د پټو اجنټانو او ژورو استخباراتي شبکو له لارې ترسره شوې دي. که د بلوچستان دې وروستۍ پېښو ته ځیر شو؛ نو جوتیږي، چې دا پیښې د یوې پراخېدونکې استخباراتي مقابلې بڼه اخلي. د پاکستاني رژیم پوځي او امنیتي ادارې له کلونو ـ کلونو راهیسې بلوچستان د امنیتي فشار، ضد استخباراتو او پوځي عملیاتو له لارې اداره کوي؛ خو اوس داسې ښکاري، چې مخالفې وسلوالې ډلې د «مخفي شبکو» او «پټو اجنټانو» له لارې د همدې امنیتي دیوالونو دننه درزونه پیدا کړي.
د صحنې تر ټولو مهم اړخ دا دی، چې جګړه ورځ تر بلې له ښکاره سنګرونو پټو حلقو ته ننوځي: یو لوری د څار، تعقیب او معلوماتو پر مټ عمل کوي، او بل لوری د نفوذ، اختراق او مخفي ارتباطاتو په مټ د هغه لارې ورتړي. په ټوله کې اوس بلوچستان یوازې یوه جغرافیه نده؛ بلکې د سیمې د استخباراتي تقابل، سیاسي فشار، او امنیتي سیوریو یوه پېچلې معادله هم ګرځېدلې ده، چې نتیجه یې سقوط دی؛ دلته به څو هغه نقاط په ګوته کړو، چې د بلوچستان وضعیت ترې ترینګلی بریښي.
لومړی:
د بلوچستان اوسني وضعیت ته په کتو، چې هره ورځ سیاسي او امنیتي شخړې زیاتیږي او تر هغه بلې ورځې متغیرې هم وي؛ نو ویلی شو، چې د پاکستاني رژیم لپاره به هلته اوسنی وضعیت ډیر ژر د رژیم د انحصاري ځواک په ماتېدلو انجام شي. او کله چې یوه وسلواله ډله وکولای شي:
۱- د امنیتي ادارو دننه معلومات ترلاسه کړي،
۲- د افسرانو د تګ راتګ مسیرونه وڅاري،
۳- حساس اهداف په دقت وولي،
۴- او بیا یې تبلیغاتي مدیریت هم وکړي،
نو دا یوازې نظامي حمله نه وي؛ بلکې د «دولت د معلوماتي انحصار» ماتېدل ګڼل کېږي، چې د «زراب» اړوند ادعاوې هم په همدې چوکاټ کې تعبیرېږي. پایله یې سقوط وي.
دوهم:
بلوچستان پراخه، غرنۍ، سرحدي، او کمنفوسه سیمه ده، چې دغه ډول جغرافیه د اوږدمهاله او چریکي جګړو لپاره مناسب چاپېریال برابروي، نو بایده دي، چې پاکستانی رژیم د دغسې پراخې ساحې د کنټرول لپاره په دوامداره توګه ډیر لوړ مالي لګښت ورکړي، حال دا چې مخالف لوری یې په محدودو امکاناتو هم د اختلال توان لري؛ نو کله چې خبره په دوامداره توګه د لوړ لګښت د ورکولو شي؛ نو واضحه ده، چې د اقتصادي فشار او امنیتي فرسایش پاکستان له اقتصادي بحران، پورونو، او امنیتي فشارونو سره مخ کړی دی او کله چې بیا یو دولت هم مهاله: اقتصادي رکود، داخلي ناامني، سیاسي بېثباتي او سیمییزو فشارونه ولري؛ نو هغه بیا د جګړو ظرفیت نه لري، دې حالت ته ځینې شنونکي «strategic overstretch« وایي، چې نتیجه یې سقوط وي.
درېیم:
بلوچستان کې د جګړې بدلون دی. هلته به پخوا جګړه تر ډېره په پوستو او عملیاتو محدوده وه؛ خو اوس معلوماتي جګړه، سایبري تبلیغات، پټې شبکې او هدفمند نفوذ زیات شوي. هر کله چې مخالفې ډلې د امنیتي جوړښتونو دننه نفوذ پراخ کړي، د دولت پر اعتماد مستقیمه ضربه واردېږي. چې پایله یې سقوط ده.
وروستی ټکی دا چې:
بلوچستان د نړیوال جیوپولیټیکي موقعیت په وجه دغه اهمیت لري، د چین سپیک او د هند بنادر، چې هره ناامني یوازې محلي اثر نه لري؛ بلکې د چین پانګونه اغېزمنوي، د هندوستان او پاکستان رقابت ته نوی بعد ورکوي او دلته ښکیل نړیوال بازارونه اندېښمنوي.
د چارو شنونکي باور لري، چې نور د بلوچستان امنیتي بحران ژور شوی، څو بعدیز شوی او د پاکستان لپاره یې بشپړ او مؤثر کنټرول سخت شوی او د دوی له وس نه وتلی بریښي. لنډه دا چې د بلوچستان وضعیت ښه نه دی او د پاکستاني رژیم لپاره په اوږدمهاله، ژور، پیچلي، فرسایشي او په څو بعدیز ستراتیژیک بحران بدل شوی، چې سقوط یې په لنډ مهال کې قطعي او ثابت شوی حقیقت بریښي.










































