معمولا د دوه ډلو ملګرتیا د هغوی د مشترکاتو له امله وي، یا به مشترکې وجې لري او یا به مشترکې ګټې؛ د داعش فتنه ګر او د شر او فساد د ډله ځینې مشترکې وجې او مشترکې ګټې لري.
د دوی مشترکه وجه یو خو خیالي خراسان دی، د خراسان ولایت دوی په خیال کې ترسیم کړی، مګر په ځمکه کې نشته، دا خلک د ځمکني واقعیتونو او عقلي حواسو په ځای د هوایي سوچ خاوندان دي؛ ځکه خراسان پخوا د ماوراء النهر، بخارا، افغانستان او اباسین پورې ځمکه وه چې د بغداد له خلافت څخه اداره کېده.
دغه خلک ولې یواځې افغانستان کې د خراسان لپاره را پورته کېږي؟ خراسان خو ایران، تاجکستان، پاکستان کې شامله سیمه وه، دوی ولې ایران کې نه راپورته کېږي؟ دوی ولې تاجکستان کې ځان دربي نه کوي؟ ولې پاکستان کې عرض اندام نه کوي؟ دوی ولې یواځې په افغانستان کې خراسان لټوي؟
دا هغه پوښتنې دي چې د دوی له پروژوي اهدافو پرده پورته کوي؛ د دوی د جګړو تر شا د غربي استخباراتو او د سیمې د هېوادونو ستراتیژیک اهداف پټ دي.
او دوی د غربیانو او سیمه ایز حریصانو نیابتي ډلې دي؛ د سیمې عمق ستراتیژي عبارت دی له:
الف: د سیمې د هېوادو ګټه دلته د نظام په نشتون کې ده.
ب: دوی غواړي کمال خان، سلما او د فراه بندونه او آب ګردانونه ونړېږي.
ث: دلته دې د دوی نفوذ خوندي وي.
ج: زموږ تولیدات او بندرونه د دوی په ولکه وي.
د: او دلته د دوی نیابتي ډلې غیر مرکزي ادارې ولري او افغانستان د ملوک الطوایفي او د قوماندان بازۍ په تراژیدیو کې په غم اخته کاندي.
د نړۍ عمق ستراتیژي څه ده؟
الف: هغوی غواړي چې منطقه کې فعال نظامي ډلې ولري ترڅو چین، ایران، روسیه او د منځني اسیا هېوادونه پرې تهدید کړي.
ب: هغوی غواړي چې د افغانستان لیتیم، د پنجشیر زمرود او د بدخشان لال په تاراج یوسي؛ د افغانستان د ذخایرو/معدنونو په مالي امکاناتو هم خپل چریکان وچلوي او هم منطقه کې خپل رقیبان مهار کړي.
ج: غربیان غواړي خپلې جګړې د خپل د هېوادونو له پولو ډېر لرې انتقال کړي.
پورته لاملونو ته په کتو دا خلک د مشترکې وجې له پلوه د استخباراتي ډلو نیابتي چریکان دي او یوه مشترکه لویه پروژه ده چې خپلې جګړې کله په مذهبي نامه او کله په فرهنګي نامه مخ ته وړي.
په مذهبي حوزه کې داعشي چریکان شته او په فرهنګي حوزه کې د شر او فساد ډله ده؛ داعشي خوارجو ته بیا د تبلیغاتو خام مواد د تحریر ډله برابروي؛ دا خلک د یوې لویې جګړې په موخه تربیه کېږي، ترڅو یوه لویه فتنه په دې مسلمانه خاوره را نازل کړي.
د وطن مسلمان او خواخوږي زامن باید خپل ټول ملاحظات او کوچنۍ ګیلې یوې خوا ته کړي د خپل اسلامي او ملي ګټو لمن دې ټینګه ونیسي ترڅو دا لویه دسیسه شنډه شي.