میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
شنبه, اگست 22, 2026
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د اسلام اباد برید او وروستي حقائق! مهالنۍ تبصره

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟  

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو  يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

    د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

    خیبر قمبرخېلو په سیمه کې د داعشي خوارجو یو مهم مرکز د ډرون په بریدونو کې له منځه وړل شوی

    خیبر قمبرخېلو په سیمه کې د داعشي خوارجو یو مهم مرکز د ډرون په بریدونو کې له منځه وړل شوی

    په نړۍ او د مسلمانانو پر خاورو د اسلامي امارت اغېزې

    په نړۍ او د مسلمانانو پر خاورو د اسلامي امارت اغېزې

    د امنیت په رڼا کې د اختر ښکلا!

    د امنیت په رڼا کې د اختر ښکلا!

    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    د سلطنتونو هدیره او د تاریخ بدلېدونکی څرخ! دویمه برخه

    د سلطنتونو هدیره او د تاریخ بدلېدونکی څرخ! دویمه برخه

    پاکستان او داعش د فکري او رواني جګړې له دریڅې  دویمه او وروستۍ برخه

    پاکستان او داعش د فکري او رواني جګړې له دریڅې دویمه او وروستۍ برخه

    د سلطنتونو هدیره او د تاریخ بدلېدونکی څرخ! لومړۍ برخه

    د سلطنتونو هدیره او د تاریخ بدلېدونکی څرخ! لومړۍ برخه

    د اسد ۲۸مه؛ د عزت او آزادۍ حماسه!

    د اسد ۲۸مه؛ د عزت او آزادۍ حماسه!

    د اسد ۲۸مه؛ د افغان مجاهد ملت تاریخي میراث

    د اسد ۲۸مه؛ د افغان مجاهد ملت تاریخي میراث

    افغانستان؛ د یرغلګرو امپراتوریو هدیره

    افغانستان؛ د یرغلګرو امپراتوریو هدیره

    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

    د ملا اختر محمد منصور رحمه الله د رهبرۍ بصیرت او تاریخي کارنامې!

    د ملا اختر محمد منصور رحمه الله د رهبرۍ بصیرت او تاریخي کارنامې!

    شهید ملا اختر محمد منصور؛ هغه مجاهد چې په شهادت سره تلپاتې شو

    شهید ملا اختر محمد منصور؛ هغه مجاهد چې په شهادت سره تلپاتې شو

    د خواجه شفیق‌الله ابوقدامه تقبله‌الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د خواجه شفیق‌الله ابوقدامه تقبله‌الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

فرید افغان

Share on FacebookShare on Twitter

پوځي نابرابري او د کورني اختلاف لاملونه

دلته دا پوښتنه پیدا کېږي چې هغه افغان ملت چې د خپلې زړورتیا او جګړه‌مارۍ له امله په ټوله نړۍ کې مشهور و، ولې په دې جګړه کې تر دې کچې کمزوری شو چې انګلیسانو یوازې په څو میاشتو کې پر کابل خپل بیرغ ورپاوه؟ باید پوه شو چې تر شا یې هماغه دوه بنسټیز لاملونه وو چې په پیل کې مو یادونه وکړه؛ یعنې د کورني یووالي نشتوالی او د مادي او پوځي ځواک نابرابري…

ورته مقالې

پاکستان او داعش د فکري او رواني جګړې له دریڅې دویمه او وروستۍ برخه

د سلطنتونو هدیره او د تاریخ بدلېدونکی څرخ! لومړۍ برخه

د اسد ۲۸مه؛ د عزت او آزادۍ حماسه!

له مادي پلوه د نولسمې پېړۍ برېتانیا د نړۍ تر ټولو ستر صنعتي ځواک و. د هغه وخت تر ټولو پرمختللې مارټیني ـ هنري ټوپکونه، اتومات ماشین‌ټوپکونه (ګیټلینګ ټوپکونه) او داسې پرمختللې توپونه ورسره وو چې له څو میله واټن څخه یې د غرونو مورچې له منځه وړلای شوې. برعکس، افغان پوځونه له وسلو له سخت کمښت سره مخ وو. هغوی لا هم پر زړو ټوپکونو، تورې او دودیزو باروتو تکیه کوله. سربېره پر دې، د یوه منظم او مسلکي پوځ د ساتلو لپاره چې څومره سترې پانګې او باثباته اقتصاد ته اړتیا وه، افغانستان ترې په بشپړه توګه بې‌برخې و. پرله‌پسې جګړو کرنه او سوداګري ویجاړه کړې وه، د هېواد خزانه تشه وه او پوځ ته د معاشونو ورکولو لپاره پیسې نه وې.

خو له دې مادي کمزورۍ څخه هم ستر او مرګونی لامل د افغانستان کورنی اختلاف و. په ۱۸۶۳ کال کې د امیر دوست محمد خان له مړینې وروسته، د کابل د تخت پر سر د هغه د زامنو او لمسیانو ترمنځ اوږده او خونړۍ کورنۍ جګړه پیل شوې وه. ورور د ورور ستونی پرې کاوه او شهزادګان به یو د بل د کمزوري کولو لپاره کله انګلیسانو ته ورتلل او کله به یې له روسیې څخه د مرستې غوښتنه کوله. دې خپلمنځي جګړې د افغان قومونو ترمنځ باور له منځه یووړ او د مرکزي حکومت نظم او انضباط په بشپړه توګه له منځه تللی و.

کله چې برېتانوي ځواکونو برید وکړ، امیر شیر علي خان درک کړه چې له دې وېشل شوي ملت او تشې خزانې سره د نړۍ له ستر پوځي ځواک سره مقابله نه شي کولای. هغه د انګلیسانو تر فشار وروسته کابل پرېښود او د مزار شریف په څېر شمالي سیمو ته شاته ولاړ، خو روسیې هم له هغه سره له مرستې کولو څخه په ښکاره ډډه وکړه او په همدې د ناهیلۍ په حالت کې د ۱۸۷۹ کال په پیل کې ومړ.

د ګندمک تړون؛ د خپلواکۍ سودا

د امیر شیر علي خان له مړینې وروسته د هغه زوی محمد یعقوب خان واک ته ورسېد. کابل د انګلیسانو په محاصره کې و، افغان پوځ تیت او پرک شوی و او په کور دننه هېڅ منظمه مقاومته نه وه موجوده. په دغو خورا خرابو شرایطو کې امیر یعقوب خان اړ شو چې له انګلیسانو سره تړون وکړي. د ۱۸۷۹ کال په مې میاشت کې کابل ته نږدې د «ګندمک» په نوم سیمه کې د افغان امیر او د برېتانوي استازي سر لوئیس کیواګناري ترمنځ یو تړون لاسلیک شو چې په تاریخ کې د «ګندمک تړون» په نوم یادېږي.

دا تړون د افغانستان د تاریخ تر ټولو توره پاڼه وه. د دې تړون تر ټولو ستر او خطرناک شرط دا و چې افغانستان به خپل ټول بهرني سیاست، له نورو هېوادونو سره اړیکې او د جګړې او سولې پرېکړې د تل لپاره د برېتانوي هند حکومت ته سپاري. په بدل کې برېتانیا ژمنه وکړه چې افغانستان به په ځانګړي ډول د روسیې له لوري له بهرنیو بریدونو څخه ساتي او امیر ته به هر کال شپږ لکه هندي سپین زر روپۍ مرسته ورکول کېږي.

د دې تړون له مخې افغانستان په ظاهره یو خپلواک هېواد پاتې شو، خو په حقیقت کې یې هغه تر ټولو ستره ځانګړنه له لاسه ورکړه چې د هر خپلواک هېواد نښه ده؛ یعنې د خپلواک بهرني سیاست د ټاکلو واک… دې اقتصادي او پوځي کمزورۍ افغان سلطنت دې حالت ته ورساوه چې په خپل هېواد کې یې هم ځان پردی احساساوه.

د ګندمک غبرګون او په کابل کې خونړۍ پاڅون

امیر محمد یعقوب خان د ګندمک تړون په لاسلیکولو سره په ظاهره خپل تخت ته لنډمهاله خوندیتوب برابر کړی و، خو هغه د افغان ولس غیرت او د آزادۍ غوښتونکې ارواپوهنه په درک کولو کې پاتې راغی. د افغانانو لپاره دا خبره د زغملو نه وه چې پاچا یې د انګلیسانو په خیراتونو لوی شي او د کابل د چارو پرېکړې له لندن څخه وشي.

د تړون له مخې، د ۱۸۷۹ کال په جولای کې سر لوئیس کیواګناري (Sir Louis Cavagnari) د برېتانوي ریزیډنټ (سفیر) په توګه کابل ته ورسېد او د کابل په تاریخي «بالاحصار» کلا کې مېشت شو. انګلیسانو فکر کاوه چې پرته له کومې سترې جګړې یې ټول افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راوستی، خو دا د توپان څخه مخکې چوپتیا وه.

یوازې څو میاشتې وروسته، د ۱۸۷۹ کال په سپټمبر کې د افغان پوځ ځینې داسې سرتېري چې له هرات څخه کابل ته راغلي وو او په تېرو څو میاشتو کې یې معاشونه نه وو اخیستي او له سخت اقتصادي تنګښت سره مخ وو، کابل ته ورسېدل. دغو سرتېرو په بالاحصار کې د امیر محمد یعقوب خان شاهي ماڼۍ ته مخه کړه او د خپلو قانوني پاتې معاشونو د ورکړې غوښتنه یې وکړه.

امیر یعقوب خان د ګندمک له تړون وروسته د انګلیسانو تر فشار لاندې تر دې کچې راغلی و چې د برېتانوي سفیر له خوښې پرته یې له ملي خزانې څخه د کومې سترې پیسې د ورکړې وس نه درلود. کله چې امیر یعقوب د پیسو د نشتوالي پلمه وکړه او د ورکړې په اړه یې ځنډ او ټال پیل کړ، دغو سرتېرو ډېر ژر درک کړه چې «د دوی د اقتصادي بدمرغۍ او د خپل پاچا د بې‌وسۍ اصلي مسؤل هغه برېتانوي سفیر دی چې د کلا په بله برخه کې په بشپړه فرعونۍ ناست دی.»

د سرتېرو غوسه ناڅاپه له خپل پاچا څخه د انګلیسانو پر لور واوښته او هغوی په مظاهرو لاس پورې کړ او د برېتانوي سفارت مخې ته راټول شول. په دې خورا حساسې او احساساتي شېبې کې برېتانوي سفیر سر لوئیس کیواګناري د دیپلوماتیک تدبیر پر ځای تکبر وښود او خپلو ساتونکو ته یې پر بې‌وسلو افغانانو د ډزو امر وکړ، چې له امله یې یو شمېر افغانان په هماغه ځای کې ووژل شول.

دې ډزو پر اور تېل واچول او د افغانانو پټ غوسه ناڅاپه د لاوا په څېر راوخوټېده. افغان پوځ او د کابل غیرتمندو خلکو دا کار پر خپل ملي او اسلامي غیرت برید وباله او پر بالاحصار یې یرغل وکړ. قهرېدلي خلک له دېوالونو واوښتل او دننه ننوتل او د یوې ورځې په خونړۍ جګړه کې یې د برېتانوي سفیر سر لوئیس کیواګناري په ګډون ټول انګلیسي پلاوی او د هغوی ساتونکي ووژل. دا پېښه د برېتانیا د امپراتورۍ پر مخ داسې څپېړه وه چې له لندن څخه تر کلکتې پورې یې برېتانوي واکمن ولړزول.

د لارډ رابرټس راتګ او د امیر یعقوب خان ګوښه کېدل

کله چې په کابل کې د برېتانوي سفیر د وژل کېدو خبر برېتانوي هند ته ورسېد، وایسرای لارډ لټن سمدستي د جنرال فریډریک رابرټس (General Frederick Roberts) په مشرۍ یو لوی لښکر کابل ته ولېږه. انګلیسي پوځ له پرمختللو توپونو سره کابل ته ننوت او بالاحصار یې بیا ونیو. جنرال رابرټس د کابل له خلکو څخه د غچ اخیستو لپاره وحشیانه اقدامات وکړل. سلګونه افغان ملکي وګړي په عام محضر کې په دار وځړول شول، د کابل څو بازارونه وسوځول شول او په ټول ښار کې وېره او ترهه خپره شوه.

په دې ټولو حالاتو کې بې‌وسه شوی امیر محمد یعقوب خان د انګلیسانو په نظر کې هم مشکوک شوی و. انګلیسانو هغه له تخت څخه ګوښه او هند ته یې تبعید کړ. اوس کابل په مستقیم ډول د برېتانوي پوځ تر ولکې لاندې و، خو افغان ملت په زور د ټوپک په وسیله د اوږدې مودې لپاره نه شو ځپل کېدای. غازیانو او ملا مشک عالم په څېر دیني مشرانو د انګلیسانو پر ضد د جهاد اعلان وکړ.

افغان قومونو د کابل شاوخوا سیمو کې د انګلیسي پوځ د اکمالاتو لارې پرې کړې او هغوی یې دې ته اړ کړل چې په بالاحصار کې محاصره شي. د ۱۸۸۰ کال په جولای کې د «میوند جګړې» (Battle of Maiwand) په ډګر کې افغانانو د غازي ایوب خان په مشرۍ د برېتانوي پوځ یوې سترې قطعې ته یوه سخته او تاریخي ماتې ورکړه. په دې جګړه کې د «ملالۍ میوندۍ» په نوم د افغانې ښځې زړورتیا د افغان پوځ په زړونو کې نوی روح پو کړ. دې ماتې انګلیسانو ته په ډاګه کړه چې دوی هېڅکله نه شي کولای پر افغانستان مستقیم حکومت وکړي.

شریکټویټ
مخکینی پوسټ

پاکستان او داعش د فکري او رواني جګړې له دریڅې دویمه او وروستۍ برخه

ورته مقالې

د تیارو لښکر؛ د داعش پېژندنه! دویمه برخه
خوارج العصر

د تیارو لښکر؛ د داعش پېژندنه! دویمه برخه

جولای 24, 2025
داعش؛ د جهاد تر نوم لاندې عقیدوي انحراف
خوارج العصر

داعش؛ د جهاد تر نوم لاندې عقیدوي انحراف

جنوري 13, 2026
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! څلور دېرشمه برخه
جهادي لیکني

رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! څلور دېرشمه برخه

دسمبر 14, 2025
د سولې وهم؛ له غرناطې، تر غزې او سوډانه!
سیاسي لیکني

د سولې وهم؛ له غرناطې، تر غزې او سوډانه!

جنوري 25, 2026
سیاسي لیکني

د لویې یهودي امپراطورۍ جنګیالي

جولای 29, 2023
سیاسي لیکني

د افغانستان او چین ترمنځ روابط له تعامل څخه د رسمیت لور ته وخوځيدل

سپتمبر 14, 2023

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

جون 22, 2026
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

مارچ 25, 2024
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
د سلطنتونو هدیره او د تاریخ بدلېدونکی څرخ! دویمه برخه

د سلطنتونو هدیره او د تاریخ بدلېدونکی څرخ! دویمه برخه

اگست 22, 2026
پاکستان او داعش د فکري او رواني جګړې له دریڅې  دویمه او وروستۍ برخه

پاکستان او داعش د فکري او رواني جګړې له دریڅې دویمه او وروستۍ برخه

اگست 20, 2026
د سلطنتونو هدیره او د تاریخ بدلېدونکی څرخ! لومړۍ برخه

د سلطنتونو هدیره او د تاریخ بدلېدونکی څرخ! لومړۍ برخه

اگست 20, 2026
د اسد ۲۸مه؛ د عزت او آزادۍ حماسه!

د اسد ۲۸مه؛ د عزت او آزادۍ حماسه!

اگست 19, 2026

Popular Stories

  • د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کله چې د خوارجو توره د امام ابو حنیفه مخې ته خم شوه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.