د دښمن پر مخ درنه څپيړه

که څه هم دنيا په دې ملامته ده چې دلته کورنيو جګړو ته زمينه برابروي او غواړي چې هيواد کې راغلی امنيت منحل او کورنۍ جګړې شروع شي، د دنيا والو ټول تمرکز پر همدې دی چې څنګه موجوده نظام ته ګواه او خنډونه ايجاد کړي چې يوه مهمه او واضحه د خوراجو پروژه ده.
بي له شکه چې د خوارجو روانه ناکامه او منفوره پروژه د دنيا کفري هيوادونه اکمالوي، د نظام په مقابل کې يې پر ممکنه لارو چارو يې سمبالوي تر څو دلته ګډ وډې جوړه کړې خو دنياوال په دې خبر نه دي چې دلته د ډلو تپلو او کورنۍ جنجالو ته ځای نشته، هغوی که څو ځله نور هم د خوارجو په نوم دې جګړې ته څوک را مخې ته کړي تيروتنه کوي.

د خوارجو په اړه د اسلامي امارت تګلاره واضحه ده، د مسلمانانو په عبادت ځایونو او عامو بازارونو کې چاودنې کول د بزدل او کمزوري دشمن کار دی، دشمن دې له داسې کمزوري او بزدلانه کړنلارې په شا او له الله تعالی نه بښنه وغواړي کنه د دوی لپاره به يادې ناروا کړنې ګرانې تمامې شي، د اسلامي امارت د استخباراتو لوړ پوړي چارواکي ملا تاجمير«جواد» په يوه تازه ويډيو يي پيغام کې داسې ويلي:

اې د طاغوت، فتنې، شر او فساد لارویانو!

په الله قسم موږ به د اسلامي امارت د دفاع او د خپل ځورېدلي مجاهد ولس د سر، مال او عزت د خونديتوب او د ژوند د هوساينې په موخه ستاسې په وړاندې په ډېر جديت او قاطعيت د جهاد او قتال فريضه تر سره کړو او په ډېره مېړانه به د تاسې سره وجنګېږو. ستاسې په وړاندې به مبارزه وکړو او تاسې ته به اجازه درنکړو چې د دجالي او طاغوتي قوتونو شيطاني برنامې زموږ په ګران هیواد کې پلې او تطبيق کړئ او زموږ ملت له مصيبتونو او کړاونو سره مخ کړئ او د جهاد او قتال په نتيجه کې راغلی اسلامي شرعي نظام د پرديو د خوښيو لپاره وننګوئ.

نو د خوارجو لپاره همدا ښه فرصت دی چې له خپلې ناروا مفکورې په شا او حق ته تسلیم شي کنه دلته د دنيا زورورو زور اوبه شو، په خپل ټول توان او امکاناتو يې زور وواهه خو برې نشول، باقيده سرونه يې په نيزو کې پورته او شرمينده لاړل، هر څوک چې دلته نا امني خوښوي او د افغانانو مقدسي وينې بي ځایه تويوي هغوی لپاره يوازې د وژلو افشن دی او هغوی دې د ملا تاجمير «جواد» حفظه الله خبري په دقت واوري او ځان دې مړ حساب کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version