د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، وروستۍ څرګندونې چې په کې یې د پاکستاني پوځي قوماندانانو ستاینه کړې، یو تریخ او شرموونکی حقیقت روښانه کوي. دا سړی، چې د سیمې او منځني ختیځ په وروستیو تحولاتو کې یې کارنامه له جنایتونو، وینې تويولو او د اشغالګرو له ملاتړ څخه ډکه ده، اوس د هغو کسانو په ستاینه بوخت دی چې کلونه کېږي د افغانستان بېګناه وګړي په خپلو کورونو، روغتونونو او ښوونځیو کې شهیدانوي.
دا ستاینه یوازې یوه ساده سیاسي وینا نه ده، بلکې د مجرمو قدرتونو او د هغوی د سیمهییزو اجیرانو ترمنځ د یوې ژورې او خطرناکې ملګرتیا څرګندونه ده. کله چې ټرمپ خپل لاسونه د منځني ختیځ، په ځانګړي ډول د فلسطینیانو په وینو رنګ کړي وي، د پاکستاني مجرمینو ستاینه کوي، نو دا پوښتنه راولاړېږي: دا ستاینه د څه لپاره ده؟ ایا د بېدفاع خلکو د وژلو لپاره؟ ایا د افغانستان د بېثباته کولو لپاره؟ که په سیمه کې د امریکا او اسرائیلو د شومو موخو د پلي کولو لپاره؟
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ اصلي څېره نړۍ ته څرګنده کړه. هغه د امریکا سفارت بیتالمقدس ته په لېږدولو سره د فلسطینیانو وینه حلاله وګڼله. هغه د جولان لوړې د اسرائیلو د خاورې په توګه په رسمیت پېژندلو سره د سیمې کړکېچ لا پراخ کړ. هغه د ابراهیمي تړونونو په لاسلیکولو سره، مسلمانانو یو بل په تورو ووهل. هغه پر ایران د پوځي برید په ترسره کولو سره نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړ. هغه د غزې د خلکو د وژنې پر وړاندې نه يوازې چوپ پاتې شو، بلکې د عاملانو ملاتړ یې هم وکړ.
همدا ټرمپ دی چې نن د پاکستاني پوځ قوماندانان د «فوقالعاده کړنو» خاوندان بولي. کومې فوقالعاده کړنې؟ ایا د کابل د «امید» روغتون بمبارول او د ٤٠٠ بېګناه ناروغانو په شهادت رسول؟ ایا د کونړ په ولایت کې د خلکو پر کورونو د مرمیو او توغندیو ورول او د ښځو او ماشومانو په وینو لړل؟ ایا د افغانستان د ناامنولو لپاره د داعش په څېر ډلو ملاتړ؟ دا شرموونکې ستاینه ښيي چې ټرمپ او د هغه ملګري د بشریت پر ضد جنایت ته «فوقالعاده کړنه» وایي.
د ټرمپ، د پاکستان د ستاینې او په منځني ختیځ کې د هغه د جنجالي کړنو ترمنځ یو روښانه او نه انکارېدونکی تړاو موجود دی. ټرمپ او د هغه صهیونیستي ملاتړي په جنوبي اسیا کې یوې اجیرې اردو ته اړتیا لري څو خپلې موخې د نیابت له لارې پر مخ یوسي. لکه څنګه چې اسرائیل د امریکا په ملاتړ د فلسطین خلک وژني، پاکستان هم د هماغو قدرتونو په ملاتړ د افغانستان خلک په نښه کوي.
دا یوه همغږې لوبه ده: یوه جبهه په لوېدیځه اسیا (فلسطین) کې او بله په ختیځه اسیا (افغانستان) کې. په دواړو جبهاتو کې قربانیان بېګناه مسلمانان دي او جلادان هغه ګوډاګیان دي چې تارونه یې د نورو په لاس کې دي. ټرمپ د پاکستاني قومندانانو ستاینه ځکه کوي چې هغوی په وفادارۍ سره د «امریکا د سرتېري» رول لوبوي. هغوی په منځني ختیځ کې د «درواغجن منځګړي» رول لوبوي، تر څو د اسرائيلو ګټې پر مخ ولاړې شي او په افغانستان کې د «جلاد» رول ترسره کوي، څو ختیځ ګاونډی په ناامنۍ او ګډوډۍ کې ډوب شي.
د پاکستان پوځي رژیم له کلونو راهیسې په سیمه کې د امریکا او اسرائیلو د اجیر ځواک په توګه پېژندل کېږي. دا رژیم، په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې د سولې او اوربند خبرې کوي، د افغانستان په ختیځو پولو کې بیا د جګړې هر ډول اصول او انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کوي. لکه څنګه چې ټرمپ او اسرائیل په فلسطین کې روغتونونه بمباروي، همداسې پاکستان هم په کابل کې د معتادینو د «امید» روغتون هدف ګرځولی دی او لکه څنګه چې صهیونیستي رژیم په غزه کې ښوونځي او د خلکو کورونه ورانوي، پاکستان هم د افغانستان په کنړ، پکتیا او خوست کې ښوونځي او د خلکو کورونه د هاوانونو او بمونو په بریدونو ویشتلي دي.
دا همغږي جنایتونه تصادفي نه دي، بلکې د یوې مخکې له مخکې طرحه شوې نقشې برخه ده؛ داسې نقشه چې په کې لوی قدرتونه نیابتي رژیمونه کاروي څو د مسلمانانو وینه توی شي او هغوی په فقر، ناامنۍ او وروسته پاتېوالي کې وساتل شي.
د ټرمپ د پاکستان د جنایتکارو چارواکو د ستاینې دلیل یوازې د لنډمهاله سیاسي ګټو تر بریده نه محدودېږي. ټرمپ پوهېږي چې پاکستان د امریکا په سیمهییزو لوبو کې یو مهم او کلیدي رول لري؛ له افغانستانه د امریکا د لوژستیکي لارو د تأمین څخه نیولې، تر د استخباراتي ادارو له شبکو (سیا او موساد) سره تر همکارۍ پورې.
ټرمپ په دې ستاینه سره په حقیقت کې پاکستان ته شین څراغ ورکوي چې خپلو کړنو ته دوام ورکړي، ځکه چې دا کړنې د امریکا د ستراتیژیکو ګټو سره سمون لري. هغه په خپلو څرګندونو کې په ضمني ډول دا پیغام رسوي چې د ده لپاره د یو افغان یا فلسطیني انسان ژوند هېڅ ارزښت نه لري، بلکې هغه څه مهم دي چې د لویو قدرتونو او د هغوی د متحدانو ګټې تضمین کړي.
دا شرموونکې کړنلاره نه یوازې د سیمې د بحرانونو په حل کې مرسته نه کوي، بلکې د کرکې او تاوتریخوالي اور لا پسې بلوي او پراخوي. د افغانستان خلک ښه پوهېږي چې پاکستان دا کړنې يوازې نه ترسره کوي؛ بلکې تر شا یې د امریکا او اسرائیلو ملاتړ ولاړ دی، د ټرمپ له لوري د پاکستاني قوماندانانو ستاینه د همدې ادعا یو ښکاره او پیاوړی ثبوت ګڼل کېږي. دا ستاینه په حقیقت کې د ناروغانو د قتل عام تأیید دی، د کنړ د خلکو د کورونو بمبارۍ تأیید دی، په افغانستان کې د داعش په څېر ډلو د ملاتړ تأیید دی او د هغو ټولو جنایتونو تأیید دی چې د پاکستان رژیم د افغان مظلوم ولس پر وړاندې ترسره کړي دي.
په پای کې باید وویل شي چې د سیمې ملتونه، په ځانګړي ډول د افغانستان او فلسطین خلک، دا شومه لوبه په ښه ډول پېژني. هغوی پوهېږي چې ټرمپ او د هغه په څېر نور کسان د غزې او کابل د جنایتونو ترمنځ هېڅ توپیر نه کوي. د هغوی په نظر د ټولو مسلمانانو وینه یو شان او بېارزښته ده.
خو تاریخ به هېڅکله دا جنایتونه هېر نه کړي. یوه ورځ به راشي چې جلادان او د هغوی ملاتړي به د خدای جلجلاله او تاریخ پر وړاندې حساب ورکولو ته راوبلل شي. الله تعالی په قرآن عظیمالشان کې فرمایي:
«وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ»
یعنې: ګمان مه کوئ چې الله جلجلاله د ظالمانو له کړنو ناخبره دی. دا الهي وعده د مظلومانو لپاره تر ټولو لویه تسلي ده او د هغو جنایتکارانو لپاره لکه ټرمپ او پاکستاني اجیر رژیم ته تر ټولو ستر خبرداری چې د ظلم او وینې تویولو لاره غوره کوي.










































