د داعش په نامه وبا (طاعون) |  لسمه برخه

أبو هاجر الکردي

#image_title

په سوريه کې د کورنیو جګړو په ترڅ کې، داعش بې شمېره جنایتونه وکړل او پر اهل السنة والجماعة یې ډېر ظلمونه ترسره کړل.

 

دا جنایتونه؛ پوځي بریدونه، ډله ییز اعدامونه او په زوره د غیر اسلامي کړنو ترسره کول و، په ځانګړې توګه یې په هغه سیمو کې سر ته رسول؛ چې د دوی تر واک لاندې او یا نږدې ور سره پرتې وې.

 

د شمالي حلب سیمه، چې د داعش له ګواښ سره مخ وه؛ د دې وحشتناکو جنایتونو شاهده وه، داعش په دې سیمه کې د اهل السنة پر وړاندې، چې د سیمې لویه برخه یې جوړوله؛ ظالمانه او بې رحمه اعمال ترسره کړل.

 

په شمالي حلب کې د داعش جنایتونه ډېر وو، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

 

١: وسلوال بریدونه او جګړې:

داعش په پرلپسې توګه؛ په هستوګنیزو سیمو بریدونه کول، په ځانګړې توګه په شمالي حلب کې خونړۍ نښتې ترسره کېدې، چې د حلب ښار هستوګنیزه او کلیواله سیمه ګڼل کېږي.

 

٢: ځورونې او تاوتریخوالی:

داعش د مذهبي او ایډیالوژیکو پلمو په کارولو سره، په زور او غیر انساني توګه؛ د اهله السنة والجماعه په ګډون، پر مختلفو مذهبي ډلو بریدونه ترسره کول، دا کړنې د ډله‌ییزو اعدامونو، شکنجو، د مذهبي او فرهنګي ځایونو د ویجاړولو په بڼه ترسره کېدې.

 

٣: د سیمو نیول او اشغالول:

داعش د نظامي ځواک په کارولو سره، د شمالي حلب مختلفې سیمې ونیولې او تر خپلې ولکې لاندې یې راوستې، په پایله کې؛ ډېر خلګ، په ځانګړې توګه اهل السنة مجبور شول، چې خپلې کورنۍ پرېږدي او په اجباري توګه هجرت وکړي.

 

٤: د ویري او وحشت فضا رامنځته کول:

داعش د دې لپاره چې د سیمې خلک وډار کړي او تر فشار لاندې یې راولي؛ په عام محضر کې یې د اعدامونو او ورته کړنو نندارې وړاندې کولې، چې دا کار یې د خلګو تر منځ د نا امنۍ او ویرې د زیاتېدلو لامل شو.

 

د داعش جنایتونه په شمالي حلب او د سوريې په نورو سیمو کې ژور او منفي اغېزونه پرېښودل او له ځان سره يې د بشري او ټولنیزو ستونزو لړۍ راوپاروله، دغه جنایتونه نه یوازې د بشري او ټولنیزو بحرانونو سبب شول؛ بلکې د مذهبي او قومي ناندریو د زیاتېدو لامل هم وګرځېدل، چې له امله يې خلګ د یو بل پر وړاندې ودرېدل او په جګړه ښکېل شول.

هرماس الافغاني
Exit mobile version