هغه څه چې په تیره برخه کې مې یادونه وکړه، د حجرالأسود ستراتیژیک موقعیت ته اشاره وه؛ خو په دې برخه کې به په لنډه توګه د دې سیمې د اشغال په اړه د داعش د پرمختګ کیسه بیان شي.
بغدادي جنايتکاران د ۲۰۱۵ مېلادي کال، د اپریل په میاشت کې د یوې ناڅاپي حملې له لارې، چې د ځینو ځايي جاسوسانو د همکارۍ پر بنسټ ترسره شوه؛ د حجر الاسود سیمې ته ورننوتل.
دې ډلې د دوکې او د غولونکو شعارونو په وسیله وکولای شول چې په چټکۍ سره په خلکو کې نفوذ وکړي، له دې مخکې چې داعش دې سیمې ته داخل شي، دا ښارګوټی د جبهة النصرة مجاهدینو تر واک لاندې و؛ چې د بشار الاسد دولت ته یې ستر ګواښ پېښاوه.
له همدې امله، نصیري نظام خپل ټول استخباراتي او اکمالاتي ځواک په کار واچاوه، تر څو مجاهدین له سیمې وباسي، ځان او خپلو عسکرو ته ارامښت راولي.
په دې حمله کې او له حجر الاسود څخه د نیولو وروسته، داعش د سوریې د دولت سلګونه مخالفین، چې د «اکناف بیتالمقدس» (په یرموک کمپ کې مېشت یو فلسطیني ډله) او نورو محلي ډلو غړي و، شهیدان کړل؛ د زهرجنو او خاینانه خنجرونو په کارولو سره یې غوره مجاهدین مهاجر او انصار په وینو ولمبول.
د ترسره شويو څېړنو له مخې، داعش سیمې ته تر ننوتلو وروسته، له ۲۰۰ څخه زیات مجاهدین شهیدان کړل او سلګونه ماشومان یې یتیمان او بې سرپرسته کړل.
داعش تر شا نه یوازې مثبته لاسته راوړنه نه ده پرې ايښې، بلکې په هر هغه څه ویاړي چې په کې یې د اهل سنتو ځوانانو وینې تویې کړي دي، هغه څه چې دوی یې لاسته راوړنه بولي، په سوریه او عراق کې د مجاهدینو او جهادي خوځښتونو کمزوري کول دي.
د داعش د بنسټ اېښودو موخه دا ده، چې اسلام په یوه بده بڼه وښيي؛ هغه څه چې نن ورځ د اسلام د دښمنانو له خوا په خپلو غونډو کې خپرېږي او هڅه کوي چې اسلام د تاوتریخوالي په توګه معرفي کړي، د همدوی له خوا جوړې شوې صحنې دي، چې د پلورل شويو داعشي جنایتکارانو کړنې خپروي او اعلانوي.