د داعش په خلافت کې، د ماشومانو د کارولو لاملونه (اوله_برخه)

فرهاد فروتن

#image_title

هر کله چې ماشومان د مختلفو ترهګرو او افراطي ډلو لخوا استخدام کیږي، د همدې ډلو په منځ کې مختلف رول لوبوي؛ خو د داعش په خلافت کې د “ماشومانو سرتیرو” کارول په پیچلي او څو اړخیزه طریقو ولاړ عمل دى.

داعش په منظم ډول له ماشومانو څخه د مشرانو همکارانو تر څنګ د تاوتریخوالي د سختو اعمالو د ترسره کولو لپاره د اصلي عاملانو په توګه کار اخلي؛ دا ډله په خپلو تبلیغاتي رسنیو کې، په ویاړ سره ماشومان د ويشتونکو، ځانمرګو برید کوونکو او د جګړې په ډګر کې د سرتیرو په توګه انځوروي.

البته مخکې له دې چې د همدې مقالې نورو برخو ته ورسیږو، باید يې په لومړۍ برخه کې د “ماشوم سرتیري” په اصطلاح پوه شو.

ماشوم سرتیری هر هغه کس ته ویل کیږي، چې عمر یې له ۱۸ کلنو څخه کم وي، چې د یوې ترهګرې وسله‌والې ډلې له لورې جذب شوی وي او د جنګیالي، جاسوس، قاصد، آشپز یا نورو موخو لپاره کارول کیږي.

څېړنو ثابته کړې؛ چې له ۲۰۱۵ مېلادي کال څخه تر ۲۰۲۱ مېلادي کال پورې، له ۱۱۰۰ ډېر ماشومان چې یوازې سوریایي وو او له ۱۶ کلونو يې عمرونه کم و؛ په خپله خوښه له داعش ډلې سره یوځای شوي او د سرتېرو په توګه یې کار کاوه.

ماشومان په اسانۍ او سادګۍ سره هغو مادي او رواني ګټو ته متوجه دي، چې داعش یې وړاندې کوي؛ ماشومان چې کله د داعش له خلافت سره یوځای کیږي میاشتنی معاش ترلاسه کوي، د معاش ترلاسه کول د دې ډلې سره د یوځای کیدو لپاره یو اغیزمن او هڅونکی فاکتور دی.

داعش د خپلو وسلو او یونیفورمونو له لارې هم د ماشومانو استخدام ته دوام ورکوي، رائد سوري چې په ۱۶ کلنۍ کې له داعش سره یو ځای شوى وو، د بشر د حقوقو د څار له کميټې سره يې د خپلې مرکې پر مهال وویل: “ما د داعش یونیفورم خوښ کړ او ډېرې وسلې یې درلودې، نو پرېکړه مې وکړه چې له داعش سره یوځای شم”.

دا موضوع چې مختلف ابعاد لري، په دې لیکنه کې هڅه کوو چې د داعش په خلافت کې له ماشومانو څخه د استفادې پر لاملونو خبرې وکړو، ان شاءالله.

ګرانو لوستونکو!
داسې ښکاري چې ماشومان یوازې د لویانو تر څنګ نه استخدام کيږي، بلکې په ځانګړې توګه يوازې هغوى هم په نښه کیږي ځکه چې د دوی کارول دې ترهګرې ډلې ته مختلفې ګټې برابروي.

له کومه ځايه چې دا موضوع ډیره مهمه ده، موږ به یې د دې مقالې په بېلابېلو برخو کې په تفصیل سره تشریح کړو.

نور بيا…

ابو جلال
Exit mobile version