په تېره برخه کې د اسلامي امارت او طالبانو پر ضد د داعشي خوارجو او غالي مدخلیانو له لوري د دیوبندیت په اړه د خپرېدونکو شبهې علمي او شرعي څېړنه وشوه. د همدې لړۍ په دې برخه کې د ماتریدیت تاریخي شالید، اعتقادي بنسټونه، علمي خدمتونه او له نورو کلامي مذهبونو سره یې اختلافات څېړل کېږي. ورپسې به دا ادعا د شرعي اصولو په رڼا کې وارزول شي چې ګواکې ماتریدي عقیده پر کفر ولاړه ده او له همدې امله د اسلامي امارت او طالبانو تکفیر روا دی.
ماتریدیت: تاریخي شالید، اعتقادي بنسټونه او د تکفیر د ادعاوو شرعي ارزونه
د ماتریدي عقیدې حقیقت او تاریخي شالید:
ماتریدیت د اسلامي عقایدو په علم کې د اهل سنتو له مشهورو کلامي تګلارو څخه دی، چې نسبت یې د درېیمې هجري پېړۍ د وروستیو او څلورمې پېړۍ د لومړیو وختونو نامتو حنفي عالم، مفسر او متکلم، امام ابو منصور محمد بن محمد الماتریدي السمرقندي رحمه الله ( ۳۳۳هـق) ته کېږي. امام ماتریدي رحمه الله د کوم نوي دین، مستقلې عقیدې یا جلا مذهبي فرقې بنسټګر نه و، بلکې د حنفي علمي روایت د اعتقادي اصولو په تشریح، تنظیم او دفاع کې یې مهم رول ولوباوه. نوموړي د قرآن کریم او نبوي سنتو د دلایلو ترڅنګ له عقلي استدلال څخه هم کار واخیست، څو د معتزلهوو، فلسفي جریانونو او نورو کلامي ډلو شبهاتو ته ځوابونه وړاندې کړي.
د نوموړي له مهمو علمي آثارو څخه «كتاب التوحيد» او «تأويلات أهل السنة» دي، چې د توحید، الهي صفاتو، نبوت، ایمان، قضا او قدر او نورو اعتقادي مسائلو په اړه پکې مفصل بحثونه شوي دي. ماتریدیت له حنفي اعتقادي روایت سره ژور تاریخي او علمي تړاو لري، خو دا په دې معنا نه ده چې د امام ماتریدي رحمه الله ټولې کلامي څرګندونې دې د امام ابو حنیفه رحمه الله بعینه اقوال وګڼل شي.
د ماتریدي عقیدې بنسټیز اصول
د ماتریدي علماوو اعتقادي منهج د اسلام پر بنسټیزو عقایدو ولاړ دی، چې مهم اصول یې په لاندې ډول دي:
۱- د الله تعالی پر وحدانیت ایمان: ماتریدیان د الله تعالی پر وحدانیت، بېساري ذات، مطلق قدرت، علم، ارادې او نورو کمالي صفاتو ایمان لري. الله تعالی له مخلوقاتو سره له هر ډول ورتهوالي څخه پاک او د عبادت یوازینی مستحق ګڼي.
الله تعالی فرمایي:
﴿ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ﴾ (الشورى: ۱۱)
ژباړه: هغه ته ورته هيڅ شی نشته، د هر څه ښه اوريدونکی او ليدونکی دی.
۲- پر نبوت او رسالت ایمان: ماتریدیان د ټولو الهي پیغمبرانو پر نبوت، د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر رسالت او خاتمیت او د قرآن کریم پر حقانیت ایمان لري.
۳- پر غیبیاتو او آخرت ایمان: دوی پر ملائکو، آسماني کتابونو، قیامت، حساب، میزان، جنت، دوزخ او نورو هغو غیبي امورو ایمان لري چې په قرآن کریم او صحیح نبوي سنتو کې ثابت شوي دي.
۴- پر قضا او قدر ایمان: ماتریدیان الله تعالی د ټولو موجوداتو خالق ګڼي، خو په دې باور هم دي چې انسان په خپلو اختیاري اعمالو کې اراده او اختیار لري او د همدې اختیار له مخې د خپلو کړنو مسئول دی.
۵- د ایمان حقیقت: د ماتریدي علماوو په مشهور اعتقادي بیان کې د ایمان اصل د زړه تصدیق دی او د دنیوي احکامو د جاري کېدو لپاره د ژبې اقرار شرط ګڼل کېږي. دوی د کبیره ګناه مرتکب یوازې د خپلې ګناه له امله کافر نه بولي، تر هغه چې د کفر کوم مستقل شرعي سبب ترې ثابت نه شي. په دې توګه د دوی دریځ د خوارجو له هغې عقیدې سره څرګند توپیر لري چې د کبیره ګناه مرتکب یې له ایمان څخه خارج ګاڼه.
له دغو اصولو څرګندېږي چې ماتریدي علماء د اسلام پر بنسټیزو عقایدو ایمان لري؛ البته د ځینو اعتقادي مسائلو په تفسیر، تشریح او د استدلال په طریقه کې له نورو کلامي تګلارو سره اختلافات لري.
د ماتریدیت، اشعریت او اثري منهج ترمنځ اختلافات:
ماتریدیت او اشعریت د اهل سنتو له دوو مشهورو کلامي تګلارو څخه دي. اشعریت امام ابو الحسن اشعري رحمه الله (۳۲۴ هـق) ته منسوب دی. د دواړو تګلارو ترمنځ د توحید، نبوت، آخرت او نورو بنسټیزو عقایدو په اړه پراخ اشتراک شته؛ خو د عقل او نقل د اړیکې، ځینو الهي صفاتو، ایمان، تکوین، حسن او قبح عقلي او د انسان د اختیار په څېر مسائلو کې یې کلامي اختلافات هم موجود دي.
له بلې خوا، د ماتریدي علماوو او د اثري یا اهل حدیثو د اعتقادي منهج د پیروانو ترمنځ اختلافات تر ډېره د الهي صفاتو د نصوصو د فهم، د تأویل د حدودو، د عقلي استدلال د کارونې او د علم کلام د مشروعیت په اړه دي.
اثري علماء عموماً د الهي صفاتو د نصوصو پر اثبات، له کیفیت ټاکلو پرته، ټینګار کوي او د هغو کلامي تأویلونو مخالفت کوي چې د دوی په اند د سلفو له منهج سره سمون نه لري. په مقابل کې، ماتریدي علماء د الهي تنزیه په رڼا کې د ځینو متشابه نصوصو په تفسیر کې له تأویل څخه هم کار اخلي.
د دغو اختلافاتو په ارزونه کې د علماوو نظرونه یو شان نه دي؛ ځینې یې فرعي او کلامي اختلافات بولي او ځینې نورو ته زیات اعتقادي اهمیت ورکوي. له همدې امله، نه د دغو تګلارو د بشپړ یووالي ادعا دقیقه ده او نه د ټولو اختلافاتو د تکفیر تر کچې رسول له علمي انصاف سره سمون لري.
د یوه کلامي نظر ناسم یا بدعي ګڼل او د هغه د منونکي تکفیر دوه جلا شرعي مسئلې دي، چې د دواړو ترمنځ توپیر باید په پام کې ونیول شي.
د ماتریدي علماوو علمي خدمتونه او تاریخي نفوذ
د معتزلهوو، باطنیانو، ملحدینو، روافضو او نورو فرقو د نظریاتو په علمي رد او نقد کې د ماتریدي علماوو خدمتونه خورا پراخ او د پام وړ دي. دغو علماوو نه یوازې د اسلامي عقایدو د دفاع، توضیح او تشریح په برخه کې ارزښتناکه علمي پانګه پرېښې، بلکې د قرآن او سنتو په تدریس، تفسیر، حدیث، فقه او نورو اسلامي علومو په ترویج او خپراوي کې یې هم څرګند او اغېزناک رول لوبولی دی.
د دوی د علمي هڅو پراخوالی له دې حقیقته څرګندېږي چې نن هم په اسلامي کتابتونونو کې د قرآن او حدیثو د شروحو، فقهي تصنیفاتو، علمي څېړنو او دیني متونو د تدوین او خپرولو په برخو کې د دې فکري مکتب د علماوو خدمتونه په څرګند ډول تر سترګو کېږي. د ماتریدیهوو او اشاعرهوو د نفوذ ساحه یوازې په افغانستان یا کومې ځانګړې سیمې پورې محدوده نه وه، بلکې دغه دواړه فکري مکتبونه له پېړیو راهیسې د اسلامي نړۍ په پراخو سیمو کې رواج لري. د دوی په وده او خپراوي کې د علمي او تدریسي فعالیتونو ترڅنګ، د بېلابېلو اسلامي سلطنتونو او واکمنانو ملاتړ هم مهم رول لوبولی دی.
د ایوبي او مملوکي واکمنیو په دورو کې په ځانګړي ډول اشعري فکري مکتب وده وکړه، په داسې حال کې چې د عثماني سلطنت په دوره کې د ماتریدي فکري مکتب اغېز او نفوذ لا پسې پراخ شو. دغه مکتب په ماوراءالنهر، منځنۍ اسیا، اناطولیه، بالکان، هند، افغانستان او د اسلامي نړۍ په نورو سیمو کې ژورې ریښې وغځولې.
له دې فکري مکتب سره په تړلو سترو علماوو او جلیلالقدره شخصیتونو کې د امام کمال الدین ابن الهمام، امام نورالدین صابوني، علامه ابن نجیم او نورو نومیالیو فقهاوو او متکلمینو نومونه د یادونې وړ دي.
د دغو تاریخي او علمي حقایقو په پام کې نیولو سره، د ماتریدیهوو پېژندنه یوازې په څو اختلافي کلامي مسائلو پورې محدودول او د هغوی د پېړیو علمي، دیني او څېړنیز خدمتونه له پامه غورځول له منصفانه علمي چلند سره سمون نه لري.












































