داعشي خوارج او غالي مدخلیان د اسلامي امارت او طالبانو د تکفیر لپاره دا پلمه وړاندې کوي چې ګواکې د هغوی عقیده دیوبندي او ماتریدي ده. دغه تکفیري ډلې ادعا کوي چې دا عقیده پر کفر ولاړه ده، له بده مرغه، ځینې کسان، په ځانګړي ډول په عربي نړۍ کې، د دغو تورونو له حقیقت او علمي او تاریخي شالید څخه د ناخبرۍ له امله د یادو تکفیري ډلو تر تبلیغاتي اغېز لاندې راځي. په دې تړاو د ځینو بنسټیزو حقیقتونو پېژندل اړین دي، ترڅو د دې تور اصلي حقیقت، علمي او تاریخي شالید او په اړه یې خپرې شوې ناسمې انګېرنې او غلط فهمۍ روښانه شي.
دیوبندیت: تاریخي شالید، علمي تګلاره او دیني او اصلاحي خدمتونه
دیوبندیت په اصل کې کومه نوې یا خپلواکه عقیده او مذهب نه دی، بلکې د دیني علومو د زدهکړې او تدریس، د عقایدو او اعمالو د اصلاح او د علمي، اخلاقي او روحاني روزنې یوه جامع تګلاره ده، چې د برصغیر او افغانستان ګڼ شمېر علماء او مشایخ ورسره تړاو لري. د دیوبندیت نسبت د هندوستان تاریخي ښار دیوبند ته کېږي، چې په ۱۸۶۶ زېږدیز کال (د ۱۲۸۳ هجري قمري کال د محرم الحرام په ۱۵مه) کې د «دارالعلوم دیوبند» په نوم د دیني علومو یوه ستره او نامتو مدرسه پکې تأسیس شوه. دغه مدرسه وروسته په برصغیر کې د یوه اغېزناک علمي، اصلاحي او جهادي خوځښت پر مرکز بدله شوه.
تاریخي شالید او د دارالعلوم دیوبند تأسیس
دا حقیقت باید په پام کې ولرو چې د دارالعلوم دیوبند علمي او روزنیزه تګلاره کومه نوې رامنځته شوې تګلاره نه وه، بلکې بنسټونه یې د اسلامي تاریخ په لرغونو علمي دودونو او روایتونو کې ژورې ریښې لرلې. په ځانګړي ډول په برصغیر کې شاه ولي الله محدث دهلوي رحمه الله او د هغه علمي او فکري وارثانو د قرآن او سنتو لوري ته د رجوع، د توحید د دعوت، د دیني علومو د احیا، د عقایدو او اعمالو د اصلاح او په ټولنه کې د دودو شویو شرکي عقایدو او بدعتونو د رد او مخنیوي په برخه کې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي وو. د دیوبند اکابرو همدغه علمي او اصلاحي میراث ته دوام ورکړ او د یوه منظم تعلیمي، روزنیز او اصلاحي خوځښت بڼه یې ورکړه.
پر برصغیر د برتانوي استعمار واکمنۍ، د ۱۸۵۷ زېږدیز کال له جګړې وروسته د مسلمانانو سیاسي او پوځي ځواک ته د اوښتو سختو زیانونو او د هغوی دیني او کلتوري هویت ته د ورپېښو ګواښونو په پام کې نیولو سره، د دیوبند اکابرو د داسې یوه علمي مرکز جوړول اړین وبلل، چې له یوې خوا د مسلمانانو د دین او ایمان، اسلامي تمدن، علمي میراث او دیني هویت ساتنه وکړي او له بلې خوا داسې وړ او پیاوړې علمي او فکري رهبرۍ وروزي، چې د استعماري واکمنۍ پر وړاندې د مبارزې وړتیا ولري او په امت کې د دیني ویښتیا او خپلواکۍ روحیه ژوندۍ وساتي.
د همدې موخې لپاره د دارالعلوم دیوبند بنسټ کېښودل شو. دغه علمي مرکز د وخت په تېرېدو سره یوازې تر یوه تعلیمي بنسټ محدود پاتې نه شو، بلکې د یوه پراخ علمي، دیني، فکري او جهادي خوځښت پر اغېزناک مرکز بدل شو. د دې سترې دیني مدرسې له روزنیزې غېږې څخه داسې نومیالي علماء، محدثین، فقهاء، مصلحین او مجاهدین راووتل، چې د برصغیر او افغانستان پر علمي او دیني ډګرونو یې ژورې اغېزې وښندلې او د برتانوي استعمار پر وړاندې یې په علمي، فکري، سیاسي او عملي مبارزو کې څرګند او ارزښتناک رول ولوباوه.
د دارالعلوم دیوبند علمي او روزنیزه تګلاره
د دارالعلوم دیوبند تعلیمي نظام یوازې د کتابونو تر تدریس او د علمي معلوماتو تر لېږد پورې محدود نه دی، بلکې د علم او عمل، تعلیم او تربیې، اصلاح او تزکیې یو جامع او منظم نظام دی. په دې تګلاره کې استاد یوازې د یوه ښوونکي حیثیت نه لري، بلکې د روزونکي، لارښود او د شخصیت او کردار د جوړوونکي دنده هم ترسره کوي. زدهکوونکي د خپلو استادانو تر مستقیمې څارنې لاندې دیني علوم زده کوي، د هغوی له علمي او روزنیزې ملګرتیا څخه ګټه اخلي او د کتابونو د الفاظو او عبارتونو ترڅنګ د هغو په معناوو، موخو او عملي غوښتنو هم ځان پوهوي. په دې توګه، زده کوونکي له کتابونو څخه د علم د ترلاسه کولو ترڅنګ، د استادانو له صحبت او لارښوونو څخه علمي پوخوالی، فکري وده او عملي روزنه هم ترلاسه کوي.
د دې تګلارې یوه څرګنده ځانګړنه دا ده چې علم له عمل او تعلیم له تربیې څخه بېل نه ګڼل کېږي. دلته یوازې پر دې بسنه نه کېږي چې زدهکوونکي په علمي بحثونو کې مهارت ترلاسه کړي او له دیني مسائلو سره بلد شي، بلکې د هغوی د باطن اصلاح، د اخلاقو سمون، د کردار پاکوالي او د ظاهري او باطني اعمالو اصلاح ته هم ځانګړې پاملرنه کېږي. پر عباداتو پابندي، د ذکر او اذکارو دوام، تقوا او پرهېزګاري او د نفس تزکیه د دیني تعلیم او تربیې مهمې برخې ګڼل کېږي، ترڅو له دې علمي مرکز څخه فارغېدونکی طالبالعلم یوازې د دیني علومو پوه او حامل نه وي، بلکې په خپل ژوند او کردار کې د خپل علم عملي بېلګه هم وګرځي.
د نفس تزکیه، تصوف او د دیوبند د اکابرو تګلاره
ځینې افراطیان او تکفیریان د دارالعلوم دیوبند د همدې روحاني او اصلاحي اړخ په پلمه، د دې مدرسې علماء او ورسره تړلي کسان په منفي بڼه قبوري صوفیان معرفي کوي او هڅه کوي چې هغوی له هغو صوفي ډلو سره یو شان وښيي چې په غلو او بدعتونو کې ښکېلې دي. حال دا چې د دیوبند د اکابرو په اند، د باطن اصلاح او د نفس تزکیه باید د قرآن او سنتو له لارښوونو سره سمه او د اسلامي شریعت د حدودو تابع وي.
د هغوی په تګلاره کې د روحاني روزنې موخه دا ده چې انسان د شریعت پابند وګرځوي، اخلاق او کردار یې اصلاح کړي، باطن یې له ناوړه صفاتو پاک کړي او د الله تعالی اطاعت او بندګۍ ته یې متوجه کړي؛ نه دا چې له قبرونو سره تړلو غیرشرعي عقایدو، له حده اوښتو تصوراتو او په دین کې د بېبنسټه دودونو او رواجونو د خپرولو وسیله وګرځي.
له همدې امله، د دیوبند د اکابرو اصلاحي او روزنیزه تګلاره د هغو صوفي ډلو له عقایدو او اعمالو سره یو شان ګڼل، چې د غلو او غیرشرعي دودونو نیوکې پرې کېږي، په حقیقت کې د دې علمي مکتب له علمي او فکري ماهیت څخه سترګې پټول دي. د دیوبندي علماوو په اند، د نفس د تزکیې او د باطن د اصلاح اساسي موخه دا ده چې د انسان ظاهر او باطن دواړه د شریعت تابع شي او ټول ژوند یې د قرآن او سنتو له لارښوونو سره سمون ومومي.
دا هماغه علمي او اصلاحي میراث دی چې بنسټونه یې شاه ولي الله محدث دهلوي رحمه الله او د هغه علمي او فکري وارثانو پیاوړي کړي وو او وروسته د دیوبند اکابرو د تعلیم او تدریس، دعوت او اصلاح او د نفس د تزکیې د یوه منظم نظام په بڼه ورته دوام ورکړ. د دې علمي او اصلاحي خوځښت اغېزې ورو ورو د برصغیر له پولو واوښتې او افغانستان او د نړۍ نورو سیمو ته هم ورسېدې.
د استعماري ځواکونو پر وړاندې مبارزه او د دیوبند علمي میراث
د دارالعلوم دیوبند علمي، فکري او روحاني اغېزې یوازې د برتانوي استعمار تر دورې محدودې پاتې نه شوې، بلکې په وروستیو پړاوونو کې هم له دې فکري منهج سره تړلو علماوو او دیني خوځښتونو په بېلابېلو ډګرونو کې څرګند او اغېزناک رول ولوباوه. په برصغیر کې د دیوبند اکابرو د برتانوي استعمار پر وړاندې د خپلواکۍ په مبارزه کې پراخه ونډه واخیسته. همدارنګه په افغانستان کې هم له دې علمي میراث سره تړلو علماوو او دیني کړیو د برتانوي استعمار پر وړاندې په مبارزو، د شوروي ځواکونو د پوځي یرغل پر وړاندې په مقاومت او وروسته د امریکايي او متحدو ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې په بېلابېلو برخو کې ونډه درلوده.
په ځانګړي ډول پر افغانستان د امریکا له پوځي یرغل وروسته، له دیوبندي علمي میراث سره تړلو ګڼو شخصیتونو او ډلو په افغانستان او پاکستان کې د امریکايي او متحدو ځواکونو پر وړاندې په مقاومت کې څرګند رول ولوباوه. بالاخره، له دوو لسیزو جګړې، پوځي مقاومت او سیاسي او ډیپلوماټیکو هڅو وروسته، امریکا له طالبانو سره مذاکرات پیل کړل، د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په فبرورۍ میاشت کې د دوحې تړون لاسلیک شو او د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په اګست میاشت کې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل.
په دې توګه، د دیوبند علمي او فکري میراث لا هم له خپلو اغېزو سره ژوندی پاتې دی. له دې علمي منهج سره تړلې ادارې د اسلامي علومو خپرول، د دیني ارزښتونو ساتنه، د ټولنې اصلاح او د دیني او کلتوري خپلواکۍ دفاع خپله تاریخي دنده ګڼي. د هغوی په اند، تر هغه چې د استعماري واکمنۍ اغېزې پاتې وي او د مسلمانانو دیني او کلتوري هویت له ګواښونو سره مخ وي، د علم او څېړنې، دعوت او اصلاح، فکري او جهادي مبارزې او د خپلو دیني او ټولنیزو حقونو د ساتنې په ډګرونو کې به د هغوی مسؤلیتونه هم دوام ولري.
د دیوبندي نسبت حقیقت
د دارالعلوم دیوبند علمي او روزنیزه تګلاره د خپلو ځانګړنو، جامعیت او دیني او اصلاحي خدمتونو له امله له برصغیر څخه افغانستان او نورو سیمو ته هم وغځېده. له دې علمي مرکز څخه فارغ شوي علماء او د دې ادارې له علمي او فکري تګلارې سره تړلي کسان د همدې علمي تړاو له امله په «دیوبندیانو» مشهور شول؛ لکه څنګه چې له جامع الازهر سره تړلي علماء د «ازهریانو» په نوم یادېږي.
له دې څخه څرګندېږي چې دیوبندي په اصل کې یو علمي او تعلیمي نسبت دی، چې له دارالعلوم دیوبند، د هغه له فکري میراث او ځانګړې تعلیمي او اصلاحي تګلارې سره تړاو څرګندوي، نه دا چې د کومې نوې یا خپلواکې عقیدې نوم وي. البته، د دې علمي او فکري بهیر علماء د فقهې له پلوه حنفي مذهبه دي او د عقایدو په کلامي بحثونو کې له ماتریدي فکري تګلارې سره تړاو لري.
د هر علمي او فکري بهیر په اړه د عادلانه او منصفانه نظر د جوړولو لپاره اړینه ده چې د هغه عقاید، علمي سرچینې، تاریخي شالید او بنسټیزې لارښوونې په جلا جلا توګه وپېژندل شي. یوازې د یوه علمي یا تعلیمي نسبت پر بنسټ د یوه ټول علمي او فکري بهیر په اړه حکم صادرول د علمي څېړنې او انصاف له غوښتنو خلاف دي.










































