د خوارجو ګمراهي او اسلامي اُمت ته يې اړولي زیانونه

مولوي مستغفر الحنفي

 

الله ﷻ قرآنکريم کې فرمايي:

وَكَذٰلِكَ جَعَلْنٰكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُوا شُهَدَآءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا.

(سورة البقره: ۱۴۳)

او په همدې ډول موږ يو اُمت وسط (غوره امت) ګرځولي ياست، چې تاسې پر نړیوالو (انسانانو) شاهدان او پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر تاسې شاهد اوسي‌.

 

دلته الله ﷻ موږ ته فرمايلي دي: چې تاسې ما أمت وسط ګرځولي ياست، چې زموږ د غوره والي علت هم دغه وسطیت او منځلاریتوب دی.

او دا چې موږ به په نورو امتونو شاهدان یو، او زموږ نبي کريم ﷺ به پر موږ شاهد وي، د دې مانا دا ده چې زموږ امت له نورو امتونو څخه افضل او بهتر دی، نو د دغه بهتر والي له صفت څخه مخکې الله ﷻ زموږ د امت د وسطیت صفت ذکر کړی دی، له دې څخه معلومیږي چې د اسلام د مبارک دین د ملا تیر وسطیت دی، که افراط وکړې هم د ګمراهۍ خواته ځي او که تفریط وکړي هم ځان هلاکت ته غورځوي.

 

دلته موږ د افراط او تفريط او همداراز د وسطیت درې مثالونه ذکر کوو، داسې مثالونه چې وښايي، چې په امت کې چا افراط کړی، چا تفریط کړی، او څوک په وسطیت باندې مخته تللي دي.

 

لومړی؛ دا خبره ډېره ضروري ده، د پیغمبر ﷺ حدیث شریف دی، فرمايي: چې زما امت په ګمراهۍ اجماع نکوي، نو له دې څخه موږ ته معلومېږي چې د پیغمبر ﷺ د امت اکثریت برخه په وسطیت روانه ده اقلیت (کمو) برخو يې افراط او تفریط کړی دی.

 

لومړی مثال: د و سطیت جماعت

د پیغمبر ﷺ څخه شروع بیا تر اصحابه کرامو رضي الله تعالی عنهم اجمعين بیا تابعین، بیا تبع تابعین، بیا څلور برحق امامان بیا درې خلافتونه عباسي، عثماني او اموي، دوی ټول په وسطیت باندې روان ول، البته په استثنايي شکل ځیني افرادو به په فردي توګه افراط او تفریط کړی وي، خو د دوی اکثریت په وسطیت باندې روان ول.

 

دوهم مثال: د تفريط لارویان

شیعه ډله بیا هغه ډله وه، چې دین کې يې تفریط وکړ، دین يې یواځې د مینې او رهبانيت پورې مختصر کړ، د دین اصول يې ټول لمنځه یوړل، د دوی په آند چې دین کې کومو اسانيو ته حیله برابرېدلای شوای، دوی حیلې ورته جوړې کړې دي، چې د همدغو تحریفاتو له امله یې له اهل بیت سره دومره زیاته مینه شروع کړه چې د شرک تر حده ورسېدل، بلاخره دوی د اسلام په نوم شرک او ګمراهۍ ته ورسېدل.

 

دوهم مثال: افراطیان د يوې بلې ډلې خلکو چې ولیدل چې شیعه ګان د مینې، رهبانیت او دین کې د اسانتياوو د راوستنې له امله د ګمراهۍ تر پولو ورسېدل، دوی بیا د دې شیانو رد کې بې انتها افراط وکړ. لکه شعیه ګانو به حدودو ته حېلې جوړولې، کبیره ګناهونه به يې صغیره شمېرل، زنا او داسې نورو شیانو ته يې هم ډول ډول حیلې جوړولې.

نو د دغې درېيمې ډلې خلګ (افراطيان) چې بې علمه ول، راولږېدل، کبیره ګناه يې کفر ګڼله، حدود يې دوه چنده تطبيقول، له اهل بیت سره يې دښمني شروع کړه، له دیني شعایرو سره يې مینه او محبت بې معنا وباله، رهبانیت يې هم بې معنا وباله خلاصه دا چې دوی دین کې په فردي اعمالو بيخي زور کاوو، او دین يې پر ځان ډیر سخت کړ تر دې حده چې له دوی څخه خوارج جوړ شول.

 

د دوی په اړه نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: “الخوارج کلاب اهل النار”

ژباړه: خوارج د اهل النار سپي دي، نو اهل النار خو کفار او مشرکین دي، نو مانا دا چې خوارج د کفارو او منافقینو سپي دي او له هغوی څخه څو چنده بدتر دي.

 

نو په دغه ډول شعیه ډلې تفریط وکړ، د شرک تر حده ورسېدل او خوارجو افراط وکړ، ګمراهۍ ته ورسېدل، نو له دې څخه معلومېږي چې د اسلام مبارک دین د وسطیت (اعتدال) دین دی، که چا افراط وکړ هم له اسلام څخه وځي که تفریط یې وکړ، هم وځي.

 

خو له بده مرغه کوم خوارج چې صدر اسلام کې پیدا شوي وو، هغه د اصحابو کرامو رضي الله عنهم اجمعین لخوا ختم شول، خو د هغه خوارجو افکار او عقاید پاتې دي، د هغه خوارجو افکار تر اوسه پورې اسلام سره جنګېږي. د اسلام په تاریخ کې اسلام ته ډیره ضربه هم همدغو خارجي افکارو رسولې ده.

چې په نن عصر کې يې ښه مثال داعشي خوارج دي.

داعشي خوارجو چې هغه ضربې اسلام، او اسلامي امت ته واردې کړې، په لیکلو به يې کتابونه ډک شي، خو زه عاجز یې له هغو ضربو د ځینو یادونه کووم.

 

۱_ د اسلامي امت دوه ډلې کول:

مخکې له بغدادي الاسرايیلي څخه نړۍ کې یو امیر المؤمنین و، د ټولې نړۍ مجاهدین تر یو بیعت لاندې سره راټول وو، ټول مجاهدین په یو اتفاق د یو امیرالمومنین تر امر لاندې له کفارو او منافقینو سره جنګېدل، خو کله چې بغدادي الاسرايیلي بغاوت وکړ او ځان يې جعلي امیر المؤمنین اعلان کړ، نو لومړی خو دوی د مسلمانانو له جماعت څخه ووتل، دوهم که څه هم اسلامي امت کې د دوی طرفداران په نشت حساب دي خو بیا هم یوه خپلمنځي جګړه خوارجو له مجاهدینو سره روانه کړه.

نو په دې حساب اسلام ته د دوی لومړۍ ضربه دا وه، مخکې چې به غازیان د یهودو او نصاراو مقابل کې شهیدان کېدل اوس به د هغوی څخه برخه د خوارجو مقابل کې شهیدانیږي.

 

۲_ د مسلمانانو له امیر څخه بغاوت:

دا چې له امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله سره د ټولې نړۍ مجاهدو مشرانو بیعت کړی وو، د خوارجو په بغاوت سره دوهم امیر هم د دوی لخوا اعلان شو، چې په دې سره دوی اسلامي امت کې د اختلاف او تفرقې تخم هم وشینده.

 

۳_ د دين اسلام بدنامول:

دا چې شلمه او یویشتمه پېړۍ کې په غربي ممالکو کې الحاد، بې دیني، او د عیسویت په خرافاتو بې باوري خپل اوج ته ورسیده، نو دا چې دین دانسانانو یو ضرورت دی، نشتون کې يې انسانان له پراخ روحي تکلیفونو سره مخ کيږي. نو د غرب عوام خلګ چې په روحي لحاظ ډیر ځپل شوي وو، دوی د حق دین لټه کې وو، له هغوی څخه یې ډېرو اسلام مطالعه کړ، بیا مسلمانان شول، خو د غرب واکمنانو چې دا حال ولیده چې غرب کې اسلام خپریږي نو داعش چې ځانونه د اسلامي خلافت مدعیان او د دین ټېکداران بولي، د غرب واکمنانو داعش ته وویل چې د اسلام په نوم وحشت او بربریت شروع کړي.

 

داعش هم شروع ورته وکړه، کله به يې خلګ په اور کې سوځول، کله به يې سپینږیري په ماينونو الوځول، کله به يې ماشومان حلالول، کله به يې له خلکو ښځې تښتولې او زناوې به يې ورسره کولې، کله به يې کم عمره هلکانو سره بد کاري او لواطت کاوو.

 

خلاصه دا چې داعش (د امریکایانو بليکواټر) د اسلام په نوم له هیڅ یو فساد څخه دریغ ونکړ.

بیا له دغو شیانو يې ویډیو ګانې هم کولې، دا ویډیوګانې به غربي میډیا ښه په زور او شور سره خپرولې، تر دې چې د ټولو غرب عوامو ذهن ته دا خبره ورسېده، چې اسلام خو د وحشت، نپسپالنې او د دهشت دین دی.

معاذ الله

هماغه وو، چې د غرب عوامو بیرته اسلام ته شا کړه. نو د داعش یو له سترو ضربو اسلام ته دا ضربه وه چې اسلام يې ډیر سخت بدنام کړ.

 

۴_ د اسلام په نوم خپلمنځي جګړه:

مخکې له خوارجو چې هر چا ځانته مجاهد ویل، نو د هغه ډز به پر کافر و، خو د خوارجو په پیدا کېدو خوارج هم ځانته مجاهدین وايي خو لومړی ډز يې هميش په یو ښه مجاهد باندې وي.

همداسې دغه نور مجاهدین چې هم د خوارجو مقابل کې جنګېږي، نو د دې پرځای چې کفارو سره جنګېدلي وای، څومره به ښه وه.

 

۵_ د اسلامي خلافت بدنامول:

اسلام کې څلور قسمه خلافتونه تېر شوي دي.

 

لومړی: د خلفاء راشدینو خلافت: دا هغه خلافت و چې د نړۍ په تاریخ کې يې بل مثال نشته.

دوهم: د امويانو خلافت

دريم: د عباسیانو خلافت

څلورم: د عثمانیانو خلافت

 

د خلفاء راشدینو خلافت خو ګردې نړۍ ته معلوم دی، او کتابونه پرې لیکل شوي دي. له هغه وروسته درې خلافتونه هم داسې خلافتونه ول چې د نن عصر ټولو نظامونو څخه هم عدالت پکې زیات و، هم قوت پکې زیات و او هم د خپل وخت له ټولو دولتونو متمدنه ول، نو دا زموږ لپاره یو زرین تاریخ دی چې نړۍ کې تر اوسه پورې د ښه والي په لحاظ، د ارمتیا په لحاظ، په اقتصادي لحاظ، د بشر د حقوقو په لحاظ او داسې نورو لحاظونو داسې کوم دولت نشته لکه تېر اسلامي خلافتونه.

 

مګر خوارجو څه وکړل؟

خوارجو غیر له وراني، وحشت، بربریت، نفس پرستۍ، حیوانیت بل هیڅ ونکړل

نو دوی د اسلامي خلافتونو هغه زرین نوم او تاریخ په داسې اعمالو باندې بدنام کړ چې انسانیت ترې شرمېږي.

خوارجو نن ورځ د اسلامي خلافت عملي بڼه خو په ډېر بد شکل کې خلګو ته وښودله، ممکن د خوارجو د وحشت او تبلیغاتو له وجې ډیر مسلمانان ملحدان شوي هم وي، ځکه دوی د اسلامي خلافت او نظام بڼه مکمله مسخه کړه.

 

نو خلاصه دا چې، خوارج داعشیان جهادي ډله خو یو وارې نده، بلکې یو خپلواکه ډله هم نده، د دوی افکار او عقاید ټول د اسرائيلو د استخباراتي شبکې موساد لخوا شایع شوي او د دوی د عملیاتو پلانونه، مصارف، د جنګیالیو روزنه، د جنګیالیو انتقال دا هرڅه موساد او سي آئي اې لخوا سر ته رسېږي.

 

کفارو دوی د دوه اهدافو د ترلاسه کولو لپاره جوړ کړي دي، د دين اسلام بدنامول او دمجاهدینو ترمنځ تفرقه پيدا کول‌.

دا چې موږ وايو، چې داعشیان د اسرائیلو او امریکایانو بليکواټر قطعه ده، د دې ثبوت دا دی چې یو وخت کې داعشیان په سوریه کې ښه زور کې ول، نو تر سرحدونو ورسېدل، تر دې حده چې د اسراييلو تر سرحده رسېدلي وو، داعشیان به چې خپلې مورچې ته پورته شول نو سل مترۍ کې به يې د اسرائیلو مورچې لېدلې خو تر اخره يې اسرائیلو باندې ټک ونکړ همدا ډول داعشیان له سوریې څخه افغانستان ته راتلای شي، خو له سوریې څخه اسرائیلو ته چې څنګ پر څنګ دي نشي تلای، همدا ډول اسلامي امارت چې د نړۍ د جهادي تحریکاتو او مجاهدينو مور ګڼل کېږي، داعشیان ورسره جنګیږي خو بل مقابل اسرايیلو ته هیڅ نه وايي.

دا ټولې خبرې موږ ته دا جوتوي، چې داعش یو نوم دی، بس خلاص نور د داعش په نوم شبکه یوه نړیواله استخباراتي شبکه ده، نړیوال کفار چې کوم اهداف په اسلامي نړۍ کې خپله لاس ته نشي راوړلای، نو دغه استخباراتي نیټورک په کار اچوي او د اسلام په نوم خپل اهداف پرې تکمیلوي.

 

په پای کې بايد دا ووایم چې، خوارج د مسلمانانو اولاده ده، خو د کفارو لخوا خطا ايستل شوي دي، لومړی دې الله ﷻ هدایت ورته وکړي، که د هدایت وړ نه وي الله ﷻ دې ټول په هلاکت ورسوي، چې د دې شریر ویروس له شره اسلامي امت خلاص شي.

 

و ما علينا إلا البلاغ المبين

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version