اتمه برخه
محب الرحمن مخلص
د خليفه واجبات:
دا بحث د کويټ له فقه موسوعي څخه اخيستل شوی(الموسوعة الکويتية: جلد۶).
واجبات أولي الأمر: يجب عليهم التصرف بما فيه المصلحة العامة للمسلمين، کل في مجاله وبحسب سلطته.
وفي ذلك القاعدة الرشرعية: (التصرف علی الرعية منوط بالمصلحة وبالتفصيل) ما يلی.
ژباړه: د اميرانو ذمه واريانې: پر أميرانو د خپل تـــوان او د پـاچـاهي په اندازه هغه څه واجب دي، چې د عامو خلکو پکې خير وي.
په دې اړه دا شرعي قاعده راغلې: (د رعيت په کارونو کې تصرف تر مصلحت پورې تړلی دی) چې تفصيل يې په لاندې ډول دی.
مصلحت هر هغه کار ته ويل کيـږي؛ چې د اُمة مُسلمة په کې خير وي.
۱۲- دوولسم واجب:
(اسْتِكْفَاءُ الأَمَنَاءِ، وَتَقْلِيدُ النُّصَحَاءِ فِيْمَا يُفَوِّضُ إِلَيْهِمْ مِنَ الأَعْمَالِ، وَيَكِلُهُ إِلَيْهِمْ مِنَ الأَمْوَالِ، لِتَكُونَ الأَعْمَالُ مَضْبُوْطَةً وَالْأَمْوَالُ مَحْفُوْظَةً.)
ژباړه: أمينان ګمارل او نیکان ټاکل، تر څو ورسپارل شوي کارونه او مالونه په ښه ترتيب او خونديتوب سره سرته ورسيږي.
١٣- ديارلسم واجب:
(أَنْ يُبَاشِرَ بِنَفْسِهِ أَوْ بِأَعْوَانِهِ الْمَوْثوْقِ بِهِمْ مُشَارَفَةَ الأمُورِ، وَتَصَفحَ الأحْوَالِ لِيَنْهَضَ بِسِيَاسَةِ الأُمَّةِ.)
ژباړه: په خپله او يا د باوري ملګرو په کومک، د كارونو څارنه او د حالاتو پلټنه کول، تر څو د اُمت د چارو تدبير په ښه توګه وکړي.
۱۴- څورلسم واجب
(مشاورة ذوي الرأي: وتعتبر المشاورة مبدأ من اهم مبادئ الاسلامية، وقاعدة من اهم القواعد الأساسية في الولاية العامة.)
ژباړه: د نظر له خاوندانو سره مشوره کول، د ټولنيزو مسوليتونو په ټولو کارونو مشوره کول، له غټو اِسلامي اصولو او بنيادونو څخه يو اصل او بنياد ده.
نوټ: که د شرعي اړخونو نه د خوارجو اوسني خِلافت ته وکتل شي، پوره نيمګړی خِلافت، يعني جعلي خِلافت دی، نه د خِلافت او خليفه شرطونه په کې شته، نه د خليفه واجبات په کې شته، نه حاکميت او سلطه لري، د دې نيمګړتياوو سره سره موخه يې، د مسلمانانو تضعیف او فرقې فرقې کول دی.
که نور نه وي، په افغانستان کې د اِسلامي امارت پر وړاندې او په عربي هېوادونو کې د خِلافت د دعوه دارانو (خوارجو داعشیانو) کړنلارې مطالعه کړئ، ترڅو دې حقيقت ته ورسيږئ، چې د دوی د خِلافت موخه څه او حکم يې څه دی؟
(وما علينا الا البلاغ المبين)