الله تعالی د خپل دين د ساتنې لپاره په هره زمانه کې داسې رجال پيدا کوي چې د عظمتونو، عظيمتونو، عزمونو، سرښندنې او مېړانې الګو وي، هيڅ ډول رنځ او رنج يې د سپېڅلي منهج په مخ کې خنډ و ځنډ نه شي واقع کېداى، پياوړى هوډ يې د دښمن وجودونه ولړزوي او د سوبو تر درشله ګړندي روان وي.
خو! ښکاره ده چې د ځوانۍ، ګلاب او پسرلي عمرونه ډېر لنډ وي، د خزان سپېره بادونه ژر ور پسې راځي، خوږه مسکا يې د سترګو په رپ کې واخلي، سرې ګلابي شونډې يې پاړې پاړې کړي، تورې سترګې يې له اوښکو ډکې شي او د ګريوانونو وچې شاړې بيا را ابادې کړي.
فلسطین، القدس، اقصى او غزه داسې نومونه دې چې اورېدل يې له سړي نا پامه خوشالي واخلي، د ماشومانو سوي کړيکې، د ميندو چيغې، د پيغلو د حيا لوټېدنه، د ځوانانو عامه وژنه او د سپين ږېرو سپکاوى دې سترګو ته ودرېږي، خو! که يوې خوا ته يهود، اسرائیل او صيهونيستي رژيم دا ظلمونه، بربريتونه او تور وحشتونه کوي بلې خوا ته خداى جل جلاله د همدې فلسطین او غزې د ساتنې لپاره داسې رجال پيدا کړي چې له نوم او غږه يې صيهونيستي رژيم او مله؛ ارامه ساه نه شي اخيستلاى او د وېرې احساس کوي.
اسلامي مقاومت يا د حماس سياسي دفتر د القدس په ننګه له لسيزو را هيسې صيهونيستي رژيم او ملګرو ته لکه سپر ولاړ دى، لويې قربانۍ يې ور کړې او د القدس د هر ماشوم د سويو کړيکو غچ يې بېل بېل واخيست/اخلي يې، د مظلومې اقصى ساتونکي او د رنځور مسلمان امت لويه او وروستۍ هيله ده.
د حماس د رښتينې دعوې يو ثبوت دا دى چې مشران يې يو يو د شهادت جامونه نوشوي
هو! القدس لا د شهيد شيخ احمد حسين تقبله الله ياد نه و هېر کړى چې يوه بله سوې کړيکه يې واورېده، په مسلمه أمت يو بل تور ماتم را خپور شو، سهار غريو نيولى بې له لمره راغى، د عظمتونو، عظيمتونو قايد، د زعم، صبر او استقامت لوى غر، د يوې لويې شهيدې کورنۍ يوازينى شهکار او د رنځور القدس دويم صلاح الدین هم د شهادت په خوب ويده شو.
اسماعیل هنيه تقبله الله ته خداى جل جلاله دومره حوصله ور کړې وه چې د خپلو بچيانو په شهادت به خوشالېده او دا قربانۍ به يې د سپېڅلي جهاد لا تقويه ګڼله، هغه يوازې تېر کال د خپلې کورنۍ ٢٢ غړي قرباني کړل، د مسلمان، رنځور او کړېدلي القدس، د صلاح الدین ایوبي د فلسطین او اقصى يوازينى غم خوار و، د مسلمان أمت د هيلو بله ډېوه چې د خزان سېليو يې رڼا تته کړه.