ټولنیز مسؤولیت؛ د زیانمنو قشرونو ملاتړ او د هغوی بېرته عادي ژوند ته ورګرځېدل
د هر نظام یو اساسي مسؤولیت د خلکو ژوند ته پاملرنه او د هغو کسانو ملاتړ دی چې د اقتصادي، ټولنیزو او کورنیو ستونزو له امله د نورو په پرتله لا ډېرې مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري. اسلامي امارت هم په وروستیو کلونو کې د خپلو پروګرامونو یوه مهمه برخه د یتیمانو، کونډو او معلولینو کسانو د ملاتړ، د معتادینو د درملنې او د راستنېدونکو د وضعیت د سمون لپاره ځانګړې کړې ده. دا تګلاره د ټولنیز اړخ ترڅنګ، په اسلامي ارزښتونو کې هم ریښه لري ځکه د اړمنو ملاتړ، له زیانمنو کورنیو سره مرسته او له ستونزو سره د مخو انسانانو لاسنیوی د دین له مهمو ارزښتونو څخه ګڼل کېږي.
د یتیمانو، کونډو او معلولینو کسانو د ملاتړ په برخه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نغدي مرستو او خوراکي مساعدتونو پروګرامونه پلي کړي دي. د دغه وزارت راپورونه ښيي چې دغو قشرونو ته د میاشتنیو نغدي مرستو ورکړه دوام لري او په بېلابېلو ولایتونو کې هم د ملاتړ پروګرامونه پلي شوي دي. دغه مرستې که څه هم د یوې کورنۍ ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولای، خو د هغو کورنیو لپاره چې ثابت عاید او معاش نه لري، د ژوند د ځینو اساسي اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنې تمامېدای شي.
د روږدتیا درملنه هم د اسلامي امارت د ټولنیزې تګلارې له مهمو برخو څخه ده. په نشهيي توکو روږدي کېدل له کلونو راهیسې د افغانستان د ټولنې له جدي ستونزو څخه وو او پایلې یې یوازې پر معتاد کس نه محدودېدې، بلکې د هغه پر کورنۍ او ټولنیز چاپېریال یې هم اغېز کاوه. د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېر یوه کال کې د اعتیاد په ناروغۍ اخته څو زرو ناروغانو په مرکزي او ولایتي روغتیايي مرکزونو کې درملنیز او روغتیايي خدمات ترلاسه کړي دي. دغه وزارت همدارنګه د معتادینو د درملنې د مرکزونو فعالیت او د نشهيي توکو په اړه د عامه پوهاوي او مخنیوي پروګرامونو ته دوام ورکړی دی.
د دې ټولنیز مسؤولیت بل اړخ د راستنېدونکو او بېځایه شویو کسانو د وضعیت څارنه او هغوی ته رسېدنه ده. له ګاونډیو هېوادونو څخه د ګڼ شمېر افغانانو بېرته راستنېدل داسې منظم پروګرام ته اړتیا لري چې د هغوی هرکلی، د لومړنیو اړتیاوو تأمین، د استوګنې زمینه او بېرته په ټولنه کې د هغوی ادغام په بر کې ونیسي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدونکو او بېځایه شویو کورنیو لپاره د نغدي او خوراکي مرستو د وېش، د سرپناه برابرولو، روغتیايي خدمتونو، د مدني اسنادو د ترلاسه کولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو د زمینې د برابرولو په اړه راپور ورکړی دی. دغه وزارت همدارنګه د ۱۴۰۵ مالي کال په ترڅ کې د دغو کورنیو د ملاتړ په موخه له یو شمېر ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د بېړنیو مرستو ترڅنګ، یتیمو ماشومانو او اړمنو کورنیو ته پاملرنه هم ځانګړی اهمیت لري ځکه ټولنیز ملاتړ هغه مهال پایښت پیدا کوي چې یوازې د مرستو تر وېش پورې محدود پاتې نه شي، بلکې ورسره د تعلیم او زدهکړې، بیا رغونې، مسلکي مهارتونو د زدهکړې او کار زمینه هم برابره شي. له همدې امله د بېسرپرسته ماشومانو لپاره د ساتنې او ښوونې د مرکزونو پراختیا، د حمایوي پروګرامونو پراخول او د اړمنو کورنیو لپاره د اقتصادي فرصتونو رامنځته کول کولای شي د همدې بهیر بل پړاو وي.
له دې ټولو فعالیتونو سربیره ځینې مخالفې رسنۍ او تخریبګر کسان هڅه کوي داسې وښيي چې په افغانستان کې د اړمنو خلکو لپاره هېڅ منظم حمایوي پروګرام نشته، یا حکومت د ټولنیزو ستونزو پر وړاندې بېپروا دی او هېڅ مسؤولیت نه مني. خو د اړوندو وزارتونو رسمي راپورونه ښيي چې یتیمانو، کونډو او معلولینو کسانو ته د مرستو ورکړه دوام لري، د معتادینو د درملنې مرکزونه فعال دي او راستنېدونکو او بېځایه شویو کسانو ته هم نغدي، خوراکي او روغتیايي مرستې او سرپناه برابرېږي.
بله ادعا دا ده چې مالي محدودیتونو او د بهرنیو مرستو کمښت حکومت د زیانمنو قشرونو له رسېدنې څخه راګرځولی دی. حقیقت دا دی چې افغانستان لا هم له اقتصادي ستونزو او پراخو ټولنیزو اړتیاوو سره مخ دی؛ خو په عین حال کې، د رسمي حمایوي پروګرامونو دوام او له یو شمېر کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره همکاري ښيي چې ټولنیز خدمات درېدلي نه دي. حتا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپلو راپورونو کې له راستنېدونکو څخه د ملاتړ په موخه له نړیوالو بنسټونو سره د مستقیمې همکارۍ یادونه کړې ده.
له همدې امله د دې دورې ټولنیز فعالیتونه باید د واقعي فعالیتونو، رسمي راپورونو او خدماتو ته د خلکو د لاسرسي پر بنسټ وارزول شي. په دې لړ کې د یتیمانو او کونډو د ملاتړ دوام، د معتادینو درملنه، راستنېدونکو ته رسېدنه او عادي ژوند ته د هغوی د بېرته ستنېدو د زمینې برابرول ښيي چې ټولنیز مسؤولیت د اسلامي امارت د لاستهراوړنو او پروګرامونو له مهمو برخو څخه دی. له بلې خوا د دغو خدماتو دوام، د هغوی د پوښښ پراخول او د لنډمهاله مرستو په دوامدارو کاري، ښوونیزو او بیا رغنیزو پروګرامونو بدلول کولای شي په راتلونکي کې دغه بهیر لا پیاوړی او اغېزمن کړي.
د اسلامي امارت نظام هم د اړوندو وزارتونو او ریاستونو ترمنځ د همغږۍ له لارې، له قومي او نژادي تبعیض پرته، خپله ټوله هڅه د اړمنو او زیانمنو قشرونو د خدمت لپاره کړې ده څو د هغوی ستونزو ته په رسېدنې سره د ستونزو د هوارولو او د هغوی د ژوند د وضعیت د ښه کېدو زمینه برابره کړي.










































