خوارجو د اسلامي امت پر ټټر ( مذهبي او عقیدوي تړاو، یوالي او پر مختګ) باندې په هره زمانه کې بې درېغه باطل غشي ویشتلي دي، دوی د خپل افراطیت او سخت دریځۍ لپاره أمت ته یو شمېر مهم زیانونه اړولي دي، چې په سیاسي، مذهبي او ټولنیزو برخو کې یې اغېز ښودلی دی.
د خوارجو افراطیت او سخت دریځي نه یوازې سیاسي بې ثباتي رامنځته کړه، بلکې د مسلمانانو ترمنځ یې اختلافات او شخړې هم زیاتې کړې، چې ځینې مهم زیانونه یې په لاندې ډول دي:
١:- سخت دریځي او افراطیت؛
خوارج په دیني مسایلو کې سخت دریځه و او هر ډول خطا یا ګناه به یې د کفر او ارتداد په توګه ګڼله، دوی هغه مسلمانان چې له دوی سره یې اختلاف درلود، د دین دښمنان بلل او د وژلو مستحق یې ګڼل، چې دا ډول افراطي فکر د اسلام له رحمت او اعتدال څخه لرې دی او د وینو د تویولو لامل وګرځېد.
٢:- د مسلمانانو ترمنځ وېش او نفاق؛
خوارجو د خپلو سختو نظریاتو او افراطي کړنو له امله د مسلمانانو په صفونو کې بې اتفاقي رامنځته کړه، په ټولنه کې د نارامۍ او جګړو لامل شول او د مسلمانانو ترمنځ د وینو تویېدلو او داخلي جګړو سبب وګرځېدل.
٣:- اسلامي حکومتونو کمزوري کول؛
خوارجو د مشروع واکمنانو پر ضد بغاوتونه او جګړې وکړې، دوی په ځانګړې توګه د حضرت علي رضی الله عنه د خلافت پر مهال له مشروع حکومت څخه جلا شول او خپلواکه ډلې یې جوړې کړې، دا ډول بغاوتونه د اسلامي حکومتونو د کمزورۍ او داخلي بې ثباتۍ لامل شول.
٤:- تکفیر او د مسلمانانو وژنه؛
خوارجو به په ډېرې اسانۍ سره هغه کسان کافران ګڼل چې له دوی سره یې عقیدوي یا سیاسي اختلاف درلود، دوی به د تکفیر په اساس د مسلمانانو وینه تویوله او جګړې یې کولې؛ دې عمل اسلامي ټولنه د نفاق او شخړو ښکار کړه او بې ګناه مسلمانان په کې ووژل شول.
٥:- د اسلام اصلي تصویر ته زیان؛
د خوارجو سخت دریځو او افراطي کړنو د اسلام نرم او رحیم تصویر ته زیان ورساوه، د هغوی افراطیت او د قتلونو او جګړو لړۍ د دې لامل شوه چې ځینې خلک اسلام په ناسم ډول وپېژني او د مسلمانانو ترمنځ د تاوتریخوالي او افراطیت فکر خپور شي.
٦:- سیاسي بې ثباتي؛
خوارجو د عباسي او اموي خلافتونو په وخت کې په مختلفو سیمو کې بغاوتونه او جګړې وکړې، دوی په عراق، ایران، شمالي افریقا، او عربستان کې څو ځله د حکومت پر وړاندې وسلوال پاڅونونه وکړل، چې د اسلامي خلافت په سیاسي ثبات یې ناوړه اغېز درلود.
دا پاڅونونه او داخلي جګړې د خلافت ځواکمنتیا کمزورې کړه او د نورو دښمنانو لپاره یې موقع برابر کړه.
په عمومي توګه، خوارجو د اسلامي امت په تاریخي پرمختګ کې جدي خنډونه پیدا کړل او د دوی سخت دریځي او افراطیت د اسلامي نړۍ په تاریخ کې اوږدمهاله منفي اغېز درلود.