تېره شپه ناوخته په پکتیا او خوست کې د افغانستان د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني رژيم د عسکرو پر پوستو دقیق عملیات ترسره کړي دي.
سرچینو المرصاد ته ويلي چې امنیتي ځواکونو دا بریدونه د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ له استقامته د کرښې بلې غاړې ته په ډبګۍ سیمه کې او د خوست د عليشېرو ولسوالۍ له استقامته د فرضي کرښې هاخوا ته په اوزګړي سیمه کې پر مهمو موقعیتونو ترسره کړي دي او په زیاتو ځایونو کې تر سهاره اورونه لګېدل.
تراوسه پورې پاکستاني رژيم د خپلو تلفاتو په هکله څه نه دي ويلي، خو د سرچينو معلوماتو او په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو ته په کتلو د پاکستاني رژيم عسکرو او د هغوی پوستو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
عکس له ارشیف څخه