داعش هغه ډله چې د اسلام سپېڅلی نوم یې پر ځان ایښی وو او ځان یې د دین د رښتینو او اصلي لارویانو په توګه معرفي کاوه؛ په حقیقت کې د لوېدیځو استخباراتي ادارو په لاس یوه وسیله وه. له دې ډلې څخه د مسلمانانو د کمزوري کولو لپاره کار اخیسته. د داعش د رامنځته کولو اصلي موخه د حق د لارې د مجاهدینو په مستقیم ډول ځپل او په نړۍ کې د اسلام د پرمختګ او پراختیا مخنیوی و.
د دې خبرې د اثبات لپاره غوره ده چې دا حقیقت خپله د لوېدیځوالو له خولې واورو.
د امریکا د دفاعي استخباراتو ادارې (DIA) پخواني مشر، جنرال مایکل فلین، د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې له جرمني مجلې «شپیګل» او الجزیرې شبکې سره په یوه مرکه کې په څرګندو ټکو ومنله: «په عراق کې د جورج بوش د ادارې پالیسۍ د داعش د رامنځته کېدو اصلي عامله وه.»
څرنګه چې متحده ایالاتو له مجاهدینو سره د مخامخ جګړې توان نه درلود، نو د داعش په رامنځته کولو کې یې مرسته وکړه، څو له دې لارې په عراق او سوریه کې خپلو موخو ته ورسېږي؛ هغه اقدام چې په پای کې په عراق کې د امریکا په ګټه تمام شو.
همدارنګه ډونالډ ټرمپ هم د ۲۰۱۶ کال د امریکا د ټاکنیز کمپاین پر مهال دې موضوع ته اشاره وکړه او په څرګندو ټکو یې بارک اوباما او هیلاري کلینټن «د داعش اصلي بنسټګر» وبلل. امریکا، چې تل یې له مجاهدینو سره په جګړه کې ماتې خوړلې وه او د اسلام د مخ پر زیاتېدونکي پرمختګ شاهده وه، اړ شوه داسې لاره ومومي چې د اسلام له نوم څخه په استفادې، خپله اسلام ته ضربه ورکړي. په پایله کې یې د داعش ډله رامنځته کړه.
د داعش لومړنی ناوړه اقدام دا و چې په بېلابېلو سیمو کې یې د مجاهدینو یو موټی صفونه کمزوري کړل. دې ډلې د کفارو پر وړاندې د جګړې پر ځای د مسلمانانو پر وړاندې سنګر ونیو، جګړې یې پیل کړې او ان د سولې له منلو څخه یې هم ډډه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې د اسلام مبارک دین د مسلمان وژل ستره ګناه ګڼي او ان د هغه سپکاوي او بد رد ویلو ته هم اجازه نه ورکوي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم فرمایلي دي: «حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عَرْعَرَةَ، قَالَ: حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، عَنْ زُبَيْدٍ، قَالَ: سَأَلْتُ أَبَا وَائِلٍ عَنِ الْمُرْجِئَةِ، فَقَالَ: حَدَّثَنِي عَبْدُ اللَّهِ، أَنَّ النَّبِيَّ صلیاللهعلیهوسلم قَالَ: سِبَابُ الْمُسْلِمِ فُسُوقٌ، وَقِتَالُهُ كُفْرٌ» (مسلمان ته بد رد ویل نافرماني ده او له هغه سره جګړه کول کفر دی.)
نو اوس باید وپوښتل شي چې داعش له کوم شریعت څخه الهام اخیستی چې د مجاهدینو ــ هغو کسانو چې د اسلام د دین د نجات او بریا لپاره یې کلونه په ډېرو سختو شرایطو کې مبارزه کړې ــ وژل واجب ګڼي او د هغوی وینه تویول جائز اعلانوي؟ قطعأ، د داعش شریعت له سپېڅلي اسلامي شریعت سره هېڅ تړاو نه لري او د دواړو ترمنځ له ځمکې تر اسمانه توپیر دی. په څرګندو ټکو ویلای شو چې هېڅوک نه شي کولای د داعش فکر اسلامي وبولي او دا ډله د اسلام د استازې په توګه معرفي کړي.
داعش له خپلې رامنځته کېدو له لومړۍ ورځې راهیسې د لوېدیځو استخباراتي پلانونو یوه وسیله ګرځېدلې او ځینو هېوادونو د خپلو ناوړه او شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره ترې ګټه اخیستې ده. مسلمانان د نورو په لاس کې وسیلې نه دي؛ بلکې هغوی پخپله د بشریت رهبران او مدیران دي. د اسلامي خلافتونو اصلي تاریخ ولولئ، څو ووینئ چې هغوی څنګه نړۍ له فساد څخه د اصلاح او آبادۍ پر لور رهبري کړې او پېړۍ پېړۍ یې په تدبیر او ځواک سره د نړۍ اقتصاد، سیاست، صنعت او اطلاعات اداره کړي دي؛ نه د داعش په څېر چې د «خلافت» نوم یې په یوه استخباراتي لوبه بدل کړی دی.
نن هم اسلامي امارت، د اسلامي تاریخ د رښتینو نظامونو په څېر، د مسلمانانو ټولې چارې په سمه توګه اداره کوي. په اوسني وخت کې د اسلام اصلي استازی اسلامي امارت دی، نه د فتنې او اختلاف خپرونکې ډله داعش. له هر اړخه چې ورته وکتل شي، خلاصه دا ده چې داعش له اسلام څخه په بشپړه توګه جلا او پردۍ ډله ده.











































