د داعش خوارجو زیاته توجه په ځان ښودنه ده، دوی غواړي په ظاهري ډول ځانونه قوي مؤمنان وښایي، خو په حقیقت کې د اسلام او ایمان څخه ډېر لري دي، په هر ځای کې استدلال د کتاب او سنت څخه کوي، خو کتاب او سنت له دوی او دوی له کتاب او سنت څخه زرګونه متره واټن لري.
د دوی د انفرادي ژوند په څېر؛ د خوارجو حکومت هم د عجایبو او ګډوډیو مجموعه وي، داعش تل د داسې حکومت طلبګار وي، چې په ښکاره اسلامي ښکاره شي؛ خو په حقیقت کې د کفارو خدمت ګار او د مسلمانانو قاتل وي، ښه بیلګه یې د سوریې او عراق په ځینو برخو باندې د داعش تسلط او تش په نوم خلافت و.
د سوریې، عراق او شام پر ځینو برخو د داعش د واکمنۍ څخه د دوی د حکومت محتوا په ښه ډول څرګندیږي، په عراق، سوریه او شام کې داعش د هغه مجاهدینو په ځپلو تر خپل توان کوښښ وکړ؛ چې د بشار الاسد او نوري المالکي وحشي ملېشو تر څنګ یې امریکایي او روسي اشغالګرو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، بالآخره داعش د جهادي ځواکونو هغه قوت ته سخته ضربه ورسوله؛ چې تر کلونو کلونو د امریکا زور پرې نه و رسیدلی.
خوارج په عموم کې د مسلمانانو او د اسلام دښمنان پاتې شوي دي، نه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پروا کړې ده؛ نه یې د صحابه رضوان الله علیهم اجمعین، تل یې د کفارو پر ځای؛ له مسلمانانو سره دښمني کړې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوارجو یوه نښه په حدیث شریف کې داسې بیان کړې ده
” يَقْتُلُونَ، أَهْلَ الإسْلَامِ، وَيَدَعُونَ أَهْلَ الأوْثَانِ ”
دوی مسلمانان قتلوي او کافران پریږدي.
خوارج د صلیبیانو په مرسته د همداسې حکومت جوړولو په لټه کې دي؛ چې په وسیله یې د مسلمانانو عزت او ځواک وځپي او له خاورو سره یې خاورې کړي، دوی په دې ډول د کفري نړیوالو دسیسو د تطبیق لپاره زمینه مساعدوي.
دا خبره ښکاره ده، چې داعشیان که انفرادي وي؛ که ډله وي، همېشه د داسې حکومت جوړونې لپاره هڅې کوي، چې مسلمانان پکې پر بمونو کښېنوي، عزتونه یې لوټ کړي، ځوانان له تیغه تېر او د مجاهدینو تکفیر وکړي، دوی د کفارو په مرسته د مسلمان وژنې او مجاهد ځپنې پروژې مخته وړي.
لنډه دا چې؛ د خوارجو کوم صفات چې په احادیثو کې راغلي دي؛ د هماغه صفاتو څخه مرکب حکومت د داعشي خوارجو ارمان او شیطاني مبارزې یوازینۍ هدف دی، په حدیث شریف کې پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي.
عن علي رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: ” سيخرج في آخر الزمان قوم أحداث الأسنان سفهاء الأحلام يقولون من خير قول البرية، يقرأون القرآن لا يجاوز حناجرهم، يمرقون من الدين كما يمرق السهم من الرمية، فإذا لقيتموهم فاقتلوهم، فإن في قتلهم أجرا لمن قتلهم عند الله يوم القيامة” . رواه مسلم .
ترجمه : له حضرت علی رضی الله عنه څخه روایت دی، ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل” په آخر وخت کې به داسې یو قوم راوزي؛ چې کم عمره او بېعقله به وي، دوی به حدیث وایي او قرآن به تلاوت کوي؛ خو د دوی له مریو څخه به نه تېریږي، دوی به د دین څخه داسې ووزي؛ لکه غشی چې د لیندۍ څخه وزي، کله چې تاسو له دوی سره مخامخ شئ؛ وه یې وژنئ!
ځکه د دوی په وژنه کې د وژونکي لپاره؛ د الله تعالی په نزد د قیامت په ورځ اجر دی.