له کله چې په منځني ختیځ کې له لسیزو جګړو وروسته د داعش فتنه ګره ډله د خپلې منفورې ایډیالوژۍ له کبله د له منځه تللو خوا ته نږدې شوه، د ځینو هېوادونو او په افغانستان کې د پرځیدلي جمهوریت د پلانونو له مخې د تمکین په اراده افغانستان ته داخل شول او خپل شتون یې اعلان کړ.
داعشي خوارج چې له اسلام څخه ناسم فهم لري او د دغه سپيڅلي دین د بدنامۍ لپاره خورا منظم کار کوي، د افغانستان د مسلمان ولس او اسلامي امارت په وړاندې له څو کلونو را په دې خوا جنګېږي، تر څو پر دې شهید پروره خاوره خپل ناولی وجود وتپي.
د جمهوریت پرځېدل هم په هېواد کې د داعش ډلې لپاره یو فرصت ګرځېدلی و، ځکه چې په هېواد کې امنیتي ارګانونه پاشل شوي وو، په دې برخه کې خلاء رامنځته شوې وه او د اسلامي امارت ځواکونه لا په ښارونو کې بلد شوي نه وو، د نظم د ټینګښت لپاره هم هڅې ورو رواني وې؛ داعشي فتنه ګرو له دې فرصت استفاده کړې وه او د هېواد په بېلابیلو ولایتونو کې یې پټنځایونه پیدا کړل.
امنیتي ادارو د امنیت د ټینګښت او شریرو عناصرو د ځپلو په موخه چارې ګړندۍ کړې، چې په پایله کې یې له تېرو دریو کلونو راهیسې د هېواد په هره هغه نقطه کې چې داعشي خوارجو به د خپلو بهرنیو همکارانو په لارښوونه د هېواد د نا امنه کولو پلانونه تطبیقول، عملیات وغځېدل او دغه ډله شدیداً وځپل شوه.
په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې د داعش ډلې په وړاندې عملیات همغږي شوي، هغه داعشيان چې له بغاوته لاس نه اخلي، په خورا جدیت ځپل کېږي؛ د امنیتي ځواکونو لخوا په مسلکي توګه د دغه ډلې د ځینو داخلي او بهرنيو غړو نیول کېدل هم د پاملرنې وړ دي.
د امنیتي ځواکونو دغه همغږو عملیاتو وښودل، چې د اسلام ضد شریرو عناصرو په له منځه وړلو کې ځنډ نه کوي او هیڅکله به فتنه ګرو ته اجازه ورنکړي چې د پردیو هېوادونو په دستور افغانستان نا امنه کړي او مسلمان ولسونه یې د ظلم او تیاره فکرونو قرباني شي.