داعش له موصله تر ننګرهاره (دوهمه برخه)

لیکوال : قاري سعید خوستی

دریم حدیث:

امام ابن ماجه او امام احمد پخپل خپل سند سره د ابن عمر څخه نقل کوي چې فرمایي: سمعتُ رسولَ اللهِ صلّی الله علیه وسلم یقول :کُلّما خرج قَرنٌ قُطع أکثر من عِشرینَ مرةً حتی یَخرجُ في عِراضِهم الّدجَّال (سنن ابن ماجه ص۱۴۷ مسند امام احمد حدیث رقم ۵۵۶۲)
ژباړه: ابن عمر فرمایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې فرمایل یې: کله چې هم د دوی (خوارجو) ښکر (څه قوت )راڅرګند شي الله تعالی به یې پرې کړي تر دې چې دا کلمه یې ۲۰ ځله تکرار کړه هغه مبارک اوفرمایل :تردې چې د دوی په ډله کې به آخر دجال هم راڅرګند شي

د دواړو حدیثونو فایدې

(۱) رسول الله صلی الله علیه وسلم د عراق په لور په لاس سره اشاره کول دا خبره په ډاګه کوي چې عراق به د دوی د ظهور مرکز وي، تاریخ ثابته کړي چې عراق تل د فتنو او مبتدعه ډلو لپاره ځاله پاتې شوي ده. د اسلام په تاریخ کې عراق دلویو فتنو او فسادونو شاهد پاته شوی چې له امله یې ټول اسلامي امت سخت کړیدلی دی.
(۲) له پورتني حدیث معلومیږي چې دا ډله به تکرارا راڅرګندیږي خو الله تعالی به یې هلاکوي، داسلام په تاریخ کې خوراجو څوځله ظهور کړی دی چې ترټولو خطرناک یې د عراق اوسني بعثي خوارج دي
(۳) تر ټولو خطرناک دا چې په دوی کې به دجال راڅرګندیږي یعنې دجال به هم د خوارجو له ډلې څخه وي.
(۴) د خوارجو بل هغه صفت چې په احادیثو کې ذکر شوی هغه قرآة القرآن دی، یعنې دوی به قرآن ډیر ښکلی او په تجوید سره لولي خو دا به یې تر ظاهره محدود وي په باطن کې به یې قرآن هیڅ آثر نه کوي.

څلورم حدیث

امام احمد، امام ترمذي، امام ابن ماجه پخپل خپل سند سره د سعید بن جهمان څخه روایت کوي چې فرمایي:کُنّا نُقاتل الخوارجَ، وفِینا عبدالله بن ابي أَوْفی، وقد لَحق غُلام له بالخوارج ،وهم من ذالک الشَّطِّ ونحن من ذا الشّط فنادیناه: أبافَیْروز، أَبافَیْروز، وَیحک هذا مولاک عبدالله بن أبي أوفی قال :نِعم الَّرجل هو لو هاجر؛قال: مایقول عَدُوّالله؟ قال قلنا یقول: نعم الرجل لوهاجر؛ قال فقال: أهِجرةٌ بعد هجرتِيْ مع رسول الله صلَّی الله علیه وسلم؟ ثم قال: سمعتُ رسولَ الله صلی الله علیه وسلم یقول : طُوبی لِمن قتلهم وقتلوه.
ژباړه: سعید بن جهمان وایي: عبدالله بن ابي اوفی زموږ سره راسره ؤ کله چې موږ د خوارجو سره په جنګ کې ؤ، دنوموړي یو غلام د خوارجو صف ته ورغلو، موږ په یو طرف کې ؤ دوی په بله خوا کې ؤ، موږ ورته چیغه کړه چې ابافیروزه ابافیروزه هلاک شې دا دی ستا مولی عبدالله بن ابي اوفی (دیخوا ته راشه) هغه غلام چې خارجي ؤ اویل: عبدالله ښه سړی دی خو که هجرت یې کړی وای، عبدالله اویل دا د الله دښمن څه وایي؟ موږ ورته اویل چې داسې وایي هغه اوفرمایل: آیا د الله د رسول سره له هجرت څخه وروسته بل هجرت؟ بیا یې اویل: چې ما له رسول الله څخه اوریدلي چې فرمایل یې: خوشالي ده هغه چا لره چې دوی یې اوژل او هغه چا لره چې دوی اوژلو.
دحدیث فایدې
(۱) خوارج د دوی له سلطې څخه وتلي ټولې زمکې دارالحرب بولې او په مسلمانانو له هغه زمکو څخه هجرت فرض بولي او څوک چې هجرت نه کوي هغه مجرم بولې ځکه ابافیروز خارجي په جلیل القدرصحابي طعن اویلو.
(۲) لوی فضیلت هغه چا لره چې د دوی لخوا شهید کړل شي او هغه څوک چې په دوی ځان غازي کړي.

نور بیا ……. ان شاءالله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version