داعش له علم او معارف سره جګړه پيل کړې

انس شینواری

اسلام د علم او پوهنې دین دی. تر اسلام وړاندې زمانې ته ځکه د جاهلیت زمانه وایو، چې هغه وخت اکثر انسانان جاهلان ول او د علم په ارزښت یې باور نه درلود. خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په راتګ سره د علم رڼا وغوړېده. پیغمبر علیه السلام وفرمایل زه معلم رالیږل شوی یم.

داعشیان چې د خپل ځانګړي طرز تفکر له امله په معاصره اسلامي نړۍ د نوي جاهلیت ټاپه لګوي اوس داسې ښکاري لکه کبر یې چې زوال شوی وي. هغوی چې د یو نیم میلیارد مسلمانانو ایمان ورته ایمان نه ښکارېده او یوازې خپل محدود شمیر پلویان یې موحدین بلل، له دغومره غټې دعوې سره سره یې اوس له علم او کتاب سره دښمني پیل کړې ده.

داعش له پیله د لومړیتوب پيژندلو ستونزه لري. هغه دا چې د کفارو په شتون کې مسلمانان حلالوي، د کفري مراکزو په نسبت یې مساجد ډیر نړولي او منفجر کړي دي. د مصر په سینا کې پراته دي خو د دې په ځای چې د اسرائیلو په خوا کوم ډز وکړي مصریان او د حماس مجاهدین په نښه کوي او دلته په افغانستان کې د دې په ځای چې د امریکا سفارت والوځوي، د هزاره ګانو جوماتونه نړوي او د ننګرهار دیني عالمان وژني.

د داعش اوسنی بل احمقانه اقدام دا دی چې په دې وروستیو کې یې په ننګرهار کې له معارف او ښوونځیو سره داسې برالا دښمني پیل کړې، لکه ښوونځي چې د ټرمپ او نکولسن مراکز وي او معصوم کوچنیان یې یهودي پوځیان وي.

څو ورځې وړاندې مې د ننګرهار د ښوونځیو تنکیو ماشومانو ته د داعش د ګواښ اعلان واورید. د داعش نطاق چې له لهجې یې بد اخلاقي ورېده او  خبرې یې هیڅ د مسلمان او مجاهد اخلاقو ته ورته نه وې، د ننګرهار د ښوونځیو ماشومانو ته یې په داسې غربړو او ستوغه لهجه ګواښونه کول لکه دغه کوچني د مکتب ماشومان چې ټول واجب القتل کافران او محارب یرغلګر وي.

زه نه پوهیږم هغه کوچني او معصوم ماشومان چې الله تعالی مرفوع القلم ګرځولي، داعشیان یې د کوم کتاب له مخې د قتل وړ بولي او ورته ګواښ کوي چې که ښوونځیو ته لاړل په بمونو به والوځول شي. زه نه پوهیږم داعشیان څرنګه د هغه پیغمبر نوم په خوله اخلي او ځانونه یې امتیان بولي چې دماشومانو د ژړا په اوریدلو به یې لمونځ را لنډ کړ ځکه د یوه ماشوم د طبعي ژړا تاب یې حتی نه درلود.

مګر داعش چې ځانونه د ایمان او توحید ټیکه داران هم بولي، د ټول امت په عقائدو چليپا هم راتیروي او اسلام ورته یوازې د بغدادي قساوت معلومیږي، د دې مؤمن اولس د سپیڅلو او معصومو ماشومانو د مرګ او وژلو ګواښ په دومره زړه ورتوب کوي چې ښایي څوک د مرغانو د ذبح کولو ګواښ هم په داسې احمقانه غرور سره ونکړای شي.

نن مې واوریدل چې داعشیانو په ننګرهار کې د معارف په ریاست او پوهنتون باندې د برید هڅه کړې ده. زه د داعش مشرانو ته وایم چې آیا ستاسو دغه سرتیري چې اوس یې په هر ځای او نا ځای باندې ور مارش کوئ، د قیامت په ورځ به تاسو له ګریوان ونه نیسي چې ولې مو د بې ګناه مسلمانانو د وینو تویولو ته وهڅولو؟

په دې وطن چې د څلویښت ملکونو کفار او محارب یرغلګر عملا شتون لري. په دې وطن کې د کفر او فسق د خپرولو بې شمیره اډې شته او په دې وطن کې د سي آی اې او نور شیطاني شبکو په شان شیطاني اډې شتون لري. دا لا کوم لومړیتوب دی چې ښوونځیو ته بمونه ایښودل کیږي او د معارف او پوهنتون په شاګردانو ځانمرګي بریدونه کیږي؟ هغه هم په هغه پوهنتون چې په دیوالونو یې د داعش د ملاتړ شعارونه هم لیکل شوي.

له معارف، ښوونځي، کتاب او متعلمو ماشومانو سره د داعش له دښمنۍ ښکاري چې دغه ډله د انساني فطرت له چوکاټه ښویېدلې ده، دې ډلې د هغه پیغمبر له میراث سره جګړه اعلان کړې چې په انساني تاریخ کې د علم، تمدن او تهذیب مؤسس بلل کیږي. داعش په دې اقدام سره ثابته کړه چې یوه قاتله ډلګۍ او وژونکې وسیله ده چې معلومه نه ده پیچونه یې د کوم اسلام ضد او انسان دښمنه قدرتونو په لاس کې دي. داعشیان باید وشرمیږي چې له دې بعد هم د اسلام، ایمان، توحید او خلافت نومونه په خوله یادوي. ځکه لوړ مفاهیم جاهلي نه بلکې اسلامي مفاهیم او تعلیمات دي هغه تعلیمات چې داعش ورسره جنګ اعلان کړی دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version