داعش د معاصرې زمانې تر ټولو لویه فتنه

محمد صادق طارق

#image_title

د تکفیري_ترهګرې ډلې داعش فتنه په معاصره زمانه کې د اسلامي نړۍ په تاریخ کې تر ټولو ستره فتنه بلل کېدای شي چې ناوړه پايلې يې د اسلام او مسلمانانو د دفاع له دائرې نه بهر او د اسلام د سپيڅلي ساحت په خلاف طرحه کیږي.

 

پرته له دې چې څه ووایو، جوته ده چې د داعش رامنځته کېدل، پیاوړي کول او ملاتړ کول د اسلام ضد پروژې بشپړولو د اسلام د بدنامولو لپاره یو ستر ګام دی چې په نړۍ کې د اسلامپالنې د څپې له راپورته کېدو وروسته د کفري نظامونو په ځانګړې توګه د صهیونیسټانو له خوا طرحه او تطبیق کېږي.

 

داعش د یوې اسلامي ډلې تر نامه او پوښښ لاندې د دیني او اسلامي احکامو خلاف اعمالو په ترسره کولو سره مخالفینو او مغرضینو ته دا چانس ورکړی چې د دې ډلې په وحشیانه کړنو سره د اسلام کرامت تر پوښتنې لاندې راولي او له دیني پوهې پرته ځوانان د اسلام له دائرې څخه لرې کړي.

 

د ستونزې ریښه دا ده چې تکفیري ډله داعش یوه غیر اسلامي ډله نه؛ بلکې د یوې داسې ډلې په توګه معرفي شوې چې ګواکې د اسلام په مستقیمه لار روانه ده او داسې ځان ښودنه کوي چې هر هغه اعمال چې دوی يې ترسره کوي او يا يې کړي د اسلام د احکامو او لارښوونو سره سم دي.

 

داعش هڅه کوي، د خپلو لوېدیځو ملاتړو د خدمت لپاره خپلې جګړې او وینې تویولو ته شرعي مشروعیت ورکړي؛ په داسې حال کې چې په ​​هیچا حتی په ښځو، ماشومانو او بوډاګانو رحم نه کوي چې اسلام دا ډول ظالمانه وژنو څخه نهى کړې ده او ورنه بېزار دى.

هرماس الافغاني
Exit mobile version